خبر و دیدگاه

د طالبانو تر منځ تازه راپورته شوی بې باوری‎

 

څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې د طالبانو د چاودیدونکو توکو انتقال کوونکی ووژل شو.

دا ډیر مهم کس و چې د تور غر له لارې به یې پاکستان ته تګ راتګ کو او له دې لارې به یې چاودیدونکی توکی تر لغمان ولایت رسول.

اکثریت ماینونه به له همدې چاودیدونکو توکو جوړیدل او دا کس په لغمان کې د طالبانو لپاره مهم کس یادیده چې په وژل کیدو باندې یې یو ډول بې باوری د ځایی طالبانو له لوری راپورته شوې ده.

هغه کس چې د چاودیدونکو توکو د انتقال مسوولیت یې درلوده، ورور یې قرغیو ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې مسوول دی او ډیرو ورانیو کې لاس لری.

ورور یې د طالبانو ځآیی مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د ورور قاتلین او یا هغه کسان چې ورور مالومات یې قاتلینو ته ورکړی، ورسره شریک کړی.

خبرداری دا دی ، که د ورور د قتل په اړه یې دقیق مالومات ور نه کړل شی، د تور غر لار به د طالبانو د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړی.

د تور غر لار د طالبانو د تګ راتګ لپاره خوندی لار بلل کیږی او ټول ځآنمرګی او چاودیدونکی توکی له همدې لارې انتقالوی.

تراوسه ځایی طالب مشران د وژل شوی کس د ورور د غوښتنې په تړاو چوپ دی، ځکه هغوی سره داسې کوم مالومات نشته.

خو یو څه چې لغمان کې د طالبانو ترمنځ ګونګوسۍ دی، هغه دا چې ممکن دا موضوع د طالبانو ترمنځ د پاشل کیدو لامل شی.

طالبانو ډیر کله دا ډول وژنی مرموزې وژنې یادې کړی چې بیا خپله هم نه پوهیږی چې چا او څنګه وژلی دی.

ډیر کله چې د افغان ځواکونو له لوری هدفی عملیات وشی، هم طالبان خپلمنځو کې پر یو بل شک کوی چې مالومات چا خپاره کړی دی.

خو اوس له نیکه مرغه زیات شمېر خلک په داوطلبانه ډول له افغان ځواکونو سره همکاری کوی او په وخت مالومات شریکوی چې طالبان زیات قتلونه و نه کړی او زیات شمېر ټولګټی ځایونه وران نه کړی.

دا نه لومړی پیښه ده او نه به وروستۍ پیښه وی چې د طالبانو تر منځ یو قتل د اختلافاتو سبب کیږی.

د طالبانو مشر ملا عمر چې ووژل شو، هم په تړاو یې سخت اختلافات راپورته شوی و چې ګنې هغه په مرموز ډول وژل شوی خو مشرانو یې ویل چې هغه په خپل مرګ مړ شوی دی.

 اوس هم درست معلومه نده،  پخوانی طالب ویاند مولوی مطمین مړ او که وژل شوی؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا