خبر و دیدگاه

د مارجي سيمي كډوال ورځ په ورځ زياتيږي

english_soldierss

د هلمند د مارجي سيمي اوسيدونكو وايي له تيرو دوو ورځو راهيسي يي شپه ترشنه اسمان لاندي تيره كړي ده اود خوراك څښاك لپاره هيڅ نه لري.د مارجي سيمي په لسګونو اوسيدونكي وايي چي په سيمه كي جګړه زياته شوي او دوي دي ته اړ شوي دي چي ترڅوپوري خپله سيمه پريږدي او مركزلښكرګاه ښار ته راستانه شي.دغه اوسيدونكي له افغان دولت څخه د سرپناه سره سره د خوراكي توكو غوښتونكي دي د مارجي سيمي اوسيدونكي وايي چي په سيمه كي ډيري كورونه وتلي او داسيمه چي يوګڼ ميشته سيمه ده له هغوي نه دامهال په زرګونو كورونه مركزلښكرګاه ښار ته راغلي دي.

د مارجي اوسيدونكي مركزلښكرګاه ته هره ورځ په سلګونو كورني له خپلو ماشومانو سره پلي او په موټرسايكلونوراځي دغه كورني چي ډيريو يي دوي او يا يوه شپه په لاري كوي او لښكرګاه ښارته راځي.

دسيمي اوسيدونكي د افغان دولت هغه خبري ردوي چي وايي په سيمه كي بهرني ځواكونه د جګړي په وخت كي بمبارد نه كوي.

دهلمند د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي په مارجي سيمي كي اوس ژوند نه شي كيداي دده په خبره چي مارجه اوس د جګړي يولوي ډګردي نو د دي سيمي نه تر اوسه پوري څه كم ۳۵۰۰ كورني مركز لښكرګاه ښار ته راكډوالي شوي دي.

نوموړي وايي چي تراوسه پوري دوه زره كورنيو ته خوراكي توكي وركول شوي او ډيري نوروته يي مرستي رارسيدلي او ډيرژر به هغوي ته هم مرستي وركول شي.

دوالي د وياند په خبره چي ملګروملتونو هم يوشمير مرستي تهيه كړي او دغه كورنيو ته به وركول شي داود احمدي وايي چي په سيمه كي له درنو وسلو نه ګټه نه اخيستل كيږي او د مارجي په مركزي سيمو كي دامهال جګړه نشته هغه يواځي ددي سيمي په ليرو او پرتو سيمو كي دوسلوالو طالبانو جګړه مني دوالي وياند وايي چي په سيمه كي لا اوس هم خال خال ډزي اوريدل كيږي دهغه په خبره چي د نادعلي ولسوالي د مارجي په سيمه كي په زرګونو ځمكني ماينونه پرش شوي دي .

نوموړي وايي چي په سيمه كي وسلوال طالبان اوس مهال مقاومت نه كوي خو افغان چارواكي دمارجي په سيمه كي د څو كيلو ميترونو سيمي د نيولو پوښتني ته هيڅ ځواب نه وركوي بل خوا د مارجي سيمي يو تن قومي مشر اود مارجي سيمي د ملي روغي جوړي د شوراغړي عاليشاه خان وايي:چي په مارجي سيمه كي ډيربد حالت روان دي دده په خبره چي ډيري ملكي خلګو ته مرګ او ژوبله اوښتي ده.

د عاليشاه خان په وينا چي تراوسه پوري ايتلافي ځواكونو په ځينو سيموكي پرمختګونه نه دي كړي.

هغه وايي چي په سيمه كي ډيري ځمكني ماينونه پرش شوي او ملكي وګړي د خپلوكورنوڅخه هيڅ وتلاي نشي . دده په خبره چيپه سيمه كي د خوراكي توكو بيي لوړي شوي او ځيني ځايونه ملكي وګړي د خوراك څښاك له سختو ستونزو سره هم مخي دي.

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي د مارجي سيمي دعملياتو دا دويمه اوني شروع ده چي تراوسه پوري دري نيم زره كورني له دي سيمي نه كډه شوي او مركز لښكرګاه ښار ته راغلي دي.

ويل كيږي په دي سيمه كي په زرګونو ځمكني ماينونه پرش شوي افغان چارواكي وايي چي په دي سيمه كي ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۳ تنو ملكي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتي ده.

بهرني پوځيان وايي چي په دي عملياتو كي ددوي ۱۱ سرتيري تراوسه په بيلا بيلو پيښو كي وژل شوي دي.

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا