خبر و دیدگاه

د نظام د پایښت لپاره دولسونو ملاتړ ضرور او فرض دی‎

 

افغانان اوس د یو مستحکم نظام خاوندان شوی چې نسبی لاس ته راوړنې لری او د هرې ورځې په تیریدو سره دا نظام پیاوړی کیږی او د خلکو ملاتړ ترې زیاتیږی.

پاکستان په افغانستان کې د یو نظام د دوام مخالف دی او هیڅکله نه غواړی چې افغانستان کې دې یو پیاوړی نظام او قوی حکومتولی وی.

د همدې لپاره یې شل کاله طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړل چې دا نظام پیاوړی او دوامداره نه شی او له بلې خوا یې افغان پلورل شوی سیاسیون په بیلابیل وختونو کې وکارول چې د نظام پښې ووهی.

دوی ته د پاکستان د ملیشو نوم هم ورکولی شو، ځکه دوی د پاکستان د هغې پلان تطبیق کوونکی دی چې هر کله یې غواړی.

طالبانو خو په جګړو او وینې تویدنې باندې دا نظام ړنګ نه شو کړلی، د دوی له جګړو سره سره پرمختګونه رامنځ ته شول او ځینې بنسټونه ورغول شول، خو کله چې پاکستان پوه شو چې یواځې پر طالبانو او جګړه باندې د دې نظام د ړنګیدو مخه نه شی نیولی، نو ځینې پلورل شوی سیاسیون یې هم لاس کې ونیول او له هغوی څخه داسې کار اخلی چې له طالبانو یې هم نه شی اخیستلی.

دا په اصطلاح سیاسیون، د پاکستان لپاره لوډسپیکرې شوې او په غیرې شعوری ډول یې د طالبانو صفونه پیاوړې کړل او د دښمن فصل ته یې اوبه ورکړې، یواځې د دې لپاره چې د دوی شخصی ګټه پکې وه.

تاسو ولیدل چې د دې نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره څومره سرتیرو او څومره عام افغانانو قربانی ورکړه او لا یې ورکوی، افغانان هیڅکله حاضر نه دی چې دا نظام له لاسه ورکړی او یو ځل بیا هر څه له سره پیل کړی.

تاسو به د دوشنبې په ورځ د مارشال قسیم فهیم په اووم تلین کې د ولسمشر د لومړی مرستیال وینا اوریدلی وی چې په خواله رسنیو کې له پراخ هرکلی سره مخ ده.

امرالله صالح په ډاګه وویل چې د پاکستان هرې مرمۍ ته سینه نیسی خو نه غواړی چې د پآکستان د مدرسو څو ملایان راشی او افغانانو ته مسلمانی او دیندارې ورزده کړی.

هغه په واضح ټکو وویل چې دا نظام به دوام کوی او که څوک غواړی چې پر افغانانو باندې حکومت وکړی، نو ټاکنو ته دې راشی او یواځې ټاکنې کولی شی چې حکومتونو ته مشروعیت ورکړی.

د دې تر څنګ د ملی وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په دې تړاو واضح دریځ درلوده چې اوسنی نظام به دوام کوی او که سوله کیږی چې د اوسنی نظام په چوکاټ کې به کیږی او دا نظام به دوام پیدا کوی.

ټول په دې پوهیږی چې که نظام له لاسه ووت، بیا هیڅ هم لاس ته نه راځی، ځکه دا افغانانو تجربه کړی دی.

نو هغوی چې شخصی عقدې اخیستی دی، لږ تر لږه په دې دې فکر وکړی چې که دا نظام نه وی، افغانان څه لری او څه به کوی، ایا کومه حل لاره شته دی، ایا بل نظام ستونزه حل کوی شی، ایا ټول افغانان په یو ټغر تر یو نظام لاندې راټولیدلی شی، ایا پر طالبانو باور کیدلی شی، ښکاره خبره ده چې نا.

نو راځئ د خپل نظام ملاتړ وکړئ، او اجازه مه ورکوئ چې یو ځل بیا د اسلام اباد حکمونه له کابل خپاره شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا