خبر و دیدگاه

د افغانستان د ویجاړولو لپاره د ایران او طالبانو اړیکې‎

 

ایران د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې لاسوهنې پراخه کړی او طالبانو ته د ورانکاریو لپاره امکانات او روزنه ورکوی.

تازه د طالبانو یوه ډله ایران ته د مسافرو په جامه کې تللې او هلته د ایران د سپاه پاسداران له لوری روزنه ترلاسه کوی.

د طالبانو دا وسله والو د هغې تړون او سفر په تعقیب تللی چې څه وخت وړاندې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی و او هلته یې له ایرانی چارواکو سره د افغانستان جګړې په طرزالعمل او راتلونکو پلانونو باندې خبرې کړی.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چې ایران ته تللی و، هلته یې له ایرانی چارواکو سره د جګړې په بدل کې د امتیازاتو او پیسو چنې وهلی دی.

ایران ځینې مشخص اهداف طالبانو سپارلی چې افغانستان کې یې ورته لاس ته راوړی، په بدل کې به ایران طالب وسله والو ته روزنه ورکوی، ځینو عصری وسلو ټکنالوجی به ورته ښیی او په دې برخه کې به یې روزی او د دې تر څنګ به ایران مکلف وی چې ځینو برخو کې د طالبانو جګړه تمویل کړی.

تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران یوه ډله د طالبانو په همکارۍ هلمند ولایت ته راغلې وه او بیلابیلو ولسوالیو کې یې د طالبانو له ځینو مرکزونو لیدنه کړې او طالب وسله والو ته یې ځینې مهارتونه ښودلې دی.

ایران دا کار د دې لپاره کوی چې اوس تر سخت فشار لاندې دی چې افغان حکومت به اوبه مدیریت کړی او د دوی ځمکو باندې به اوبه کمې شی.

ایران افغانستان کې ډیر اهداف لری، خو مهم هغه یې د افغانستان د اوبو د مدیریت مخنیوی دی چې ایران یې سخت وارخطا کړی دی.

طالبان چې هیڅ د وطن او هېوادوال کیسه کې نه دی، یواځې شخصی ګټې ورته مهمې دی او د دې لپاره یې له ځانونو کرایی قاتلین او وطن رانوونکی جوړ کړی دی.

طالبان په دې ښه پوهیږی چې ایران او پاکستان د افغانانو ازلی دښمنان دی او هیڅکله نه غواړی چې افغانستان کې ثبات راشی، د همدې لپاره هر هغه چا ته وسلې او امکانات ورکوی چې افغانستان کې جګړه کوی.

طالبان هم په دې پوهیږی، خو دا چې شخصی ګټې یې له خطر سره مخ دی، له هر هېواد سره هر ډول معامله کوی.

طالبان چې د سولې پروسې ته نه پریښودل کیږی، یو لامل دا دی چې سوله کې د دې دوه هېوادونو ګټې نه خوندی کیږی او جګړه کې یې زیاتې ګټې خوندی دی.

طالب له سولې راګرځول کیږی او د جګړې لپاره امکانات ورکول کیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا