خبر و دیدگاه

پاکستان کې له ملا برادر سره څه وشول؟

 

د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال ملا عبدالغنی برادر چې یوه میاشت وړاندې پاکستان ته تللی و، له پاکستانی چارواکو سره یې په اسلام اباد کې له درې ورځو رسمی لیدنو وروسته د رسنیو له سترګو پنا شو او ۲۰ ورځې کراچۍ، کویټه او پیښور کې د طالبانو په مرکزونو باندې وګرځید.

په دې ورځو کې د ملا برادر د امنیت او د سفر واک د ای ایس ای دوه افسرانو سره و چې هره ناسته او هر ځای کې به ورسره مل و.

دا دوه کسان ملا برادر ته د ساتونکو په نوم ورکول شوی و او نور یې ملا برادر څاره چې له چا سره لیدنې کوی او له چا سره څه ډول خبرې کوی.

دا ښکاره مالومه ده چې طالبان د پاکستان ګمارل شوې ملیشې دی او یو قدم هم د پاکستان له لارښوونې او امر پرته نه شی اخیستلی.

ملا برادر چې د پاکستان څو صوبو کې څو ورځې ګرځیدلی دی، مسوولیت او مصارف یې د پاکستان په استخباراتی ادارې و او د هغوی په لارښوونه یې ځینو قومندانانو او سیاسی مشرانو ته لارښوونې کولې.

هغه څه چې ملا برادر ته په جی ایچ کیو کې ویل شوی و، هغه نوی امرونه چې ملا برادر ترلاسه کړی و، یو یو یې په پاکستان کې میشت طالب مشرانو ته رسولی او هغوی یې مجبور کړی چې باید په دې نقش قدم باندې لاړ شی، کوم چې پاکستان ورته ښودلې دی.

دا چې ملا برادر په شل ورځنی مخفی سفر کې له چا چا سره لیدلی او کومه ډول لارښوونې او ویناوې یې کړی، زیات جزیات یې نشته، خو د پاکستان استخباراتو ته مالومه ده چې هغه ته کومه نوې تګلاره ورکول شوې ده.

پاکستان اوس په ملا برادر باندې شکمن شوی چې ګنې د سی ای اې لمن ته غورځیدلی او د پاکستان له ملګرتیا به لاس واخلی.

له همدې کبله پاکستان د ملا بردار شا نیولی او هڅه کوی چې له هرې خبرې او هر پلان یې خبر اوسی.

داسې راپورونه هم شته چې د قطر پلازمېنه دوحه کې هم د ملا برادر شاته د پاکستان د استخباراتو کس شته چې هره لحظه یې تعقیبوی چې د پاکستان له امرونو خو به سرغړونه نه کوی.

د طالبانو مشران له پاکستان سره یرغمل دی او هر هغه کس چې د پاکستان له نقش قدم وځی، یا وژل کیږی، یا زندانی کیږی او یا له خپل موقف څخه لیرې کیږی.

طالبان اوس د ډانګ او پړانګ ترمنځ پاتې دی، خو ښه لار یې دا ده چې د پاکستان له محتاجۍ ځانونه خلاص کړی او د یو سوکاله ژوند او ارام افغانستان لپاره خپله خبره وکړی، نه دا چې پاکستان ته سترګی په لار وی چې د سولې لپاره کومه نقشه ورکړی او څنګه یې تطبیق کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا