خبر و دیدگاه

افسوس پر داسي مړه او بي درده قیادت باندی

karzaidown

 

دنړی له مشرانو یي زده کړی که خپله نه پوهیږی هغوی دخپلو خلکو سره دوعدو په پوره کولو که پاتی راځی استعفا ورکوی او حتی د ځآنوژني تر حده رسیږي خوتاسی دخلکو دژوند اساسی حق ته هیڅ اهمیت نه ورکوی نه پوهیږم څه قسم زړونه لری.

یوه ورځ خونه ده چي دا ډلیز مرګونه کیږي څو ورځي وړاندي پکتیا کي په قصابخانه کي بم وچاودید او لس ګونه کسان یی زخمیان کړل چي ددولت چارواکي وویل دا یوه دخپل منځی دښمنی پیښه وه چې رامنځ ته شوه. او څه وخت وړاندي هم ددي خلکو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوي وه نو زما له ښاغلی څخه داپوښتنه ده چي مخکي هم خبر وی ولی دی مخه نه نیوله او ته دولت د څه لپاره لیږلی یي؟ ځواب به د خامخا داوي چي دخلکو دخدمت لپاره نو ته او خداي خدمت داسی کیږي چي ته پري خبروي اود شخړي حل د نه ورته پیداکاوه خو هغه متل رایاد شو چي پردی غم له واؤري سوړ ده.

اوس د کندهار دردوونکی پیښه یقینا که څوک درد او احساس ولري نو له سترګو به یي خامخا اوښکي لکه سلاب رواني شي. اوس دا پوښتنه راولاړیږي چي کرزی، طالبان او راغلي ټول یي په یوه خوله غندي داکار، زه وایم ایا یواځي په غندلو باندي ځان له مسولیته خلاصولی شی او که نور مسولیت هم لری. کرزی صاحب په سیاسي لوبه کي خو دی له هرچا وړي ده خو راشه دخدای لپاره واقعی څه وکړه دخدای په وړاندي ددغو بي وزله غم ځپلو چي لاسونه یي په ورځ دقیامت ګریوان ته درلویږي او پوښتنه به یي درڅخه کیږي راغلي خو اوبه خړه وي او خپل ماهیان پکی نیسي هغوي په داسي پیښو خفه خوهیڅکله نه بلکه خوشحاله کیږي ځکه چي نن هر پښتون د ځان دښمن بولی. نو دخدای لحاظ وکړه نور نوداحالت دزغملو مه بوله او راپاڅه او داکسان راپیداکړه او په سخته سزا يي ورسوه کنه نو دامه هیره وه چي نور د ملت دزغم او صبر کاسه مخ په ډکیدو ده. او یوداسي ناورین به خدای مه کړه رامنځ ته شي چي بیابه نه ته پري رسیږی اونه داراغلي.

طالبه! ته خو ددولت مامورین ښه ښکار کوي چي دیوي ګولي روزی پیداکولو لپاره دا بی ضرره وظیفه ترسره کوی مګر په سلو نومونو یي نوموی خو دا کسان بیا غوړي څڼي ګرځي ولي یي نه محکوموي په اعدام باندي تر څو بیا یو ځل خلکوته وښي چي کولی شو اوس هم دټولني تخریبوونکي کسان لاری ته برابر کړو که تاسي خپله پالیسي په همدی قسم په مخ بیايی چي دا اوس زمونږ مسؤلیت نه ده او په دولت یي وراچوي چی باید مخه یي ونیسی نو بیا تاسي مه هیروی چي اوس خو په غرونو او اطرافی کلیو کی ځای لری دابه هم الله درنه واخلي او ملت به مجبوروی چي هم ستاسی او له اوسنی دولت نه د خلاصون لار پیداکړي.

مهربانه خدایه ته افغانانو واقعی غمخور ورپه برخه کړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا