خبر و دیدگاه

نړ يواله ټولنه دې د سولې له پاره هځې وكړي

america_whitehouse_rockets

پوره دېر ش كاله وشول، چې په افغانستان كې په بېلابېلو نومونو جگړه روانه ده چې د نوموړى جگړى په بهير كې افغانانو ته دسر او مال زيات زېانونه و اوښتل، د جگړى په دوام كې په لويد يځ او ختيځ كې يو شمير هېوادونو ته ددى وخت په لاس ودغى چې د خپلو اقتصادي او سياسى گټود ترلاسه كولو له پاره په يو ډول نه  يودول په افغاني لانجه كې خپل ځانونه ښكېل كړي او د اسلام ترپردې لاندې د خپلو اقتصادي او سياسى جگړو ريښې د افغانستان گاونډيواو د سيمې هېوادونوته وغزوي.
د نوموړى د پرش كلنى جگړى تر شا د نړيوالى ټولنى سياسي او پوځې شتون د دى لامل شو، چې افغان لانجه د لانجى په ډول وساتى، او په افغانستان كې هيچاته د دې وخت ورنه كړي چې په افغانستان كې د سولى له پاره فكر وكړي.

په تېرو دېر شو كلونو كې د افغانستان په چاروكې د ملگرو ملتونو زيات ځانگړى استازى افغانستان ته راغلل او لاړل،خو  نوموړو استازو، په افغانستان كې د جگړه مارو ډلو ترمنځ، وخت په وخت د ملگرو ملتونو نو د منشيانو پيغامونه ورسول، او په افغانستان كې د جگړه مارو ډلو او حكومتونو سره خپلى خبرى، غوښتنې او وړانديزونه شريك كړل. د نوموړو هلو ځلو پايله داشوه، چې د ډاكتر نجيب الله د حكومت په وروستيو كې  ملگرو ملتونو په دى موافقه وكړه چې په افغانستان كې يو ايتلافى حكومت جوړشي، خو د پاكستان د مستقيمى لاس وهني له امله دغه حكومت د ۱۳۷۱ لمريز كال د غوايي د مياشتې په ۸ مه په كابل كې د مجاهدينو د حكومت په نامه جوړ شو.
دلته دا پوښتنه رامنځته كيږي چې د پاكستان د دغه لاسوهنى له امله ولې ملگرو ملتونو غبرگون ونه ښوده او د افغانستان په چاروكې يي د پاكستان دلاسوهنې مخه ونه نيوله؟ و ر پسې په كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې د تنظيمى جگړو په بهير كې ملگرو ملتونو ولې د افغانستان د خلكو د سر او مال د زيان مخه و نه نيوله؟ چې دغه كار د دى شرايط برابر كړل ، چې د افغانستان گاونډيان او د سيمى هېوادونه د افغانستان په چاروكى خپله لاسوهنه لا زياته كړي. د نوموړي لاسوهنى په پايله كې دېته خبره راورسيده، چې د بريتانيا، امريكا او پاكستان له خوا، د سعودې عربستان په مادي ملاتړ د طالبانو ډله رامنځته شوه، او ۱۳۷۵ لمريز كال د تلى د مياشتى په ۶ مه يې په خپل پوځي زور سره په كابل كې واكمنۍ ترلاسه كړه. د نوموړى ډلى په منځته راتلوسره ملگرو ملتونو بياهم يوازى د افغانستان په چاروكې په خپلو ځانگړو استازى بسنه وكړه، او د سولې له پاره يې كوم پلان ترلاس لاندى ونه نيوه، چې كېدلاى شو، ملگرو ملتونو د وخت نه په گټى اخيستنى سره د هېواد، د ننه او بهر د افغاني سياسى ډلو سره د سولې يو پلان ترلاس لاندى نيولاى واى او د ټولو ډلو په گډون يې يو گډ حكومت جوړ كړى  او د عادلانه ټولټاكنو له پاره يې لاره خلاصه كړى واى. ملگرو ملتونو خپلى هځى د جگړى د دوام له پاره جارې وساتلى، په داسې حال كې چى طالبانو په افغانستان كې  ۹۰سلنه خاوره