خبر و دیدگاه

د افغانستان زړورې ښځې

اتم د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ! ښځه څوک ده؟ ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده او ښځه د نارینه لپاره د ژوند ملګری ده.

د مارچ اتمه نیټه هر کال د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ښځې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږی. دا ورځ په ټولنه کې د ښځو د درناوی، له دوی سره د مینې، او په ټولنه کې د دوی د حقونو یادونه کوی.

لکه څنګه چې ښځې د ټولنې نیمایې برخه تشکیلوی نوهمدارنګه په ټولنه کې مهم نقـش هم لوبولى شی ښځې که له یوې خوا د دنیا نوابغ او قهرمانان په غېږ کې لویوی نوله بلې خوا په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه هم لرې اود ټولنې د یومهم او فعال غړی په توګه د سیاست په ډګر کې هم ځان ښـکاره کولاى شی او په ښــه توگه کولاى شی چې په سیاسی فعالیتونو کې فعاله برخه واخلی افغانی ښځې د اخلاقو په چوکاټ کې د ټولنې په پرمخ بیولو کې ستر رول لوبولاى شی د همـــدې اصل په نظــــــر کې نیولو سره ښځه په پرمخ تللیو هیوادونو کې د اولیت مقام لری او ټولنه په دې پوره باور لری چې بی د ښځوله ونډې اخستلوڅخه ټولنه هیڅکله خپل د تکامل پړاو ته نشی رسیدلى .

نو ځکه د ښځو ونډې ته د قدر په ستر ګه کتل کیږی دا چې ښځه د ژوند په ډګر کې د یو مهــم قشر په تو ګه پیژندل شوې ده نو د ټولنې افراد هم د دې ټکی په نظر کې نیولو سره په پر مخ تللــی هیوادونو کې ښځو ته د اولیت مقام ور بښلی دى او په دې پوه دی چې ښځه هم مور ده ، هم خورده ، هم میرمن ده ،ښځه د ژوند سمبالوونکې، د کورنی ژوند د انتظام ،تعادل او د کور د اقتصاد په جوړولو کــې یوډېرمهم رول لوبولاې شی ښځه د ماشوم د اولنۍ ښوونکې په توګه پیژندل شوېده او ښځه د ورځنی ژوند په چاپېریال کې هغه څوک ده چې ټولنه پرې ډیر افتخار کولاې شی کله چې په ټولنه کې د تعلیــم سطحه لوړه شی، نو بیا ټولنه په دې پوهیږی چې ښځې هم د نارینوپه شان کار کولاې شی خو زمـونږ په ټولنه کې د تعلیم د سطحی د ټیټوالی له عمله ښځو ته د ټولنې د یو فعال غړی په توګه نه کتل کیږی حتی یو تعداد خو ښځوته په خپل کورکې دا اجازه نه ور کوی چې خبرې وکړی خوپه دې لانه پوهیږی چې نارینه د ښځو په نه موجودیت کې نیمګړی دی، خو دا باید له پامه ونه غورځول شی چې زمونږ د هیواد با شهامته ښځی د بهرنیو ښځو څخه هیڅ کمى نه لری، نو راځئ چې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټورګامــونه پورته کړو او په نړیواله کچه کې د خپلو شخصیتونو په ښودلو کې د تعلیم اوچتو پړاوونوته ځانونه ورسوو اوله ځانوڅخه د ټولنې مهم شخصیونه جوړ کړو په سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلو دا ځکـــــه چې افغانه ښځه ډیرعالی مورال لری اوکولاې شی چې د دولت تر ریاست او وزارته پورې لکه دنړۍ دنورو ښځو په شان ورسیږی.

دا چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چیرې چې ښځې له خپلو ډیرو ابتدایی حقونو څخه هم بې برخې دی، خو له نیکه مرغه چې په تیرو نولس کلونو کې د ښځو په ژوند کې ځینې مثبت بدلونونه راغلی دی، خو بیا هم ډیر کار ته اړتیا شته څو افغان میرمنې وتوانیږی د خپلې ټولنې په جوړولو کې له سړیو سره یو ځای رغنده رول ولری.

د ښځو نړیواله ورځ دې د افغانستان او نړۍ ټولو ښځو ته مبارک وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا