خبر و دیدگاه

ایا د شپږ نیمو غونډه موثر دی؟

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دوه میاشتې مخکې د سهار د شپږ نیمو بجو غونډې پیل کړې چې زیات تمرکز یې پر کابل ښار و.

د کابل ښار امنیتی وضعیت او ټولنیزو ستونزو حل هغه څه و چې د شپږ نیمو بجو غونډه کې یې د حل په تړاو بحثونه کیدل او پریکړې یې له خلکو سره شریکیدلې.

د دې پریکړو تطبیق اسانه نه و، ځکه په دې پلان کې وکیلان او زور واکی ټول شامل و چې قانون پرې تطبیق شی، له همدې کبله ځینو وکیلانو او زور واکو پوره هڅه وکړه چې د شپږ نیمو بجو د پریکړو د تطبیق مخه ونیسی او په یو او بل نوم باندې دا مهم پلان له خنډ او ځنډ سره مخ نه کړی.

که څه هم تراوسه مافیا، زور واکی او ځینې وکیلان نه دی توانیدلی چې د شپږ نیمو بجو د غونډې مخه ونیسی، خو خپله پوره هڅه یې د دې برنامې په نوم بدې کولو او خطشه داره کولو کې کړې ده.

د شپږ نیمو بجو غونډې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه دا بللی شو چې پولیسو، ښآروالۍ او ترافیکو ته یې زړه ورکړ دی.

د شپږ نیمو بجو د غونډې بل لوی ابتکار او لاس ته راوړنه دا وه چې پریکړو کې جدی و او هغه پریکړې چې یې کړی او یا یې کوی، په پوره جدیت او قاطعیت سره یې تطبیق کوی او په دې لار کې هیڅ ډول مصلحت او زور ته غاړه نه ږدی.

د شپږ نیمو بجو له غونډو وروسته تر دې دمه سلګونه مجرمین، تورن کسان نیول شوی او عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شوی دی.

دغه راز په دې موده کې سلګونه تورن کسان چې پخوا به کابل کې ازاد ګرځیدل، اوس له یو ځای څخه بل ځای ته نه شی تللی او خپلو پټنځایونو کې هم له ویرې سره ژوند کوی چې څوک یې و نه نیسی.

ښه کار دا وشو چې کابل ښاریانو ته دا وښودل شوه چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دی او یوه ورځ راتلونکې ده چې ټول به حساب ورکوی، که نن څوک جرم وکړی او یا یې پرون کړی وی، نو نن او یا سبا به یې حساب ورکوی.

د شپږ نیمو بجو له غونډې سره د کابل ښار پولیس زړه ور شوی او لکه د پخوا په څېر نه دی چې د تورو ښیښو او بې پلیټه موټرو پلټنه به یې نه شوه کولی.

د سهار د شپږ نیمو بجو غونډه کې د کابل وضعیت تر پخوا ښه شوی، غلاوې او جرمونه راکم شوی او ټولنیزې ستونزو د حل په موخه هلې ځلې چې قانون تطبیق کړی او په دې لار کې چې څوک مخې ته ورځی، د لومړی مرستیال دفتر ورسره ولاړ کیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا