خبر و دیدگاه

د قطر دفتر طالبانو ته مالی امکانات برابروی

 

افغانانو هرکله ټینګار کړی چې د سولې خبرې باید داسې هېواد کې وشی چې د افغانستان د قضیی اړخ نه وی په بې طرفه ډول باندې منځګړتوب او کوربتوب وکړی چې افغانان سولې ته ورسیږی.

له لومړۍ ورځې چې قطر د خبرو لپآره انتخاب شو، ملاحظات پرې موجود و، خو د طالبانو ټینګار دا و چې دوحه کې دې خبرې وشی او دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرط وړاندې کړی و.

افغانان او افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړی او لا هم قربانۍ ورکوی چې د سولې ستر ارمان ته ورسیږی، خو طالبان دی چې هره ورځ د جګړې نوې پلانونه جوړوی او د دې پردۍ جګړې لپاره افغانستان ورانوی او د افغانانو وینه توی کوی.

قطر بې طرفه نه دی

د سخت دریځۍ او افراطیت تاریخ که وګورئ، قطر یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان کې یې سخت دریځو ډلو سره په بیلابیل ډول مرستې او همکارۍ کړی او دې ته یې د جهاد نوم ورکړی دی.

سعودی، امریکا، اروپایی ټولنې او ځینې نورو هېوادونو هم قطر باندې ملاحظات درلودل چې د خبرو د کوربتوب لپاره مناسب نه دی، ځکه قطر له طالبانو سره ډیره خواخوږی لری.

تاسو به لیدلی وی، یا به مو اوریدلی وی، هغه مهال چې طالبانو ته د هېڅ هېواد د تګ راتګ اجازه نه وه، د فعالیت لپآره ورته بهرنیو هېوادونو زمینه نه وه برابره، قطر پرته له دې چې افغان حکومت جریان کې کړی، طالبانو ته یې دفتر پرانیست او په دې دفتر یې د طالبانو بیرغ لوړ کړ.

طالبانو لپاره قطر هېواد ځکه مهم و چې قطر له طالبانو سره اوږدمهاله مرستې کړی او طالبانو ته ډاډ ورکړل شوی و چې ټولې هغه غوښتنې به یې ًپر ځآی کیږی چې طالبان ورته اړتیا لری.

حتی ځینو مواردو کې شکونه شته چې د طالبانو د قطر دفتر له بهرنیو استخباراتو پیسې راټولوی او د قطر هېواد په مرسته یې پآکستان او افغانستان کې ترهګرو ډول ته رسوی او هغوی پرې جګړه کوی.

د طالبانو تمرکز چې په قطر و، یو لامل یې دا و چې قطر له طالبانو سره د همکاریو ډاډ ښودلی و او طالبان په دې پوه شوی و چې یواځې قطر کولی شی چې دوی مصوون کړی او د دوی نامشروع ګټې خوندی کړی.

د افغان حکومت مجبوریت

افغان حکومت مجبورا د قطر دفتر کې خبرې ومنلې او د قطر کوربتوب یې قبول کړ، طالبان بل ځای خبرو ته نه حاضریدل او افغان حکومت له خپل ولس مجبور دی چې سوله ورته وکړی، خو طالبان هر کله له سولې تیښته کوی او په جګړه باندې یې تمرکز زیات کړی دی.

افغان حکومت څو ځل طالبانو ته وویل چې بین الافغانی خبرې باید خپلواکې وی، او خپلواکه کیدلی هغه مهال کیدلی شی چې په خپله خاوره کې مذاکرات پیل شی.

تاسو به اوریدلی وی چې افغان حکومت څو ځل پر طالبانو غږ وکړ چې که د هېواد په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې د خبرو کولو لپاره دفتر غواړی، دوی تیار دی چې ورته جوړ یې کړی او امنیت یې خوندی کړی.

طالبان ادعا کوی چې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې کنټرول کې ده، خو ۸۵ سلنه خاوره کې نه دوی د یو قبر ځای لری چې مشران او قومندانان پکې دفن کړی او نه یو دفتر لری چې افغان حکومت سره پکې خبرې وکړی.

که طالبان په رښتیا هم ۸۵ سلنه خاوره باندې کنټرول ولری، نو بیا دې یو دفتر وښیی چې د دوی مشران او یا قومندانان پکې اوسیږی او یا داسې مصوون ځآی وی چې دوی وکولی شی، حتی ځایی مشرانو سره پکې خبرې وکړی.

لږ تر لږه پر افغانانو او افغان حکومت دې باور وکړی او حکومت به ورته تضمین ورکړی چې د دوی د قطر په څېر دفتر به دلته مصوون وی، هو؛ د قطر او دوحې په څېر بلډنګونه او مفشن هوټلونه به نه وی، خو نور امکانات به د خوراک او څښاک وی.

د بې بی سی د مالوماتو له مخې، د قطر دفتر کې طالب مشرانو ته د قطر هېواد د میاشتې هر کس ته تر ۲۰زره امریکایی ډالرو پورې ورکوی او دا پیسې د دوی او د دوی د کورنیو د مصارفو په نوم ورکول کیږی.

نو طالبانو چې د قطر دفتر انتخاب کړی دی، د دې لپاره چې د دوی د سیاسی دفتر مشران تصمیم نیسی او هغوی هیڅکله نه غواړی چې دومره ډیر امکانات او پیسې له لاسه ورکړی.

د قطر دفتر طالبانو ته مالی امکانات برابروی

قطر دفتر اوس ټول په دې مصروف دی چې څنګه له بهرنیو هېوادونو څخه پیسې راټولې کړی او افغانستان کې پرې د جګړې اور بل وساتی.

تاسو ولیدل چې له یو کال زیات وشو چې قطر کې د افغانستان اسلامی جمهوریت پلاوی خبرو ته ناست دی، خو طالبان کله یوه او کله بله پلمه کوی او د خبرو پروسه یې په ټپه درولې ده.

تاسو به د طالبانو اعلامیی تعقیب کوئ چې بهرنیو هېوادونو پوځی او استخباراتی مسوولینو سره ګوری او لکه د اجرتی قاتلانو ورسره د افغانانو او افغانستان پر سر معامله کوی.

افغانستان کې جګړه نیابتی ده چې ډیر هېوادونه پکې ښکیل دی او له دې هیڅ سترګې نه شی پټیدلی چې دا جګړه بهرنۍ ده او هر هېواد د خپلو ګټو په تعقیب پسې اجرتی قاتلانو او وسله والو ته امکانات او پیسې ورکوی او بدل کې ترې کار غواړی.

طالبان هم د قطر دفتر کې ناست دی او له بهرنیو استخباراتو سره د افغانانو پر سر معاملې کوی، روسیه، ایران، پاکستان، چین، امریکا او…. نور ډیر هېوادونه چې افغانستان کې له ترهګرو ډار لری، طالبانو سره په معاملو بوخت دی.

طالبان اوس داسې وضعیت ته رسیدلی چې حتی په لس زره افغانۍ باندې یو کس وژنی او دې ته بیا د مبارزې او جهاد نوم ورکوی.

د افغانستان د قضیی یو اړخ دا دی چې د طالبانو سیاسی دفتر پر خپلو وسله والو معامله کوی او بیا ورته لارښوونه کوی چې دا پالیسی تطبیق کړی، دا کار وکړی او هغه کار وکړی، د قضیی بل اړخ دا دی چې د طالبانو وسله وال قومندانان په مستقیم ډول بهرنیو استخباراتو سره اړیکې لری او د هغوی د ګټو لپاره کار کوی، حتا په پنځه زره افغانۍ باندېی یو کس وژنی.

 

پایله

ښه خبره به دا وی چې نړیوال د افغان حکومت سره یو ځای د قطر دفتر په تړاو پریکړه وکړی چې له دې هېواد څخه یې کوم بل هېواد ته انتقال کړی، لکه څنګه مې چې پورته یادوونه وکړه، ښه خبره دا ده چې دا خبرې په افغانستان کې وشی چې بین الافغانی خبرې دی او باید د افغانستان په خاوره کې وشی.

کله چې قطر له منځه ووځی، د افغانانو د خبرو خپلواکی ترلاسه کیږی او بیا ورته بین افغانی خبرې ویلی شو.

لکه څنګه چې طالبان ډیر کله سور خط اچوی، داسې باید له افغان حکومت سره یو ځای امریکا جمع نړیواله ټولنه طالبانو ته سره کرښه کش کړی چې که قطر کې خبرې غواړئ، موږ خبرې نه غواړو او بس.

طالبانو ته همدومره ناز بس و چې نړیوالو او امریکا ورکړ، دا ترهګره ډله یې په نړیوال سټیج راپورته کړه او اوس ورته ځآنونه فاتحین ښکاری، له امریکا سره یې سیاسی هوکړه وکړه او دې ته یې بیا د فتحې نوم ورکړ.

طالب تر دې هم سپک دی، لکه څومره چې ښکاری، دا ترهګره ډله هیڅکله په عدم تشدد باندې باور نه لری او هر کله یې تمرکز په تاوتریخوالی باندې وی.

د سولې د خبرو په دوام تاوتریخوالی هیڅ هېواد کې نه وی، خو دا چې طالبان د جګړې لپآره جوړه شوې پروژه ده، له تاوتریخوالی لاس نه اخلی، تاسو وکړئ چې زه خو هیڅ دې خبرو ته ځکه خوشبین نه یم چې طالبان په وینې تویدنې عادت شوی او که د سولې خبرې بریالۍ هم شی، طالب قومندانان به یې سولې سره یو ځآی نه شی او جګړې او تاوتریخوالی ته به دوام ورکړی.

پآی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا