خبر و دیدگاه

د روسیې، پاکستان، طالبان او حقانی شبکې مشترکه غوڼده

تازه راپورنه دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مشاورین او نظامی کسانو یې پیښور ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو او حقانی شبکې له مشرانو سره د ای ایس ای په منګړتوب لیدلی دی.

د دې لیدنې اصلی هدف دا ښودل شوی چې طالبان او حقانی شبکه به روسیې ته تضمین خط ورکوی چې له افغانستان څخه به روسیې ته هیڅ ډول ګواښ نه پیښیږی، دا ګواښ به نه د طالبانو له لوری وی او نه د حقانی شبکې له لوری.

دغه راز روسیه به طالبانو او حقانی شبکې ته پیسې او تجهیزات ورکوی چې د روسیې په استازیتوب باندې افغانستان کې له داعش ډلې سره جګړه وکړی او دې جګړه کې به یواځې د روسیې هدفونه ترلاسه کوی.

دا ناسته چې تازه د پیښور ښار کې د طالبانو او حقانی شبکې له مشرانو سره شوې، پایله دا شوې چې تضمین خط اخیستل شوی او د پاکستان استخباراتو د طالبانو او حقانی شبکې ضمانت روسیې ته کړی دی.

د پاکستان استخباراتو ګټه په دې ناسته او دې تضمین کې دا ده چې روسیه به ځینې جنګی وسایل پاکستان ته ورکوی او نظامی ټکنالوجۍ کې به همکاری ورسره کوی.

طالب چې هر ځای په توان پوره وی، د افغانستان او افغانانو په سر سودا کوی، دا یو مورد دی چې ډاګیز شوی دی، تر دې وړاندې طالب له هر چا سره د افغانانو پر سر سودا کړې چې د طالب ګټه پکې وی.

طالب چې د افغانستان د جګړې امکانات له بې دینه هېوادونو څخه اخلی، بیا دې جګړې ته د جهاد نوم ورکوی او د اشغال پرضد جګړه یې بولی او خلکو ته ښیی چې دوی د اسلامی حاکمیت لپاره جګړه کوی.

طالبانو کلونه دا ډول معاملې کړی او بیا یې په مقابل کې خپل افغانان قربانی کړی او خپل وطن یې وران کړی دی.

طالب د جګړې کرایی قاتلین دی چې هر چا ډیرې پیسې ورکړې، له هم هغوی سره کار کوی او که چا پیسې ور نه کړې، هیڅ کار ورته نه کوی.

طالب ته نه خپل هېواد، نه خلک او نه خپله کورنۍ اهمیت لری، طالب ته یواځې شخصی ګټې مهمې دی، او که د دې ګټو په بدل کې هر څومره ویجاړی کیده او هر څومره افغانان قربانی کیدل، طالب یې کیسه کې نه دی.

خو ای کاش

چې طالب خو دا هر څه د اسلام په نوم نه کولی، څنګه کیدلی شی چې له بې دینه هېوادونو امکانات او پیسې واخله او بیا پرې خپل افغان وژنه، ایا دا انسانیت دی، ایا دا اسلامیت دی، ایا دا افغانیت دی؟

ای کاش

چې یو شمېر جاهله افغانان د طالبانو په دې پروژو باندې خبر وی او نور یې له طالب سره وسله ایښی وی او خپل عادی ژوند یې کړی وی.

طالب معامله ګر و، معامله ګر دی او معامله ګر به وی، تر هغې چې جګړه کې د طالب ګټې وی، تر هغې به سوله نه وی او جګړه به دوام پیدا کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا