واشنګټن ته د ولسمشر سفر او په وړاندې یې شته ننګونې
ټاکل شوې نن ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي افغاني پلاوي په ګډون د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر ولاړ شي، که څه هم تر اوسه پورې افغان دولت ددې سفر موخه په رسمي ډول نده په ډاګه کړی خو سیاسی کارپوهان پدې اند دي چې ښايي امریکا ته د ولسمشر سفر په دوه مهمو موضوعاتو را وڅرخیږې، چې ولسمشربه له امریکايي چارواکو سره پرې خبرې وکړي.
۱- د سولې په راتلونکې مشورتي جرګه کې له طالبانو سره خبرې؛
۲- د کرزي او امریکا تر مینځ د اړیکو بیا رغول.
سوال دلته پیدا کېږي چې واشنګټن ته د ولسمشر دغه سفر به تر کومه حده ګټور او یادې موخې به پکې تر کومه بریده تر لاسه شي. که څه هم زما په اند له څو محدود کړیوپرته داسې کوم افغان به نه وي چې په هېواد کې د سولې او روغې جوړې له خبرو سره مخالفت وکړي، ځکه نور له جنګ جګړو او ورانیونه پوزې ته راغلي دی، خویو شمیر کورني او بهرني چارواکي اوسمهال له طالبانو سره خبرې د افغانستان په ګټه نه بولي، ځکه ښآیي ګټې یې په خطر کې وي، چې دغه کار ولسمشر له طالبانو سره د خبرو کولو په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ کړیدی. بل پلو ولسمشر ته نږدې کړۍ هم نه غواړي چې له طالبانو او حزب اسلامي سره د روغې جوړې خبرې د تر سره شي، چې دغه کار هم بیلابیل عوامل لري.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد قسیم فهیم او کریم خلیلي له طالبانو سره د روغې جوړې له خبرو سره مخالفت ښيي، ورځپاڼه د دوی له قوله لیکي چې که د طالبانو پښه د حکومت په دننه کې شریکه شي ښايي ولسمشر کرزی ووژل شي.
یو شمیر امریکاي چارواکي هم اوس له طالبانو سره د خبرو وخت نه بولي او وايي طالبان له یو لوري یو موټی ندي اوښایي خبرې کول ورسره کومه د پام وړ پایله ونلري، او بله داچې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي اوله ۲۰۰۴ راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړي او پدې باور دی چې لوبه ګټي، نو ځکه هم د خبرو دپاره زړه نه ښه کوي.
بله مهمه خبره چې ولسمشر به پرې د واشنګټن په سفر کې له اوباما سره خبرې کوي، هغه د ښاغلي اوباما او کرزي تر منځ د خرابه شویو اړیکو بیرته رغول دي. اوس نو ښاغلی کرزی غواړي چې د واشنګټن په دغه سفر کې په دواړه موضوعاتو باندې د امریکا له ولسمشر اوباما سرې خبرې وکړي، چې د روانې میاشتې د سولې جرګه هم په همدې موخه وځنډول شوه، چې ښایي له اوباما سره پرې سلا مشورې وکړي، او د جرګې د تر سره کیدو او له طالبانو سره د خبرو په موخه د امریکا ملا تړ له ځان سره ولري.
کرزی باید لومړی ځان له کوره ډاډ تر لاسه کړي او بیا له طالبانو سره خبرو ته ملا وتړي، هغه پدې معنی تر څو چې د د ه مرستیالان دغه جنګسالاران او د مافیا غړي وي، چې خپلې ګټې د ملت په ګټو غوره بولي د سولې خبرې نا ممکنه دي.
برگرفته از روزنامه ی چراغ