خبر و دیدگاه

په افغانستان کې د ای ایس ای تګ را تګ

 

د راپورونو په اساس تازه د پاکستان د استخباراتو یو شمېر مامورین له ډیورنډ کرښې تېر شوی، کونړ ولایت کې یې له طالب قومندانان سره لیدلی او هغوی ته یې ځینې سپارښتنې کړی دی.

دا لیدنې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوی، د پاکستان د استخباراتو مامورین څو ورځې تم شوی، طالبانو ساتلی او هغوی ته یې ځینې نظامی مشورې او دستورونه ورکړی چې باید عملی یې کړی.

کونړ کې له طالبانو سره ژمنه شوې چې هر ډول امکانات ورته پاکستان برابروی خو په بدل کې به یې طالبان هر هغه کار کوی چې پاکستان استخبارات یې ورته لارښوونه وکړی.

طالب چې د جګړې کرایی قاتل دی د پاکستان استخباراتو سره ټولې مادې منلی او ورته یې ویلې چې تاسو یواځې پیسې او تجهیزات ورسوئ، موږ ستاسو د ګټو لپاره کونړ او شاوخوا سیمو کې جګړې کوو.

دا د عمر او وقاص باجوړی کیسه ده چې رسوا شوې ده، دا دواړه د پاکستان د استخباراتو مامورین دی چې تازه یې کونړ ولایت ته سفر کړی دی، تر دې وړاندې هم په کراتو کراتو د طالبانو په همکارۍ د پاکستان پوځ او استخباراتو کسان افغانستان ته راغلی او دلته یې له نږدې طالب قومندانانو سره لیدنې کړی او ځینې دستورونه یې ورکړی دی.

طالب ته که د پاکستان ملیشې وویل شی، هیڅ بد نوم نه دی، ځکه دا ډله له پاکستان پیسې اخلی او مقابل کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوی.

کونړ اوس نسبی امن شوی دی، ځایی خلکو له افغان ځواکونو سره همکاری وکړه او خپل ولایت یې امن کړ، خو طالب د دې ولایت له غرنیو سیمو ګټه اخلی او یو ځل بیا غواړی چې خپله د نفوذ ساحه پراخه کړی او زیاته ګډوډی وکړی.

اوس هم خلک حاضر دی چې د طالبانو مقابل کې له خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره ودریږی، خلکو وسله هم اخیستې او طالب یې په مخه کړی دی، خو طالب به خپل تاکتیکونه کاروی چې څنګه د پاکستان امرونه پر ځای او د استخباراتو دستورونه پر ځای کړی چې پیسې ترلاسه کړی.

طالبانو سیمه ییز قومندانان اوس هر یو له پاکستانی استخباراتو سره مستقیمې اړیکې ساتی او ځینو مواردو کې یې مشران خبر هم نه وی، دوی له پاکستان سره ډیل کړی وی.

پاکستان هم همداسې غوښتل او غواړی چې د هرې سیمې طالب قومندان سره یې مستقیمې اړیکې وی.

دا د پاکستان لپاره ګټه کوی چې د طالبانو د تګلارې خلاف ځینې کارونه هم وکړی چې استخدام شوی قومندانانو ته د پیسو په بدل کې ځینې هدفونه ورکوی او هغوی یې پوره کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا