خبر و دیدگاه

د افغانستان د خلکو په معاملې د منلو وړ ندی

 

د طالبانو د سیاسی دفتر یو پلاوی چې مسکو ته تللی، هلته یې خبری کنفرانس کې یو ځل بیا د مسکو له مایک څخه د افغانستان اوسنی نظام باندې بریدونه کړی دی.

ملا شیرمحمد عباس ستانکزی چې تر دې وړاندې یې هم مسکو کې د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو د منحل کیدو خبره کړې وه، له سخت غبرګون سره مخ شو چې بیا یې خپلې څرګندونې ترمیم کړې.

د جمعې په ورځ یې بیا مسکو کې د خبری کنفرانس پر مهال ویلی چې د اشرف غنی له حکومت سره اوربند نه کوی او هغه مهال به جګړه بس کړی چې ولسمشر غنی استعفا وکړی.

افغانانو د واک خلا تجربه کړې چې ښه تجربه نه ده، له همدې کبله یې په دې موضوع باندې سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه ډلې او کسان چې له اوسنی حکومت او یا ولسمشر غنی سره سخت مخالفت لری، هم د عباس ستانکزی څرګندونې غندلی او دا یې د پاکستان د استخباراتو طرحه یاده کړې چې غواړی د واک له خلا څخه ناسمه ګټه پورته کړی.

پاکستان کلونه د دې لپاره کار وکړ چې اوسنی نظام کمزوری کړی او بیا یې په یو ډول له منځه یوسی چې افغانان هر څه بیا له سره پیل کړی.

خو افغانان هیڅکله تیار نه دی، شل کاله یې قربانی ورکړې او شل کاله نور قربانۍ ته تیار دی چې د پاکستان د نقشو د تطبیق مخه ونیسی.

طالبانو په تازه څرګندونو سره یو ځل بیا وښوده چې مشکل یې له نظام او یا ولسمشر غنی سره دی او جګړه یې یواځې د واک لپاره ده، هغه واک چې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ غواړی ځان ورته ورسوی.

طالبانو دوه لسیزې د غریبو خلکو جاهله اولادونه د جهاد په نامه وجنګول، قربانی یې کړل، بې کوره یې کړل، معلول یې کړل، اوس مالومه شوه چې دا هر څه واک ته د رسیدو لپاره و او بل هیڅ لامل یې نه و.

تاسو وګورئ چې طالب له هر چا سره سوله کوی، له هر چا سره تړون کوی، له هر چا سره پر لار ځی، خو له افغانانو سره په هیڅ لاره نه ځی، هیڅ ډول تړون ورسره نه کوی او په هر ځای کې د افغانانو وژل روا عمل بولی.

شیرمحمد عباس ستانکزی اوس هم فکر کوی چې افغانستان او ۹۰مو کلونو افغانستان دی، افغانستان اوس ډیر بدل شوی، اوس دلته یو فکر رامنځ ته شوی، یواځې اشرف غنی نه دی چې له واک به لیرې شی او طالب به له دې خلا د پاکستان لپاره ګټه واخلی.

دلته هیڅوک تیار نه دی چې اوسنی نظام چې په زیاتو قربانیو منځ ته راغلی بیا له لاسه ورکړی، دلته هیڅوک تیار نه دی چې شا ته وګرځی او یو ځل بیا د طالبانو تورې دورې ته وګرځی.

که طالبان په رښتیا هم سوله کوی، د سولې لپاره ټولې پلمې چې عمده یې د بهرنیو ځواکونو وتل او د زندانیانو خوشې کیدل و، له منځه تللی دی.

که طالب په دې تمه وی چې دا نظام له منځه یوسی او یو ځل بیا به کورنۍ جګړې رامنځ ته کړی، دا ارمان به یې پوره نه شی، افغانستان کې افغانان اوس په یو ملت بدل شوی او یا بدلیدونکی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا