خبر و دیدگاه

ولی د خلک له احساساتو نه ناوړه استفاده کوی؟

 

طالبانو کلونه جګړه د خلکو له کورونو او کلیو وکړه، له همدې کبله جګړې دوام زیات وکړ او طالبانو په خپلو سیمو کې زیات تلفات ملکی خلکو ته اړولی دی.

تاسو به عکسونه لیدلی وی چې طالبانو د خلکو کورونو کې سنګرونه جوړ کړی او له همغه ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوی.

کله چې افغان ځواکونه د طالبانو په مرکزونو چې کورونو او کلیو کې دی، برید وکړی، طالب د خپلو تبلیغاتو لپاره چاودنې کوی، هرې خوا پاشلې ډزې کوی چې ملکی کسانو ته مرګ ژوبله واوړی او بیا یې مسوولیت پر افغان ځواکونو واچوی.

که افغان ځواکونو د ملکی وګړو تلفاتو مخنیوی ته جدی نظر نه کولی، نو هره ورځ به هره سیمه کې د طالبانو د مړو هدیرې جوړیدلی.

خو دا چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلی، د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی او نه شی کولی چې په ډاډه زړه ازادانه عملیات وکړی.

افغان ځواکونه د خلکو د مال، ځان او ناموس ساتونکی دی، نو له همدې کبله هره سیمه کې احتیاط کوی چې عملیاتو کې ملکیان زیانمن نه شی.

برعکس طالبان بیا د افغان ځواکونو له دې انسانیت ناسمه ګټه پورته کوی، له کورنو پر افغان ځواکونو بریدونه کوی او بیا همدې کورونو کې پټیږی.

کله چې پر طالبانو په کلیو کې فشار راشی، محاصره شی او یا پرې ځانګړی عملیات وشی، بیا ښځو او ماشومانو باندې ډزې کوی او تصویرونه یې خواله رسنیو کې خپروی چې افغان ځواکونه پرې ملامت شی.

دا پیښې زیاتو سیمو کې تکرار شوی او زیات خلک د دې عینی شاهدان هم دی، په ځانګړی ډول هغه سیمې چې جګړه پکې دوام لری.

که طالب د خلکو له کورونو او کلیو د سنګر کار نه اخیستلی، یو کال هم جګړې دوام نه کو او طالبان به یا وژل کیدل او یا به زندانونو کې پراته و.

طالبان پوهیږی چې د خلکو حساسه نقطه همدا ده چې د ماشومانو او ښځو عکسونه خواله رسنیو ته پورته کړې او بیا ورسره ولیکی چې دا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د خلکو جهالت بیا دا دی چې په پټو سترګو د طالبانو دا تبلیغات منی او د دې پر ځای چې پلټنه وکړی ، پر تورن کس باندې لعنت وایی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا