لویه جرګه کې دجمهوریت ننګه
د سولې لپاره د لوی مشورتي جرګې اکثره ګډونوال چې له ولایتونو، بیلابیلو سیمو او اقشارو څخه یې نماینده ګي کوله په ښکاره ټکو په خپلو بحثونو کې وویل چې مذاکراتي ټیم دې له طالبانوسره بیخي په جمهوریت بحث نه کوي.
لوی جرګه کې د ګډونوالو لپاره د دوه برابرو شویو پوښتنو څخه یوه دا وه چې تاسو د افغان حکومت له مذاکراتي ټیم څخه څه غوښتنه لرئ چې له طالبانو سره مخامخ خبرو کې یې مطرح کړي.
د جرګې زیاتو ګډونوالو خپلو بحثونو کې د نورو لومړیتوبونو تر څنګ دا لومړیتوب ګڼلی و چې جمهوریت به دوام پيدا کوي، ځکه یواځې جمهوريت کولی شي د ټولو حقونه خوندي کړي.
د جمهوریت دوام د ټولو لپاره سره کرښه وه او امارت یې په مطلق ډول رد کړ، د لوی مشورتي جرګې هغه ګډونوال چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه راغلي و، هم له امارت سره مخالفت ښوده او جمهوریت غوښتنه یې درلودله.
امارت افغانانو ته تجربه شوی چې غږ یې چوپ و او هیچا د حقونو لاس ته راوړلو لپاره مبارزه نه شوه کولی.
خو جمهوریت داسې نظام دی چې د ټولو حقونه پکې خوندي کیدلی شي او د هر چا غږ چوپ نه وي.
یواځې په دومره توپير چې د جګړې په دوام کې به ځینې خلک د جمهوریت له حقونو نه وي برخمن شوي، خو کله چې وضعیت ښه شي، جمهوریت د ټولو لپاره ځای لري او ان اسلام مبارک دین هم په جمهوریت باندې ټینګار لري.
نور هر ډول نظامونه په افغانستان کې پایله نه ورکوي، لږ تر لږه دوام یې ۵ کاله وي او بیا بل نظام راځي، خو یواځې جمهوریت دی چې کولی شي ټول په ځان راټول کړي او د یو پرمختللي افغانستان خاوندان شو.
امریکا، نړیوالې ټولنې او ان طالبانو د لوی جرګې د پریکړه لیک هرکلی کړی دی، دا پریکړه لیک به د حکومت لپاره یوه تګلاره وي چې کولی شي سولې ته پرې په اسانه ځان ورسوي.
هسې هم له امریکا سره د طالبانو هوکړه کې دا ښکاره ده چې امارت بیا د منلو نه دی، نه یې افغانان مني او نه یې بهرنیان، نو کله چې یو نظام هیچا ته د منلو نه وي، بیا څنګه ۲۰زره کسان کولی شي پر خلکو یې تطبیق کړي.
د افغانستان د راتلونکي لپاره جمهوریت یو ښه نظام دی او له دې خوا هیڅ ډول نظام کې خلک ځان نه شي لیدلي.
لوی مشورتي جرګې د ټول افغانستان استازیتوب کو او دا د یو حقوقي سند حیثیت لري چې ټولې خواوې یې ومني.