تر خپل كنترول لاندى در لودله . په آمريكا كې د ۲۰۰۱ زيږديز كال د سپتامبر د ۱۱ مې پيښى له امله ملگرو ملتونو د آمريكا سره يوځاى د افغانستان په وړاندى يو نوى سياسى او پوځى پړاو پېل كړ، او  د افغانستان د خلكو د هيلو خلاف يې په سياسي ډگر كې د بن د تړون خبره راپورته كړه، او په پوځى ډګر كى يى آمريكا دېته پرېښو دله، چې د اسامه بن لادن د نيولو او د القاعده ډلى دله منځته وړلوله پاره په خپل سر دبې – ۵۲ ډوله الوتكو بمبارۍ ته دوام وركړي او په دغه ډول په ټول افغانستان كې د طالبانو واكمنۍ له منځه يوسي او په سياسي ډگر كې بيا هم پخوانۍ جنگى ډلى واكمنۍ كړي او په دغه ډول د بن د تړون تر ېردې لاندې د تروريزم پرخلاف جگړه  د آمريكا په مشرۍ پېل كړي. او همداسى وشول. د حامد كرزى مشرۍ لنډ مهاله حكومت رامنځته شو، او د بن د تړون په نا مه يوڅه نيمگړى سياسي هلې ځلې پيل شوې چې دغه نيمگړى هلې ځلې د دې لامل شوې چې په تېرو ۸ كلونو كې د حامد كرزى اداره په بشپړ ډول په ادارى فساد بدله كړي  .د تروريزم پرخلاف جگړه كې آمريكا، ناټو او نړيوالې ټولنې هيځ برى لاسته رانه وړ، او طالبان او تروريستان يې لا پياوړى كړل. د نړيوالى ټولنى، آمريكا او ناټو يو شمير چارواكى په دى اعتراف كوي، چې بهرنيو ځواكونو په افغانستان كې تېر ۸ كاله خوشى تېر كړيدى او هيځ لاسته راوړنه، نه لري.
په افغانستان كې د آمريكا نوي قوماندان جنرال استنلى مك كريستال هم په دى باوردى چې تېر وخت خوشى تېر شويدى او په افغانستان كې د جگړى د لورى ديدلولو له پاره په خپله نوى ستراتيژۍ كاركوي. د دى په څنگ كى د دغه واقعيت په يو هيدلو سره د ناټو عمومى منشى ياب ده هوپ شيفر، په خپل وروستى سفر كې چې د غبرگولى د مياشتى په ۲۸ مه يى كابل ته و كړ، د حامد كرزى سره يي په يو خبرى  كنفرانس كى  وويل چې د افغانستان لانجه دى دسولى له لارى حل شى. په افغانستان كې د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى كاى آيډى هم ورته نظر لري، او ددغه نظر سره په خپله د نړيوالى ټولنى، آمريكا او ناټو يو شمير لوړ ريته چارواكى هم همغږى دي.
د دې له پاره چې بهرنى ځواكونه، نور په افغانستان كې خپل وخت د پوځونه په زياتوالى، د جنگى ستراتيژيو په جورو يا او په بېلا بيلو نومونو د پوځى عملياتو په سرته رسولو سره خوشى تېرنه كړي، نو نريوالى ټولنې ته په كار ده، چې په ډېره زړوړيتا سره را د مخه شي او په افغانستان كې د تروريزم پر خلاف جگړه كې ټول اړخونه په دى قانع كړي چې په پوځى زور هيځ برى لاسته نه شى راتلاى. او هم ديو نړيوال كنفرانس په ترځ كې ټول اړخونه دېته راوبولى چى يوازى د سولى د راتللو او ټينگښت له پاره يوه جامع طرح رامنځته كړي، چې ټول اړخونه د نوموړى طرحى له عملى كولو او مراعت كولو پرته بله هيځ لاره غوره نه كړي او خپل ټول كوښښونه د سولې د راتلو او ټينگښت له پاره پېل كړي، ترځو په دغه ډول هم افغانان او هم نړيواله ټولنه د تروريزم د جگړى له شر څخه په امان كى شي.

 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا