خبر و دیدگاه

د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه

په هیواد کې  د وروستیو خونړیو پیښو په ځانګړی توګه په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځی باندې د خونړی برید په اړه

(هر هغه څوک چې یو کس پرته له کوم جرم څخه په قتل رسوی دهغه سزا آبدی جهنم دی).

له هر څه د مخه د کابل ښار د دشت برچې اړوند سیمه کې د سیدالشهدا د ښوونځی پر زده کوونکو باندې  د خونړی پیښی شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښی عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړی.

د هیواد او ولس دښمنانو لخوا بیا هم د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلامیت او انسانیت پر خلاف یو نه بښوونکی جنایت تر شوو، چې انسان یې د ویلو لپاره هیڅ ډول الفاظ نشی برابرول، ځکه چې په کوم دین او آیین کې د ښوونځیو پر زده کوونکو هغه هم پر معصومو انجونوباندې، په کوم دین کې پر هغو مسلمانانو چې د تراویح د لمانځه پر اداکولو سره یې د خپل رب فریضه ادا کوی، په کوم دین کې پر هغو ځوانانو چې د کانکور د آزموینی هوډ یې درلود، په کوم دین کې پر جوماتونو، دینی عالمانو او ….  بریدونه روا دې؟؟؟  هغه هم د روژې په مبارک میاشت کې چې د رحمت، مغفرت او د جهنم له اور څخه د خلاصون میاشت ده، هغه میاشت چې قرآن اعظیم الشان په کې نازل شوی، آیا د دغو پیښو عاملین او هغه باداران یې چې دوی دغه غیر اسلامی اعمالو ته هڅوی الله تعالی ته څه ځواب لری؟ معلومه ده چې نه یې لری.

درنو او متدینو هیواوالو: له بلې خوا دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نراو ښځینه مسلمان باندې فرض  ګرځولی،(طَلَبُ العِلمِ فَریضَهٌ عَلى کُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَهٍ (متفق علیه).

خو له بده مرغه چې  له اوږدې مودې راهیسی او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه  په ناوړې ګټی پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولی  چې کله مو ښوونځی راسوځوی، کله یې  په بمونو الوځوی،  کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړی، کله مو نازولی زده کوونکی را مسموموی، کله مو ښوونکی او  زده کوونکی ګواښوی او حتی په شهادت یې رسوی،

نو مونږ علما د خپل دینی مسوولیت له مخې د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه په کلکه غندو او د دوی د هر ډول ظلم او ستم پر وړاندې ولاړ او نه پریږدو چې د اسلام او انسانیت دغه ترهګری ډلی زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې  خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږی.

د افغانستان د متحدو علماوو شورا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا