خبر و دیدگاه

کاپیسا کې دوه وژل شوی هدفی بریدګر طالبان خپل کسان بولی

 

طالبانو تر پرون پورې هدفی وژنی کولې، خو د دې بریدونو مسوولیت یې له دې کبله نه اخیست چې امریکا او نړیوالې ټولنې مخ ورته وا نه وړی.

طالبان له خپل عادت مجبور دی او هیڅکله نه غواړی چې له تاوتریخوالی لاس واخلی، داسې لکه یو روږدی چې نشه کوی او هیڅکله ترې لاس نه شی اخیستلی، داسې طالبان هم په تاوتریخوالی او وینې تویدلو روږدی شوی دی.

طالبانو په تیرو څلور میاشتو کې لسګونه دینی علماء، ژورنالستان، مدنی فعالان، فرهنګیان، قاضیان، څارنوالان او نور ملکی وګړی چې خواله رسنیو کې فعالان و، هدف کړل او له منځه یې یوړل.

خو طالبان په دې اکثریت وژنو باندې خاموش و او مسوولیت یې نه اخیسته، خو تازه د جمعې په ورځ یو هدفی برید څخه وروسته چې بریدګر د ځایی خلکو له لوری ونیول شول او عام محضر کې په دار وځړول شول، طالبانو په رسمی اعلامیه کې ومنله چې بریدګر د دوی کسان و.

ممکن طالبان په دې برید هم منکر شوی وی، خو دا چې خلکو د طالبانو دا هدفی بریدګر په ونو کې راځوړند کړل او په کوتکونو یې ترې ساه وویسته، طالبان یې سخت غوصه کړل او دا ډول وژنه یې وغندله.

طالبان دومره سپین سترګی دی چې د جمعې له لمانځه راګرځیدونکی یو پولیس افسر وژل کیدل، جایز او روا عمل بولی، خو که خلکو بریدګر لاس په لاس ونیول او اعدام یې کړل، نو هغه جنایت بولی.

د طالبانو جګړه له همدې قیاس کړئ، چې خپله هر څه کوی، جنایت کوی، وحشت کوی، ښځې وژنې، ماشومان وژنی، اختطاف کوی، غلا کوی، ظلم کوی، باج ټولوی، دې ټولو ته توجیه لټوی، خو که د دوی وسله وال د سیمې د خلکو له لوری ونیول شول او په سزا ورسول شول، نو بیا ټول خلک جنایت کاره دی.

طالبانو په دې اعلامیې سره وښوده چې ټول هدفی بریدونه دوی کړی او مسوولیت یې د دې لپاره نه دی اخیستی چې هلته یې دوحه کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به نه کوی.

ملګرو ملتونو هم وروستی هدفی بریدونه په یوه اعلامیه کې وغندل او دا یې جنګی جنایت بللی دی.

طالبان چې کرایی قاتلین یې هم بولی، ځینې وژنی د پیسو لپاره کوی، ځینې استخباراتی اړخ لری او ځینې د شخصی دښمنیو له کبله کوی، له همدې کبله ځینو مواردو کې د مشرانو هوکړې او خبرو ته غوږ نه ږدی او خپل کار کوی.

طالبان د خپلې خوښې بریدونو او پیښو پسې ګرځی، کوم یې چې خوښه شی، مسوولیت یې اخلی او که یې کوم خوښ نه شی، بیا یې هیڅ مسوولیت نه اخلی، ولو که د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې هم شوی وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا