خبر و دیدگاه

امریکا باید افغانستان کې له مسؤلیت تېښته ونکړی

 

 

د امریکا او ناټو غړو هېوادونو پریکړه کړې چې د روان میلادی کال لومړیو میاشتو کې ټول بهرنی سرتیری له افغانستان څخه وباسی، دا پروسه د دوحې له تړون سره اړیکه لری چې د ټرمپ په مشرۍ ادارې خلیلزاد له طالبانو سره لاسلیک کړی دی.

خو د امریکا ټولې ادارې او ټوله امریکا له دې تړون او اقدام سره راضی نه ده، حتی په سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه هم له دې پریکړې سره همغږی نه دی چې امریکایی او نور بهرنی ځواکونه دې په یو ځل یا روان وضعیت کې افغانستان پریږدی.

دلته افغانان او د سیمې هېوادونه اندیښنې لری.

که امریکایی ځواکونه له افغانستان ووځی، ښکاره ده چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده په ګډون د بهرنیو ترهګرو ډلو په پټنځای بدلیږی، دا بستر ورته طالبانو برابر کړی او د بهرنیو ځواکونو له خلا څخه به طالبان ګټه واخلی چې بهرنی ترهګر یو شمېر ولایتونو کې ځای په ځای کړی.

تراوسه چې بهرنۍ ترهګرې ډلې غلې دی، لامل یې دا دی چې د امریکا له ټکنالوجۍ ډاریږی چې په نښه به یې کړی، خو که امریکایی ځواکونه همداسې بې مسوولیته افغانستان پریږدی، ویره شته چې افغانستان بیرته شاته لاړ شی.

دا امریکا او نورو هېوادونو ته مالومه ده چې طالبانو په ژمنه عمل نه دی کړی او بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دی پرې کړی، د دې بیلګې په وروستیو میاشتو کې مالومې شوې چې یو شمېر سیمو کې بهرنی ترهګر او یا د القاعده ډلې غړی وژل شوی او یا نیول شوی دی.

ایران یواځې فرصت ته منتظر دی، زرګونه بهرنی ترهګر یې ساتلی، له القاعده ډلې سره یې اړیکې ټینګی کړی چې که امریکا له افغانستان ووځی، افغانستان به د القاعده ډلې لپاره ښه جغرافیه وی چې ایران یې د خپلو ګټو لپاره وکاروی.

هو ، دا سمه ده چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د دې جوګه شوی چې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه وکړی، دا مبارزه لا هم دوام لری، خو د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته ضرورت لری.

هغه ټکنالوجی چې امریکا او ناټو غړی هېوادونه یې د هوایی ځواک برخه کې لری، هغه افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه نه لری چې ترهګرۍ ضد مبارزه سختولی شی.

نو که امریکا په رښتیا د ترهګرۍ ضد مبارزه کړی وی، یا غواړی چې دا مبارزه یې دوام پیدا کړی او افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل نه شی، نو ښه به دا وی چې له طالبانو سره شوی تړون باندې بیا غور وکړی او له افغانستان څخه ټول بهرنی ځواکونه و نه باسی.

تر څو چې وضعیت کاملا ښه شوی نه وی، تر هغې د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان څخه د نویم کال تجربه بیا تکراروی چې شوروی ځواکونه ووتل او افغانانو خپلمنځی جګړې پیل کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا