خبر و دیدگاه

داسې مثلث چې دافغانستان د ورانۍ په لټه کې دی‎

 

داسې راپورونه شته چې په وروستیو کې د پاکستان استخباراتی ادارې، ایران او قطر هېوادونو د استخباراتو استازی چې د ټولو شمېر څلور تنه کیږی، د افغانستان لویدیځ ته راغلی چې څنګه کیدلی شی، طالبانو سره مرسته وکړی.

که له یوې خوا قطر د طالبانو لپاره د خبرو کولو ښه مرکز دی، تر څنګ یې د جګړې د سازمان دهی لپاره هم ښه فرصت دی چې په ازاده توګه له نړیوالو استخباراتی ادارو سره لیدنې وکړی او په افغانستان کې د هغوی اندیښنو او غوښتنو ته ځواب ووایی.

قطر کې د پاکستان، ایران او قطر هېواد استخباراتو ګډه پروژه پلان کړې چې څلور غړی ترې انتخاب شوی، د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته راغلی دی.

لومړنی مالومات ښیی چې دا څلور کسیزه ډله د درې هېوادونو د ګټو د تمویل لپآره راغلی چې طالبانو ته روزنه ورکړی، تجهیزات ورته برابر کړی، عامه پوهاوی ورکړی، ښه همغږی رامنځ ته کړی چې څنګه مرسته ترلاسه کولی شی او څنګه او په کومو وختونو کې یې مصرف کولی شی.

دا څلور کسیزه ډله مشخص د طالبانو له برجسته قومندانانو سره ګوری چې څه ډول یې جګړې ته ورزوی او د جګړې ساده او اسانه لارې ورته وښیی چې تاوتریخوالی زیات او وینه تویدنه زیاته شی.

لویدیځ باندې تمرکز ځکه زیات دی چې هلته ایران، پاکستان او قطر مشترکې ګټی لری او تر دې وړاندې هم د قطر هېواد شهزادګان د ښکار په نوم راغلی او دې ولایتونو کې یې ځینو کې مرستې هم ویشلی دی.

ایران د اوبو له مدیریت ډار لری او پاکستان بیا خپلې ګټې تعقیبوی چې طالب قومندانانو ته هر هېواد خپل فرمایش ورکړی دی.

ایران او قطر په افغانستان کې د سعودی له نفوذ ډار لری، ځکه دا دوه هېوادونه عملا له سعودی عربستان سره په نړیواله موضوعاتو کې سخت اختلاف لری او حتا یو بل باندې شکایتونه کوی او یو بل ته خبرداری ورکوی.

طالبان چې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو د پروژو تطبیق کوونکی دی، دې ډلې ته هر کلی ویلی او د امکاناتو او پیسو په بدل کې به د ټولو لپآره هېواد او هېوادوال قربانی کوی او دې ته به بیا د جهاد نوم ورکوی.

دا تیرو کلونو کې یو مثال دی چې بهرنی استخبارات د امکاناتو او پیسو په بدل کې طالبانو ته هدفونه ښیی چې ترلاسه یې کړی، داسې نورو سیمو کې هم طالب قومندانان په اجرتی قاتلینو بدل شوی او هر څوک چې پیسې ورکړی، د هم هغوی لپاره جګړه کوی، وینه تویوی او خپل هېواد ورانوی.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا