له حکومت سره عقدې ځینې د ملی ګټو هم مخالف کړی
د خوست په تړاو د کرزی او پلویان د طالب پلوو څرګندونو په اړه په لاندې لیکنه کې ځینې موارد دی چې باید پرې فکر وشی، د هر افغان وژنه په هرنوم چې وی مردوده ده خو دا چې طالبان دې زرګونو افغانان وژنی، پلونه، سړکونه او عامه تاسیسات دې نړوی هیڅوک دې نه غندی خو که طالب څوک ووژل او انځورونه یی پر دولت ور تاوان کړل بیا دې له کرزی تر وردګ او زاخیلوال پورې هر سړی لګیا شی او غندنې دې کوی دا خیانت او د یوې ترهګرې ډلې ښکاره پلوی توب دی.
په خوست کې په صبریو کې ټالیبان سخت کلابند وو، د پاکستانی «ګوډ تالیبانو» د مشر ګلبهادر ډلې او حقانی شبکې ته ای اس ای ګډ ماموریت ورکړی وو چې د صبریو او سرحد ځینې سیمې ناامنه، پر وزیرستانی افغانانو کړۍ راتنګه اودوی اړ باسی چې له دې سیمې هم یا وتښتی او یا بیرته مقبوضه وزیرستان ته واوړی او بیا یی پاکستانی پوځ قتل عام کړی.
اوس چې ځانګړو ځواکونو د ځمکې اوهوا له لارې د پنجاب ملیشې کلابندې کړی له سیاستوال تر فیسبوک چلونکی پورې ډیر د ټالیب مبلغین جوړ شوی دی خو دوی هغه ورځ هیڅ نه لیکل چې ټالیب وحشیانو لکه غمی د ځاځیو ځوانان په لارو، دیرو او کروندو کې په شهادت رسول، په هغه ستم اډو منکر دی چې ټالیبان به په زوره د خلکو په کورونو ننوتل، خلک به یی ربړول،په لویو لارو کې به یی ماینونه خښول، کروندې او شنې سیمې له منځه تلې، له خلکو په زوره میلمه پالنه او ګرمې ډوډۍ ګانې غوښتل کیدې او هره ورځ به په سلګونو ځنګلی ونې پرې کیدې او پنجاب ته به قاچاق کیدې.
خوست کې نیول شوې وسلې، د ټالیبانو بیرغونه، سټلایټ ټلیفونونه،درنې وسلې، بوشکه ای ماینونه او نور جنګی وسایل ددې ښکاره ثبوت دی چې ټالیبانو په خوست کې څه نیت لاره.
په خوست کې په عملیاتو کې هیڅ دول ملکی مرګ ژوبله نشته او که وی هم لامل یی دادی چې ټالیب خرمرګی د خلکو په کورونو کې پټ دی، ددوی بوشکې په حجرو او دیرو کې پټې کړای شوی،له قصده ځینې کورونه ورانیږی، کلیوال په شهادت رسیږی او هڅه داده چې سخت کلابند شوی د ګلبهادر او حقانی شبکې پنجاب پلوې ملیشې ونه ځپل شی او لږ تر لږه د تیښتې لار ورته پرانیستل شی خو نه موږ باید دا سهوه هیڅکله ونکړو او هلته راغلی د پردیو په اشارو خوځیدونکی افراطی اشرار په پوره قوت وځپل شی اوس چې ټالیب هره آوازه خوروی او اذهان خرابوی د بیرته جوړیدا او مستند سازی لپاره وخت شته، رسنۍ او د بیان ازادی حاکمه ده چې کله سیمې له ترهګرو پاکې شوې د ټالیب او ګل بهادر ډلې پر ظلمونو به ډیر مستندونه جوړ شی او هغه وخت به پوی شئ چې رښتیا څه وو.
که رښتیا پر افغان وژنه مو زړه درد کوی راشئ چې ټول وغندو که د خوست فیک انځورونه او ویدیوګانې درته حقیقی ښکاری نن په کندهار کې د هغې مور په اړه مخالف سیاستوال او د کرزی د شرارت محور ولې څه نه وایی چې ټالیب وحشیانو حمل ته پر لاره مور په موټر کې شهیده او له زیږون مخکې یی زوی ورته په ګیډه کې ټپی کړ؟ ولې پر هغه غوربندی ځوان څه نه ویل کیږی یا لیکل کیږی چې ټالیب وحشیانو یوازې ددې لپاره شهید کړ چې ولې ملی بیرغ لیږدوې؟ ولې په خوست کې د ټالیب وحشیانو له لوری د چینار ځوانانو قتل عام، د حجرو، کروندو،ځنګلونو او ملکی کورونو پر برمته کیدو لیکل نه کیږی؟ که ټالیب نه وی د پوځی ځواک د کارولو اړتیا به څه وه؟ که ټالیب د خلکو کور نه وی برمته کړی ولې به ملکی مرګ ژوبله اوښته؟
په خوست کې هغه پلار چې وایی زوی او میرمن یې شهیدان شوی دا دوه افغانان د دولتی ځواکونو په مرمۍ نه دی لګیدلی دوی د هغه ټالیب خرمرګی د وحشیانه واسکټ ښکار شوی چې ده ته ور په تن شوی وو خو چې کله یی په کور کې د باندې د وتو هڅه یی کړې چاودنه یی کړې او یوه کورنۍ یی تباه کړې، هغه جنازې چې په ویدیو کې ښودل کیږی دا هغه مظلوم خوستیان دی چې د ټالیب په راکټی او قصدی ډزو کې په شهادت رسول شوی دی. اکثریت د ړنګو کورونه انځورونه چې نشریږی دا د خوست نه بلکه د وزیرستان هغه ړنګې مېنې دی چې پنجاب نړولی او ترې ژوندی پاتې وګړی په خوست کې د ګلان په کمپ کې شپې او ورځې سبا کوی او که یو نیم د خوست هم وی ټالیب ددې لپاره چې ځان وژغوری خپله په بمونو الوزولی دی ځکه ټالیب په بم خښولو او الوزولو کې کافی تجربه لری.
په خوست کې امن، سیاسی شعور او ولسی ویښتابه پنجاب ته د خطر زنګ وو اودی، نن په خوست کې له دې دومره ستونزو سره سره د جمهوریت په ننګه زرکسیزه غونډه پنجاب ولیده،پنجاب د خوست د درې میلیونو رایو کارول هم لیدلی وو، پنجاب د خوست د سمسورتیا لپاره د خوستوالو د زرغون حشر ولولې هم لیدلې وې، پنجابیانو دا هم درک کړې وه چې په خوست کې پیدا شوی جلال الدین حقانی او ډله یی په خوست کې هیڅ نفوذ نلری او پنجاب دا هم ولیدل چې څنګه ددوی د وحشت له امله له مقبوضه وزیرستان څخه په زرګونو بې کوره شوی وزیر او مسید په خوست کې آرام او هوسا ژوند لری.