خبر و دیدگاه

د هلمند د وروستی برید اصلی مسؤل څوک دی؟‎

 

 

تازه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ یخچال سیمه کې د طالبانو پر هغې ډلې برید شوی چې د یو پوځی مرکز د چور کولو لپاره ورغلی و.

یخچال سیمه کې د پوځ یو مرکز څخه پوځیان وتلی و، ځینې وسایل پکې پاتې و چې طالبانو غوښتل چور یې کړی .

طالبانو د دې چور کولو او د ځان خوندی ساتلو لپآره ملکی وګړی هم په دې پلمه له ځان سره وړی و چې برخه به ورکړی.

کله چې طالبان دې سیمې ته ورغلی او د پوځی مرکز په چور کولو یې لاس پورې کړی، افغان ځواکونو پرې برید کړی چې ۲۰ طالبان پکې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دی.

طالبانو د خپلې غلا د پټولو او خلکو راپارولو لپاره عکسونه خپاره کړل چې وژل شوی ټول ملکی وګړی دی او د دوی کسان پکې نشته.

خو وروسته ښکاره شوه چې د سیمې خلکو په اعترافونو کې وویل چې طالبانو خلکو ته ویلی و چې پوځ مرکز چور کړئ، غنیمت دی او کله چې د طالبانو له لوری چور تالان ګډ شو، هوایی برید پرې وشو.

په دې برید کې ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده، هغه ملکی وګړی چې طالبانو په لالچ باندې له ځان سره ملګری کړی و، په دې برید کې زیانمن شوی دی.

خو طالبانو ته په دې برید کې سخته درنه مرګ ژوبله اووښتې او د دې مرګ ژوبلې د پټولو لپاره یې د ملکی وګړو یو څو تصویرونه خواله رسنیو کې خپاره کړل.

عام خلک باید خبر وی چې له طالبانو سره همکاری و نه کړی، طالب سره همکاری د افغان حکومت د دښمنۍ په مانا ده او د طالبانو په لیکو او څنګ کې ګرځیدل، حتما د مرګ سبب کیږی.

خلک باید پوه وی چې طالب هر ځای کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو تر څار لاندې دی او هر ځای چې پرې واره برابره شوه، ګوزار پرې کیږی.

طالب جګړه د مادیانو لپاره کوی، که د جګړې له درکه ورته پیسې او ښه ژوند نه برابریدلی، یوه ورځ یې هم جګړه نه کوله.

د طالب جګړه د مواد مخدر، کانونو چور کولو، باج اخیستلو، انسان تښتونو او بهرنیو استخباراتو څخه د خلکوپه وینو تویولو پیسې اخلی او په همدې یې ژوند روان کړی دی.

نو پکار ده چې هر څومره کیدلی شی، له طالبانو فاصله واخلئ او هیڅ ورسره همکاری مه کوئ او مه یې څنګ کې ګرځئ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا