خانه » خبر و دیدگاه » د خپلو ګټو لپاره له دین استفاده

د خپلو ګټو لپاره له دین استفاده

سید عبدالله پاچا

 

پاکستان خپله بقا د سخت دریځو ډلو روزلو او مذهبی ګوندونو رامنځ ته کولو کې ګوری او د همدې لپاره یې زیاته پانګونه کړې چې ټولې نړۍ ته مالومه ده.

پاکستان اسلام د ځان تابع کړی دی

پاکستان اسلام د ملی ګټو لپاره کاروی او د پاک سرزمین شاد باد تر عنوان لاندې چې هر ډول ګټې وې، که اسلام یې اجازه هم نه ورکوی، دوی هغه کار کوی او د دې لپآره مذهبی ټکټ هم کاروی.

تاسو وګورئ، چې پاکستان حکومت زنا ته جواز ورکړی او له دې درکه ټکس او مالیه هم ټولوی، دا کوم پټ کار نه دی بلکې ځانګړې اډې او مرکزونه یې شته چې د هیچا له سترګو پټ نه دی.

دا کار په اسلام کې ناروا دی، خو دا چې پاکستان حکومت یې د خپلو خلکو لپاره اړتیا او د عوایدو لپاره یوه کوچنۍ منبع یادوی، هیڅوک دا جرت نه لری چې د فحشاخانو پرضد باندې غږ پورته کړی.

تاسو به لیدلی وی چې پاکستان کې سینماګانو باندې لوڅ یا سکس فلمونه چلیږی چې اسلام یې هیڅ اجازه نه ورکوی، خو دا چې حکومت یې جواز ورکړی، هیڅ مدرسه او هیڅ ملا نه شی کولی پر خلاف یې غږ پورته کړی.

تاسو ولیدل چې پاکستان حکومت پر افغانستان له برید وروسته یو شمېر طالبان امریکایانو باندې خرڅ کړل او لوڅ یې امریکایانو ته د پیسو په بدل کې وسپارل، هیچا اعتراض و نه کړ چې پاکستان ولې یو مسلمان په امریکا باندې خرڅ کړ.

طالبان د پاکستان لاسپوڅی و، او د طالبانو حکومت د پاکستان په دستور باندې مخ ته روان و، خو کله چې ولیدل شول چې د طالبانو نه ملاتړ کې ګټه ده، همغه طالبان چې د ای ایس ای مرکزونو کې به پراته و، پوځ او استخباراتو ته به یې د لمانځه جمع ورکولې، امریکا ته وسپارل او کلونه یې ګوانتنامو زندان کې تیر کړل.

دا هر څه د پاکستان د ملی ګټو لپاره دی، اسلام یواځې د سپر په توګه کاروی او هغه ځای چې د اسلام موضوع وی، دوی یې رامخ ته کوی او هغه ځای چې ملی ګټې او اسلام ټکر کې راځی، بیا ملی ګټو ته لومړیتوب ورکوی او اسلام شاته اچوی، داسې یې شاته اچوی چې هیڅوک د دې جرت نه لری چې په مقابل کې یې خبره وکړی.

کله چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو ریژیم ړنګ کړ، د پاکستان پوځ او استخباراتو په دې ګرمه لوبه کې پیسې او امکانات ترلاسه کړل، له هغې وروسته یې بیا طالبان منظم کړل چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروی.

پاکستان حکومت افراطی ډلې او مذهبی ګوندونو ته مسوولیت ورکړ چې افغانستان کې د جهاد او جګړې لپاره جلب و جذب پیل کړی او دا لړۍ په دې پلمه پیل شوه چې افغانستان باندې بهرنیانو یرغمل کړی او د اشغال پرضد جهاد لپاره خلک هڅول کیدل.

خو له دې سره یو ځای پاکستان دوه لارې وهلې.

له یوې خوا یې مذهبی او افراطی ډلې په افغانستان کې د جګړې لپاره منظم کولې او له بلې خوا یې امریکا او ناټو سره هوکړه وکړه چې افغانستان ته نظامی تجهیزات د پاکستان له لارې یوسی او په دې برخه کې ورته پاکستان د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تاسو به نه تراوسه کوم خبر نه وی اوریدلی چې تیر شل کلونو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتی کاروانونو باندې برید شوی وی، دا کاروانونه له داسې سیمو راتیریدل چې هلته به د افغانستان د جګړې لپاره وسله وال روزل کیدل او منظم کیدل.

خو دې کاروانونو ته ځکه چا څه نه شو ویلی چې د پاکستان ګټې پکې وې، خو همدا کاروانونه به چې له تورخم تېر شول، بیا به همغو ډلو پرې برید کو چې پاکستان به روزلی و، د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې به یې د برید اجازه نه ورکوله، خو د افغانستان خاوره کې مجبور و چې بریدونه وکړی.

دلته د پاکستان د اسلام او ملی ګټو موضوع ډیره جالبه ده

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کې پاکستان له طالبانو سره و، خو همدې بهرنیو ځواکونو ته تجهیزات او اکمالات د پآکستان له لارې کیدل او پاکستان هر ډول همکاری کوله.

پاکستان ته دلته اسلام مهم نه و، ملی ګټې یې وې، افغانستان کې د جګړې دوام د اسلام تر نامه لاندې د پاکستان د ملی ګټو لپاره حیاتې پروژه وه او تر څنګ یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د تجهیزاتو اکمالات هم د پاکستان لپاره حیاتی وه او له دې درکه یې اړیکې پراخیدلې او پیسې یې پیدا کولې.

پاکستان کلونه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړ، تاوتریخوالی یې وکړ او له دې درکه یې له نړیوالو استخباراتو پیسې ترلاسه کړې او طالبان یې ډیر کله په یو او بل هېواد باندې لکه د مندوی څاروی وپلورل، د دې تر څنګ یې په طالبانو باندې افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیکې ګټې هم تعقیب او تطبیق کړې.

اوس چې له افغانستان څخه بهرنی ځواکونه ووتل او د جګړې پلمه هم له منځه لاړه، د پاکستان استخباراتی ملایان چې طالبان یې په کنترول کې دی، افغانستان کې د اسلامی نظام غوښتنه کوی.

همدا ملایان چې طالبانو باندې نفوذ لری او په افغانستان کې طالبان د اسلامی نظام رامنځ ته کیدو ته هڅوی، همدا ملایان په پاکستان کې جمهوری نظام غواړی، ملاتړ یې کوی او هر ډول همکاری ورسره کوی.

لامل دا دی چې د پاکستان حکومت اسلام د ځان تابع کړی او هغه کسان او ډلې چې د اسلام داعیان دی، د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دی او هر هغه څه چې استخبارات یې غواړی، دا ملایان یې ورته کوی.

کنه څنګه یو ملا په خپل ملک کې له جمهوریت ملاتړ کوی، خو بل وطن کې د جمهوریت پرضد د اسلامی نظام غوښتنه کوی، دا د پاکستان یو هنر بللی شو چې اسلام یې د ملی ګټو لپاره کارولی او د اسلام افراطی پیروان لکه روباټونه ورپسې دی او کارول کیږی.

دیدگاهتان را ثبت کنید

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد

Copyright © Jawedan.com