خبر و دیدگاه

سولې ته طالب تر ټولو ستر خنډ دی

 

طالبانو په ښکاره اعلان وکړ چې د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوی او شاید هیڅ کنفرانس کې ګډون و نه کړی.

د ترکیې کنفرانس ممکن بیخی و نه شی، ځکه کله چې طالبان دې کنفرانس کې ګډون نه کوی، نو د ترسره کیدو ضرورت یې نه پاتې کیږی، ځکه طالبان وایی چې تر څو بهرنیان افغانستان کې وی، دوی هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوی.

که طالبان د ترکیې کنفرانس کې ګډون هم و نه کړی، امریکایان دا کنفرانس جوړوی، طالبان په تمه دی چې لومړی دې د دوحې تړون عملی شی، بهرنی ځواکونه دې له افغانستان ووځی، بیا به دوی بین الافغانی تفاهم ته داخلیږی.

خو طالبانو سره افغان لوری یا افغان حکومت د سولې خبرو کې ډیر مخکې لاړ، زندانیان یې ورته خوشې کړل، اوربند وړاندیز یې وکړ او د خبرو لپاره یې پلاوی وټاکه، خو طالبانو مقابل کې هیڅ و نه کړل.

طالبان د ترکیې کنفرانس او د افغانستان د شخړې مهم برخه ده، نو کله چې طالبان په دې کنفرانس کې ګډون نه کوی، نو له دې کنفرانس هم څه تمه نه شی کیدلی چې کومه نتیجه ترې ترلاسه شی، د طالبانو نه ګډون به د افغانستان د سولې په پروسه یو ډیر لوی ګوزار وی، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښکاره خبره ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شدت پیدا کوی او بحران رامنځ ته کولی شی، نو دا معقوله تګلاره نه ده چې طالبان دې کنفرانس کې له ګډون انکار کوی.

د سولې په تړاو کنفرانسونو کې د طالبانو نه ګډون ښکاره خبره ده چې د کنفرانسونو نتایج سر له اوسه تر سوال لاندې راولی، طرفونه باید ټول کنفرانسونو کې حضور ولری او طالبان د جګړې یو لوی اړخ دی او د سولې په تړاو هر کنفرانس کې باید حضور ولری، او که طالبان داسې تیښته کوی، نو ښکاره ده چې د جګړې اړخ قوی کیږی او د سولې پروسې پروړاندې خنډونه راپورته کیږی.

که طالبان داسې له ټولو کنفرانسونو تیښته کوی او جګړې باندې تمرکز کوی، دا په ښکاره له افغانانو او نړیوالو سره د جګړې اعلان دی.

افغانستان کې تجربو ښودلې چې هیڅوک د زور له لارې واک ته نه شی رسیدلی او که واک ته ورسیږی، نو دوام نه شی ورکولی.

ښه خبره دا ده چې جګړه د سولې او تفاهم له لارې له منځه لاړه شی او یو دایمی ثبات لپاره ښکیل اړخونه سره کینی او نور جګړه پای ته ورسیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا