خبر و دیدگاه

د امریکا د سولې تر توافق وروسته پر طالبانو نوې پانګونه روانه ده

 

طالبانو سره د امریکا د سولې تر توافق وروسته د دې ډلې پر نوي نسل د متحده ایالاتو او پاکستان د ګډې پانګونې څرکونه لیدل کیږي. طالبان که څه هم لا پخوا نه د خپلمنځیو مسایلو په سر اختلافات لرل او په مختلفو ډلګیو وېشل شوي وو، خو د سولې خبرو له ګرمیدو سره یې پر وېشلو پانګونه نوره هم جدي شوې ده.

 مخکې د کوټې شورا چې د پاکستان تر واک لاندې کوټه ښار کې مېشته ده ، د دغې ډلې محوري او مرکزي هسته وه . حقاني شبکه ، فدایانو محاذ ، توړې بوړې محاذ ، د ملا نیازي ډله ، د صدر ابراهیم ډله او نور نومونه هم وخت په وخت اوریدل کیدل ، خو اوس د دغو نومونو تکرار زیات شوی .
دلیل یې دا دی، چې پاکستان د افغانستان د جګړې یو مخ ختمیدل نه غواړي او پلان لري چې یوه برخه طالبان سولې ته راولي او څه نورې ډلې یې په مختلفو نومونو تقسیم او د جنګ د دوام لپاره په راتلونکو پروګرامونو کې بوخت وساتي .
دا عیناً د هغې قضیې تکرار دی، چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط نه وروسته افغان جهادي تنظیمونو سره وشول . هغه وخت هم پاکستان د افغان سولې قضیه کې د جهادي تنظیمونو استازیتوب کاوه او په دې خاطر چې دا سوله تامینه نه شي او پاکستان ته د آینده لوبو زمینه مساعده وي، جهادي مشران یې سره خپلو کې واچول او دوی یې د سولې خبرو ته له واحد دریځه بې برخې کړل.

  اوس هم پاکستان هماغه لوبه پيل کړې، طالبان یې سره ویشلي ، د دوی څه مشران یې په مختلفو بڼو مړه کړي، څوک یې منزوي کړي ، د چا پر وړاندې یې دسیسې جوړې کړي او په مجموع کې یې د طالبانو پر نوي نسل پانګونه پيل کړې ده . د طالبانو نوی نسل د بل هر سیاسي او جنګي جریان د نوي نسل په شان لېواله دی ، چې د واک و امتیاز په خاطر په اسانه او ارزانه هر ډول معامله وکړي او د پاکستان اوامر پرځای کړي

 . د دې نسل څه کسان به اوس سوله کوي ، څه به یې په نویو جوړیدونکو ډلو کې تنظیمیږي او څه به د ورپسې نورو لوبو لپاره اماده کیږي . د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل هم په یوه وروستۍ مرکه کې همداسې وړاندوینې درلودې . هغه د طالبانو په مشرانو غږ وکړ، چې د سولې په نوم د پاکستان او امریکا معاملې ته متوجه شي کنه دوی به هم د جهادي تنظیمونو د مشرانو په شان زر سره تقسیم او د هغوی په ذلیله سرنوشته سره اخته شي.

  اوس د طالب مشرانو د هوښیارۍ امتحان اخیستل کیږي، چې دوی د سولې خبرې په امریکايي – پاکستاني محوري مخته وړي او د هغوی په عینکو د خپل قوت او آینده سرنوشت ننداره کوي او که د افغانانو په حیث خپلو وطنوالو سره کیني ، د سولې افغاني اجنډا جوړوي او په دې اجنډا کې د وطن او خپلې ډلې آینده عزت او ښیګڼې په نظر کې نیسي!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا