خبر و دیدگاه

د افغانستان وضعیت کومې خوا ته روان دی

 

کله چې طالبان بهرنیانو ته ګواښ کوی، بیا یې زور له عام افغانانو وباسی، طالبان په دې کار سره غواړی چې خپل باداران خوشحاله کړی او افغانان قربانی کړی.

د بهرنیو سرتیرو د وتلو په تړاو باید ووایم چې نه وتل یې د دوحې تړون پورې اړه نه لری، د سرتیرو د وتلو شرط دا و چې طالبان به سولې ته غاړه ږدی، خو دوی تاوتریخوالی زیات کړ، بریدونه یې زیات کړل، ملکی وګړو ته یې زیان واړو، کندهار او هلمند کې یې علنی جګړې وکړی، طالبانو یو کال فرصت درلود، خو ګټه یې ترې پورته نه کړه او په جګړه یې تمرکز وکړ، طالبان د جګړې لپاره پلمې لټوی.

طالبان دې نور د جګړې د دوام لپاره پلمې نه کوی او را دې شی د جګړې پر ځای دې سوله وکړی، تاسو ولیدل چې وروستی اقدام د طالبانو دا و چې کندهار ارغنداب کې یې یو لوی پل والوځو، طالبان د افغانانو ګټو ته ژمن نه دی، بلکې د خپلو بادارانو ګټو ته ژمن دی.

که د ترکیې کنفرانس وی، لومړی باید اجنډا باندې بحث وشی چې د ترکیې له کنفرانس موږ څه لاس ته راوړلی شو، بیا به پلاوی باندې بحث کیږی چې طالبان کوم ډول پلاوی ترکیې ته لیږی، ایا هغسې پلاوی لیږی چې مسکو ته یې لیږلی و چې د سولې پر ځای یې جګړه باندې خبرې کولې، موږ نه پوهیږو چې طالبان د مسکو پلاوی لیږی او که بل پلاوی.

د طالبانو هغه ټیم چې مسکو ته تللی و، د پریکړو صلاحیت یې نه درلوده، له دوی سره خو دوحه کې خبرې شوی، خو کومې پریکړې ته نه دی رسیدلی، که طالبان تصمیم نیونکی پلاوی ترکیې ته ولیږی، شاید یوه پایله ورکړی. د اسلامی جمهوریت پلاوی نن بیا دوحې ته ستون شوی، هلته به طالبانو سره خبرې کوی چې کومې پایلې ته رسیږی.

موږ بیا پر طالبانو غږ کوو چې افغان وژنه بنده کړی، خپلواکی ترلاسه کړی او د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وکړی.

د امریکا د استخباراتو د څرګندونو په تړاو چې که بهرنی ځواکونه ووځی، ما په دې تړاو څو میاشتې وړاندې دا خبره کوله چې که بهرنیانو ووځی او افغانان سولې ته ونه رسیږی، ممکن افغانان داخلی جګړو ته ولویږی، که طالبان په دې تمه ناست وی چې که فرصت پیدا شی، طالبان به واک ته ورسیږی، طالبان دې پوه شی چې هیڅوک یې ملاتړی نه دی، اندیښنې شته چې باید هر څه په احتیاط وشی، داسې نه چې موږ بیرته د څو کلونو شاته لاړ شو.

پکار دا ده چې وضعیت مدیریت کړو او د دې یواځینۍ لار سوله ده، نباید بیا داخلی جګړو او بهرنیو ترهګرو ته فرصت برابر شی چې ګډوډۍ رامنځ ته کړی، طالبانو چې کوم ټیم قطر کې ناست دی، هیڅ صلاحیت نه لری او یواځې وخت تیروی، افغان وژنه یې روانه کړې، تاسیسات ړنګوی، موږ غواړو چې طالبان واقعی مذاکراتو ته چمتو شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا