خبر و دیدگاه

ولی طالبان زیات ودونه کوی؟

د طالبانو د سیاسی مشرانو او جنګی قومندانانو په تړاو اوس د دوی په لیکو کې اندیښنې او پوښتنې راپورته شوی چې څنګه یې مشران دوه درې او حتی څلور ودونه کوی.

دا پوښتنې وروسته له هغې راپورته شوې چې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال ملا عبدالغنی برادر د پاکستان په زندان کې یو واده کړی او د زندان په موده کې یې ترې یو زوی هم شوی دی.

د طالبانو د مخکینی مشر ملا منصور په اړه ویل کیږی چې درې ودونه یې کړی و او د ملا هیبت الله دوه کاله وړاندې دویم واده کړی او یوه ۱۷ کلنه پیغله یې واده کړې ده.

د طالبانو قومندانانو کې یې هم اکثریت داسې دی چې دوه ودونه لری او ځینې یې درې ودونه لری.

د طالب وسله والو سره همدا پوښتنه ده چې څنګه د دوی زیات ملګری تراوسه یو واده نه لری، یا یې توان نه لری او یا یې څوک نه ورکوی، خو مشران یې چې هرکله وغواړی واده کولی شی.

د طالبانو قومندانان ځینو سیمو کې له زور او یا خپل نفوذ کار اخلی او که کوم کور کې د کومې نجلۍ په اړه واوری چې ښایسته ده، بیا یې په کورنۍ فشار راوړی چې نجلۍ یې قومندان ته ورکړی.

دا چې خلک په سیمو کې اوسیږی او بې وسه او مظلوم دی، اړ کیږی چې د خپل ژوند او عزت ساتلو لپاره طالب قومندان ته په دویم واده خپله لور ورکړی، که داسې و نه کړی، طالبان یې نوم بدی کوی او سله ډول دسیسې ورته جوړوی چې یا یې زندانی کړی، یا یې ووهی او حتی تر وژلو پورې پریکړه پرې کوی.

د طالبانو وسله وال چې د خپلو مشرانو ژوند، عیش عشرت ګوری، پوښتنې ورسره پیدا کیږی چې مشران یې پیسې او امکانات له کوم ځایه کوی او څنګه څو کورونه او څو کورنۍ ساتلی شی، په داسې حال کې چې وسله وال یې خپل ځان نه شی ساتلی.

دا هغه پوښتنې دی چې وروستیو کې راپورته شوی، ځینو سیمو کې خو طالب وسله وال پوهیږی چې مشرانو یې په کوم ډول باندې تر یو ډیر ودونه کړی دی، ځکه هغوی ګوری چې طالب قومندانان په زور باندې هم له خلکو لوڼی ودوی او که یې ور نه کړی، بیا پرې تهمت لګوی چې ټول ژوند یې ورخراب کړی.

طالب وسله وال چې د خپلو مشرانو د ګټو لپاره جګړه کوی، هغوی ته ځکه څوک نجلۍ نه ورکوی چې هره ورځ یې د مرګ خطر وی او کورنۍ نه غواړی چې لور یې کونډه شی او داسې کس ته یې ورکړی چې هره ورځ له خطر سره مخ دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا