خبر و دیدگاه

د ایران د لوبې دوام که د نوې لوبې پیل؟

 

ایران د افغانستان په لویدیځ کې د یوې بلې لوبې پیل وکړ چې له مخې یې د افغانانو زیاته وینه توی کړی.

دا لوبه کې امکانات د ایرانی استخباراتو دی او کسان ورسره رټل شوی افغانان دی چې د څو پیسو په مقابل کې خپل ناموس باندې هم ایسار نه دی.

تازه د کشفی او استخباراتی ارګانونو مالومات ښیی چې د ایران استخباراتو څو بوجۍ مقناطیسی ماینونه د هرات له لارې ګلران ولسوالۍ ته انتقال کړی او دا ماینونه د دوه کسانو په اداره کې دی.

ماینونه د دې لپاره د طالبانو سیمې پورې رسیدلی چې له هغې ځایه یې نورو سیمو ته ولیږدوی او فعال کسان پرې په نښه کړی.

د طالبانو لپاره د جګړې دا لار اسانه او ارزانه ښکاری او په دې وروستیو کې یې په دې تړاو تمرکز زیات کړی دی.

طالبان یواځې امکاناتو ته ضرورت لری چې یو څوک ورسره مرسته وکړی چې خپل هېواد وران کړی او د هېوادوالو وینه توی کړی.

طالبان په دې کیسه کې نه دی چې کوم ځای ویجاړیږی او د چا وینه توی کیږی، بلکې دا ډله چې نه په اسلامیت او نه انسانیت باندې باور لری، یواځې هغه کار کوی چې دوی ته پکې څوک پیسې ورکړی.

تاسو ګورئ چې وروستیو کې هدفی وژنی او د نښلول شویو ماینونو چاودنې زیاتې شوی چې دې هدفی وژنو او ماین چاودنو کې اکثریت فعال کسان په نښه کیږی او قربانی کیږی، هغه کسان چې د دې وطن لپاره ژمن دی، د جمهوریت لپاره کار کوی او طالبانو ته د رټل شویو خطاب کوی.

طالب د هر هغه چا وژل روا بولی چې د دوی په لیکو کې نه وی، که هغه ملکی وی او یا نظامی، خو چې د طالب خلاف غږ پورته کوی، طالبانو ته ویل شوی چې وژل یې روا دی او طالبان دا کار د وحشتونو لپاره کوی.

طالبانو اوس مخامخ جګړه کې ماتې منلې ده او نه شی کولی جګړه کې له افغان ځواکونو سره مخامخ شی، نو له همدې کبله یې د جګړې اړخ داسې کړی چې اکثریت قربانی یې ملکی وګړی وی.

طالب په هیڅ نه دی ایسار، هر هغه کار کوی چې د دوی وحشت غږ پکې پورته کیږی او له دې لارې غواړی چې پر حکومت د خلکو فشار زیات شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا