خبر و دیدگاه

د برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اعلامیه

 

دا به ادعا نه وی چې طالبان هیڅ نه دی بدل شوی او جګړه کې یې چې هر څه توان پوره وی، هغه کار کوی، لکه ویجاړی، وینه تویدنه، بشری سرغړونې، د ملکی خلکو وژل او د عامه تاسیساتو ورانول پکې شامل دی.

طالبانو تیرو دوه میاشتو جګړو کې دا وښوده چې دوی هیڅ ارزښت او انسانیت ته ژمن نه دی او د جګړې پر مهال وچ او لامده له یوې مخې سوځوی.

افغان حکومت له تیرو څو کلونو همدا غږ پورته کوی چې طالب نه دی بدل شوی، همغه د ۹۰یمې لسیزې طالب دی، خو امریکا او د ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو به ویل چې طالب بدل شوی دی.

هو؛ د قطر دفتر سیاسی طالبان او جنګی طالبان لوی توپیر سره لری، هغوی نړۍ کې وګرځیدل، حکومتونه او خلک یې ولیدل، ځکه بدل شوی دی او لږ تر لږه انسانیت باندې باور لری، خو د دوی وسله وال چې پرته له تاوتریخوالی او زور یې بل هنر نه دی زده، هر ډول جنایتونه کوی او اوسنی جنایتونه یې دومره لوی او پراخه دی چې د ۹۰یمو لسیزو ته سړی د خیر په سترګه ګوری.

طالب نن بیا وښوده چې نه دی بدل شوی او هرات ښار اړوند سیمه کې یې د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید کړی چې یو ساتونکی یې شهید شوی او څو نور ټپیآن دی.

ولې د ملګرو ملتونو په دفتر برید؟

طالبان خو هسې هم نه غواړی چې نړۍ سره رابطه ولری او یا دې دوه اړخیزې ګټې په پآم کې ونیسی، طالبان داسې فکر کوی چې نړۍ دې ټول مسلمانان شی او دوی دې د خلیفه ګانو په توګه ومنی، خو داسې هیڅکله نه کیدلی شی او نه په اوسنۍ نړۍ کې له دوه اړخیزو اړیکو پرته حکومتونه کیدلی شی.

افغان حکومت چې تیرو شل کلونو کې یې له امریکا، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره له نږدې کار وکړ، دوه اړخیزې همکارۍ یې درلودلې او یو بل یې حمایه کول، طالبان غواړی دا هر څه له منځه یوسی.

طالبانو خو هسې هم خپله له امریکا سره هوکړه وکړه، خو افغان حکومت یې هوکړو باندې غلام او مزدور یادو، امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو پوځی حضور سره دلته مرستې زیاتې وی او د دوی په وتلو سره دا مرستې حتی ځینو هېوادونو صفر ته راښکته کړی دی.

کله چې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه او بهرنی ځواکونه له افغانستان ووتل، افغانان په تمه و چې طالبان به جګړه ودروی او خپل منځی خبرې به بریالۍ کړی، خو داسې و نه شول، هم بهرنیان ووتل، مرستې کمې شوې او هم طالبانو جګړې ته شدت ورکړ چې عامه تاسیسات پکې ورانیږی او افغانان یې قربانی ورکوی.

نو کله چې طالبان د دې ملت او خاورې ګټې نه پیژنی، نو هغه به په دې کله پوه شی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو فعالیت څومره موثر او ګټې به یې څه وی، خو ښکاره ده چې هغوی ته ټول بهرنیان کافر ښکاری او وژل یې ورته روا ښکاری چې حتی په ملکی او خیریه برخو کې په کار مصروف وی.

هرات کې د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید یو لامل د دوی ناپوهی ښیی چې فکر کوی ملګری ملتونه هم له دوی سره په جګړه کې دی او باید دفترونه یې وسوځول شی او کارمندان یې مړه شی.

بل لامل دا کیدلی شی چې طالبان هسې هم د افغانستان د پرمختګ د مخنیوی لپاره راپورته شوی دی او کله چې یو ولایت کې د ملګرو ملتونو دفترونه نه وی، ښکاره ده چې هلته مرستې او نورې همکارۍ په وخت او کاملې نه وی.

نو طالبانو دا کار د دې لپآره کړی چې ملګری ملتونه له ولایتونو څخه خپل دفترونه وباسی، په دې سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول کم شی او طالبان به هغې هدف ته ورسیږی چې غواړی افغانستان او افغانان په ستونزه کې پآتې شی.

د برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اعلامیه

په افغانستان کې ملګری ملتونه په هرات ولایت کې دخپل اصلی دفتر پر ودانۍ ننی برید په کلکو ټکو غندی چې په پایله کې یې یو افغان ساتونکی پولیس ووژل شو او نور افسران ټپیان شول.

په دغه برید کې حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه په نښه کړه چې په روښانه ډول پرې د ملګرو ملتونو نښې او علامې موجودې وې.

د هرات ښار شاوخوا سیمې چې د ملګرو ملتونو ودانۍ پکې موقعیت لری، جمعه د طالبانو او حکومتی ځواکونو تر منځ دجګړې شاهده وه. ملګری ملتونه په سملاسی توګه د برید په اړه د یو بشپړ انځور دترلاسه کولو په لټه کې دی او په همدې موخه له ښکلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: “پرملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینونکی دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو.” هغې زیاته کړه: “موږ لومړی د قربانی شوی افسر کورنۍ ته تسلیت وایو او ټپی شویو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو.”

په دغه پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان پر مټ، او د مرمیو په ډزو برید وشو د ملګرو ملتونو هیڅ کارکونکی ته زیان ندی رسیدلی.

اغلې لاینز چې د یوناما مشره هم ده وویل: “ددغه برید ترسره کونکی باید وپیژندل شی او حساب ته را کاږل شی.”

د ملګرو ملتونو پر ملکی کارکونکو او دفتر برید د نړیوال قانون پراساس منع دی او کیدی شی جنګی جرم وبلل شی.

په افغانستان کې ملګری ملتونه یو ملکی سازمان دی چې د سولې د هڅو پر ملاتړ، د ټولو افغانانو د حقونو پر بهتره کیدو او د بشردوستانه او پرمختیایی مرستو په ترسره کولو تمرکز لری.

ملګری ملتونه د افغانستان د امنیتی خدماتو د ریاست له هغو افسرانو مننه کوی چې له برید کونکو څخه یې د ودانۍ دفاع وکړه.

 

د طالبانو اعتراف

طالبانو په یوه اعلامیه کې اعتراف کړی چې هرات کې د دوی وسله والو د ملګرو ملتونو په دفتر برید کړی دی، دا اعلامیه د قطر سیاسی دفتر په غوښتنه خپره شوې او جنګی طالبان ورسره مخالفت لری.

جنګی طالبان هر ځای باندې برید جایز او روا عمل بولی او که هر څوک پکې ووژل شی، دوی یې کیسه کې نه دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم ورته بریدونه کړی، خو بیا یې مسوولیت نه دی منلی، خو له دې برید ځکه نه شول منکر کیدلی چې طالبانو مخامخ برید پرې کړی او برید د ملګرو ملتونو دروازې ته نږدې په دې دفتر شوی چې شاوخوا طالبان و.

که دا برید داسې ځای شوی وی چې افغان ځواکونه او طالبان پاشلی جګړه کې وی، بیا یې مسوولیت طالبانو نه منه او تر منکر کیدلی شو، خو دا چې برید مخامخ طالبانو کړی او افغان ځواکونه شاته و، نو ځکه تر نه دی منکر شوی او دا یې یو سهوی عمل بللی دی.

لکه پورته مې چې یادوونه وکړه چې دا اعلامیه د قطر سیاسی دفتر ورکړې او هغوی مجبور و چې دا کار یې کړی وی، خو د طالبانو وسله وال دې اصولو ته ژمن نه دی او ټول بهرنیان چې ملکی او خیریه برخو کې کارونه کوی، هم ورته اشغالګر ښکاری.

 

کورنی او بهرنی غبرګونونه

د ملګرو ملتونو په دفتر باندې برید کورنی او بهرنی غبرګونونه لری، د بشر حقونو ادارې، افغان حکومت، امریکا او نورو هېوادونو دا برید غندلی او له طالبانو یې غوښتی چې هر څه ژر د دې برید په تړاو څېړنو ته زمینه برابره کړی.

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د طالبانو برید د طالبانو سیاسی دفتر ته تاوان کوی، وسله والو ته یې هیڅ تاوان نه رسیږی، ځکه هغوی په زرګونه ښکاره جنایتونو باندې تورن دی او مستندې ویډیوګانې یې شته دی.

د طالبانو وسله وال پرته له تاوتریخوالی بل څه نه لری او د جګړې پر مهال نه د بشر حقونه په پام کې نیسی او نه انسانیت ته ارزښت ورکوی، هر هغه کار کوی چې زړه یې وغواړی.

اوس طالبان مجبور دی چې د دې برید حساب ورکړی، که داسې و نه شول، امکان شته چې ملګری ملتونه قطر ته ووایی چې د طالبانو دفتر دې بند کړی او دا ډله لا هم په تور لیست کې شامله ده.

 

پایله

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید سره روښآنه شوه چې دا ډله نه ده بدله شوې، لکه ۲۵ کاله مخکې چې کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ټولو اصولو خلاف دننه شول، ډاکټر نجیب الله یې راوویست او شهید یې کړ، داسې ۲۵ کاله وروسته هم د ملګرو ملتونو دفتر باندې یې هرات کې برید وکړ.

نه د طالب جامه بدله شوې، نه یې شکل بدل شوی، نه یې بشری قوه بدله شوې، نه یې اعمال بدل شوی، نه یې پآلیسی بدله شوې، نه یې ملاتړ کوونکی هېواد بدل شوی او نه ترهګری بدله شوه.

هغه مهال یې هم همدا لونګۍ وهلې، اوږدې جامې ، ښیرن سرونه او ښیرنې ږیرې به یې نیولې وې، اوس یې هم همدا ډول دی، هغه مهال هم ورسره جاهل خلک و، لوستې خلک پکې نه و، یواځې د ټوپک په زور یې خبرې کولې، اوس هم ورسره همغه خلک دی چې په منطق او خبره باور نه لری او یواځې د زور خبره کوی، هغه مهال یې هم خلک وهل، ډبول، مړه کول، تاسیسات یې ورانول، پل پلچکونه یې الوځول، زده کړو او د ښځو کار ته یې اجازه نه ورکوله، اوس یې هم نه ورکوی. هغه مهال یې هم پآلیسی د زور زیاتی او تاوتریخوالی وه او اوس هم همغه پآلیسی لری، هغه مهال یې هم رهبری پآکستانیانو کوله او اوس یې هم کوی.

نو څه بدل شوی؟ طالب هیڅ بدل شوی نه دی، یواځې خلیلزاد او د بهرنیو هېوادونو ځینې استازی د قطر دفتر له مشرانو سره کینی او فکر کوی چې ټول طالبان همداسې دی، خو داسې نه ده، د طالبانو وسله وال وحشیان او په څلورې ځناور دی.

د ملګرو ملتونو دفتر باندې برید سره ټولو ته روښانه شوه چې طالب نه بدل شوی، نه بدلیږی او نه به بدل شی. طالب همغه ځناور دی، ځکه له دوی سره په لیکو کې د سړی زوی نشته، هیڅ انسان پکې نشته، له مور او پلار ازار وهلی، تللی له طالب سره یې وسله اخیستې ده، نو له هغې به د انسانیت څه تمه وکړو چې خپل مور او پلار ته یې ښه ورځ نه ده ښودلې.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا