خبر و دیدگاه

وضعیت به ښه کیږی؛ نړیوال له افغانستانه د ملاتړقوی هوډ لری

 

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ډیرو سره دا اندیښنه وی چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه به د لوژستکی، روزنیز، اکمالاتی او هوایی برخو کې له ستونزو سره مخ شی، خو دا اندیښنې ځکه بې ځایه دی چې افغان حکومت له بیلابیلو هېوادونو سره هوکړې لری او په دې برخه کې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره کار کوی.

تازه د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له دفاع وزیر سره یوه هوکړه لاسلیک کړې په په اساس به یې قزاقستان د مشترک تمرینونو، روغتیایی همکاریو، د تجهیزاتو ترمیم، لوژستیکی او فنی ملاتړ، د جګړې روزنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامی اطلاعات ، هغه موضوعات دی چې په دې هوکړه کې شامل دی.

دا یواځې قزاقستان نه دی چې افغان حکومت ورسره نظامی برخه کې هوکړه لری، له امریکا سره امنیتی هوکړه لیک شته، د دې سربیره له امریکا سره ستراتیژیک هوکړه لیک شته دی چې له مخې به یې امریکا له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره بیلابیلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوی.

 

د امریکا د ملاتړ د دوام ژمنه

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ویستلو اعلان وکړ، ورسره یو ځای یې له افغان ځواکونو سره د دوامداره همکاریو او مرستو ژمنه بیا تازه کړه او ډاډ یې وښود چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ کوی.

امریکایی ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې له افغانستان څخه په بشپړ ډول وځی، خو دا په دې مانا نه ده چې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره به د دې هېواد هر ډول همکاری پای مومی، په دې برخه کې هوکړې او ژمنې شته چې عملی کیږی او دوام به پیدا کوی.

له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون کې هم واضح دی چې امریکا به د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره همکاریو ته دوام ورکوی او یواځې پوځی حضور به افغانستان کې پای ته رسوی.

امریکا ځکه د افغان ځواکونو دوامداره همکاری غواړی چې په افغانستان کې د طالبانو سربیره نورې ترهګرې ډلې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ دی او امریکا غواړی چې دا ګواښ په افغانستان کې له منځه لاړ شی او یا ورسره دوامداره مبارزه وشی.

افغانستان کې طالبانو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د فعالیت بستر برابر کړی او افغان ځواکونه دی چې د سیمې او نړۍ په نماینده ګۍ هم له دې ترهګرو ډلو سره مبارزه کوی، په دې مانا چې بهرنی ترهګر په افغانستان کې یواځې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم لوی خطر دی.

امریکا تر ۲۰۲۴ کال پورې بیلابیلو برخو کې مرستې اعلان کړی او نظامی برخه کې یې اوس هم مرستې دوام لری او ډآډ شته چې د دې مرستو موده اوږدمهاله شی.

 

ناټو غړو هېوادونو ژمنه

تازه په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو غونډه وه چې له افغانستان سره بیا پکې ژمنې تازه شوی او اندیښنه ښودل شوې، که افغانستان څخه ټول هېوادونه لاس واخلی، یواځې ځان به باندې مشکل شی چې وضعیت کنټرول شی.

د ناټو غړو هېوادونو استازو په ښکاره ویلی چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ سوله او ثبات دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې هر هېواد خپل مسوولیت ادا او له ترهګرۍ سره دوامداره مبارزه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره مرستې وکړی.

افغان حکومت د ناټو غړو هېوادونو سره هم هوکړې لری او د هغوی ژمنې یې ترلاسه کړې چې که پوځی حضور یې پای ته رسیږی، مرستې یې نه بندیږی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به یې د تجهیزاتو، روزنې او نورو برخو کې مرستې دوام پیدا کړی.

افغانستان اوږمهاله جګړې سخت ځپلی دی، نو ځکه د نړیوالو مرستې ته اړتیا لری، دا د وضعیت یو اړخ دی، بل اړخ دا دی چې افغانستان د یو شمېر هېوادونو د نیابتی جګړې مرکز باندې بدل شوی او ترهګرې ډلې له دې وضعیت څخه داسې استفاده کوی چې د ټولو په زیان دی.

یو څه چې ډیر ډاډ شته، هغه دا دی چې بهرنی ځواکونه د خپل امنیت او شل کلن مزل د دوام لپاره افغانستان یواځې نه پریږدی او هغه اندیښنې بې ځایه دی چې ګنې که بهرنی ځواکونه ووتل، افغانستان نظام سقوط کوی او ترهګر به یو ځل بیا افغانستان کې واکمن شی.

 

د افغان حکومت لیدلوری

وروسته له هغې چې د بهرنیو ځواکونو وتل په داسې وضعیت کې یقینی شول چې افغانستان کې د تاوتریخوالی ګراف تر بل هر وخت لوړ دی، افغان حکومت بدیلو لارو په فکر کې شو او په دې تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه وشول چې څنګه کیدلی شی، د سیمې همکاری راجلب او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره وضعیت لا ډیر خراب نه شی.

افغان حکومت په سیمې کې ملګری پیدا کړی چې کولی شی، د ترهګرو له ستر ګواښ څه پرې ځان وژغوری او په دې برخه کې له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې شوی او د ځینو هېوادونو مرستې راجلب شوی دی.

د دې تر څنګ له امریکا سره د اړیکو نوی فصل هم پرانیستل شوی چې کولی شی، افغانستان ته په اوږدمهال کې ډیرې ګټې او لاس ته راوړنې راوړی، د اړیکو دا فصل د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پیل کیږی او افغان حکومت دې فصل ته د فرصت په توګه ګوری چې ښه یې مدیریت او ګټه ترې پورته کړی.

افغان حکومت بهرنی سیاست او پالیسیو باندې هم بیا کتنه کړې او کوی یې چې څنګه کیدلی شی، په سیمه کې خپل متحدین لا ډیر باوری کړی چې افغانستان کې هر ډول همکاری د دوی لپاره د اقتصادی ودې یو فصل دی.

افغان حکومت په سیمه کې ملګرو هېوادونو ته ضرورت لری او دا ضرورت وروسته له هغې ډیر شو چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه وځی او امریکا په افغانستان کې پوځې حضور پای ته رسوی.

تیرو کلونو کې د افغان حکومت لویه برخه تکیه پر امریکا وه، اوس چې امریکا خپله پښه له افغانستان څخه لنډوی، افغان حکومت کار کوی چې د نورو هېوادونو کوربتوب او میلمه پالنه وکړی چې ګډ ګواښونه له منځه یوسی او له ګډو فرصتونو څخه په پوره شکل باندې ګټه پورته کړی.

 

د خطر او ډاډ لپاره همکاری

د سیمې او نړۍ هېوادونو مرستې د دې لپاره دی چې خطر دفع او ډاډ رامنځ ته کړی، ځکه افغانستان د اسیا څلور لارې ده او زیات شمېر هېوادونو ګټې په جګړه کې خطر کې دی او سوله او ثبات کې خوندی دی.

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره او دغه راز افغان حکومت سره دوامداره مرستې وکړی، نو دا د دوی لپاره ډاډ دی چې خطرونه دفع شی او دوی ته ډاډ ترلاسه شی.

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغانان یواځې پریږدی، ښکاره ده چې د دې هېوادونو ګټې هم له خطر سره مخ کیږی او تر څنګ یې د ترهګرۍ له اړخه بل شوی او یا بلیدونکی اور به دوی هم وسوځوی.

نو ځینو مواردو کې د سیمې هېوادونه د لوی خطر د دفع کولو لپاره اړتیا لری چې مرسته وکړی او افغانستان کې هغه چاته موقع ور نه کړی چې دا خاوره یې پخوا د ترهګرو په ځاله بدله کړې او یو ځل بیا یې بدله کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا