خبر و دیدگاه

طالبان په ډاګه په پاکستان چندې کوی

 

د اختر په ورځو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې، په ښارونو، مدرسو او نورو عامه ځایونو کې یو څو کسانو چې طالبانو ته منسوب دی، د چندې لپاره څادرونه غوړولی او له خلکو د افغانستان د جګړې لپاره چندې غواړی او خلک جهاد!؟ ته هڅوی.

پاکستان استخبارات له دې دوه هدفونه لری

لومړی هدف دا دی چې وښیی په افغانستان کې جګړه د پاکستان په مالی مرسته نه بلکې د خلکو په چندو مخ ته ځی، په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه د چندو جګړه نه ده چې پرې وشی.

د چندو له سیمو ویډیوګانو کې ښکاری چې ځینې خلک هیڅ چنده نه ورکوی او ځینې خلک لس او شل کلدارې ورکوی چې د چنده راټولونکو د لارې کرایه هم نه کیږی.

په دې سره د طالبانو لپاره هم یو سپیناوی شته چې خلکو ته فریب ورکړی چې د افغانستان جګړه د ولسونو په چندو روانه ده او هیڅ استخباراتی او بهرنی ډونر نه لری.

د چندو تر څنګ یو بل لوی هدف دا دی چې د جهاد په تړاو فریبانه بیانونه کوی، د ایات او حدیث ناسم تفسیر کوی او خلکو ته د افغانستان په تړاو ناسم مالومات ورکوی چې ګنې افغانستان کې جګړه جهاد دی.

په داسې حال کې اوس ټولو ته واضح ده چې په افغانستان کې تر پاکستان حکومت اسلامی او خلک یې کلک مسلمانان دی، پاکستان کې چې څومره بې دینی او فحشا ده، د نړۍ په هیڅ هېواد کې نشته، خو دا چې پاکستان مدرسې او دینې عالمان د استخباراتو په کنټرول کې دی، یوه خبره هم د پاکستان د ګټو خلاف نه شی کولی.

افغانستان کې بدبختی دا ده چې ځینې علماء او ملایان د پآکستانی استخباراتو تر تبلیغاتو او اغیز لاندې راغلی او د پاکستان د ټولو حرکتونو پروړاندې یا چوپ دی او یا د هغوی نظریه دلته پیچکاری کوی.

خو پاکستان مدرسو او عامه ځایونو کې یو ښکاره پیغام دا دی چې د افغانستان جګړه کې د پاکستان همکاری ډیره ده او دا همکاری پټه پنا نه بلکې ښکاره ده، کنه لږ تر لږه د پآکستان حکومت کولی شی چې دا خلک وپوښتی چې په کوم صلاحیت او کوم جرات باندې د افغانستان د جګړې لپاره پیسې ټولوی.

یو بل پیغام له دې دا کیدلی شی چې پاکستان غواړی، ثابته کړی چې دوی داسې کسانو ته هم خپله خاوره کې اجازه ورکوی او زمینه ورته برابروی چې د افغانستان د جګړې لپاره ښکاره تبلیغ کوی او پیسې ټولوی.

اوس وخت کې پخوانی سره پرتله شی، وضعیت ډیر تغیر کړی دی، نه خلک د جهاد په نوم چندې ورکوی او نه هم خلک د فریبکاره مذهبی کسانو په تبلیغاتو تیر وځی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا