خبر و دیدگاه

طالبان د زور له لارې واک ته رسیدای شی؟

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په تازه څرګندونو کې د امریکا کانګرس ته ډاډ ورکړی چې د جمهوریت ساتونکی امنیتی ځواکونه اوس د دې وړتیا لری چې د طالبانو تر څنګ نورو ترهګرو ډلو ته هم سختې ماتې ورکړی.

خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام ویلی چې که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د حکومت د سقوط لپاره زور وکاروی نو د جمهوریت د ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره به مخ شی.

هغه طالبانو ته ور په یاد کړې چې که د زور له لارې واک ته د رسیدو هڅه وکړی، نو د امریکا له سختو بندیزونو او سیمې هېوادونو له سختو فشارونو سره به مخ شی، ځکه د سیمې هېوادونه او امریکا نه غواړی چې بیا د طالبانو د نویمو کلونو نظام راشی.

د خلیلزاد د دې څرګندونو په تحلیل سره ویلی شو چې اوس د سیمې هېوادونو او نړۍ دا درک کړې چې افغانستان پیاوړی امنیتی او دفاعی ځواکونه لری او هیڅکله دې دښمن هڅه نه کوی چې د افغانستان اسلامی جمهوری نظام دې ړنګ کړی او پر ځای دې کوم نظام چې هیڅ ولسونو ته د منلو نه وی، راشی.

افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو اوس پوره وړتیا پیدا کړې، په ځان تکیه شوی او له ۲۰۱۴ کال وروسته تر دې دمه یې ثابته کړې چې هیڅ ځواک به د دوی پروړاندې مقاومت و نه کړی.

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره هیڅ اندیښنې نشته، تاسو د خپلو ځواکونو مورال وګورئ، تاسو د خپلو ځواکونو ځانګړی عملیات او جبهه یی جګړې وګورئ، درته مالومیږی چې دا ځواکونه اوس څومره وړتیاوې او ځواک لری.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه امنیتی او دفاعی چارې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، هغه وخت هم دا اندیښنې وې او دا اندیښنې هغه خلک ایجادوی چې یا له بهرنیو استخباراتو پیسې اخلی او یا پرې حکومت امتیازات بند کړی وی.

تاسو اوس هم وګورئ چې ولس په خپلو ځواکونو باور لری، دا ځکه چې ولس له خپلو ځواکونو سره ولاړ دی او همکاری ورسره کوی، یواځې هغه کسان اندیښنې ایجادوی چې خپلې شخصی ګټې یې په حکومت کې خوندی نه دی.

دوی ته هم باید ور په یاد شی، که د طالبانو نظام راشی، دوی ولا که دلته شپه وشی، دوی یواځې عقدې اخیستې او د همدې عقدې له مخې خپل ناسم تحلیلونه کوی چې خلکو تشویش ایجاد کړی.

په خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه د سیمې په کچه زړه ورتیا او تجربې لری او کولی شی چې د طالبانو تر څنګ ټولو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړی.

طالب چې په تیرو شل کلونو کې یو ولایت او ولسوالۍ باندې واکمن نه شو، نو راتلونکی کلونه به څه توان ولری، تراوسه طالب تمرکز په ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو باندې دی او د دې وړتیا نه لری چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا