خبر و دیدگاه

افغانستان وضعیت کومې خوا ته ځې؟‎

د طالبانو مشرانو په اسلام اباد او جی ایچ کیو کې د پاکستان له استخباراتی او پوځی مشرانو سره ولیدل او هغوی سره یې د راتلونکی په تړاو سلا مشورې وکړې چې څنګه کولی شی افغانستان کې ګډوډی زیاته کړی چې دوی د پاکستان په مرسته باندې بیا واک ته ورسیږی او له کابل د اسلام اباد حکمونه جاری شی.

طالب مشرانو ته د پاکستان استخباراتو نوې طرحه ورکړی چې کولی شی پر حکومت فشار راوړی او تبلیغاتی برخه کې به پاکستانی استخبارات ورسره همکاری کوی.

دا طرحه کویټې شورا سره شریکه شوې، کله چې د طالبانو مشران له اسلام اباد څخه کویټې ته راغلل، کویټه کې یې طالب قومندانان او کویټې شورا ته هغه دستورات ورکړل چې ای ایس ای دې مشرانو ته ورکړی و.

د مالوماتو له مخې، په نوی دستوراتو کې څو یې په لاندې ډول دی.

لومړی: طالبانو خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې په مخامخ جګړه او ځانمرګو بریدونو دې تمرکز نه کوی، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې دې ځآنمرګی بریدونه او جګړې کمې کړی، د دې پر ځآی دې ښارونو باندې تمرکز وکړی، ښارونو کې دې هم چریکې بریدونه کوی، ځانمرګی بریدونه دې نه کوی.

طالبانو ولیدل چې ښارونو کې اطلاعاتو ته لاس رسی زیات دی او هره پیښه باندې خلک سخت غبرګون ښیی او ټول افغانستان کې یې په اړه خلک خبریږی.

په دې ډول بریدونو سره چې بې ګنا پیاوړی کسان پکې په نښه کیږی، طالبان پوهیږی چې فشار پر حکومت راځی او د حکومتی ځواکونو امنیت چلنج کیږی.

دویم: طالبانو په دې لارښوونه کې زیات تمرکز په کابل ښار دی چې دینی عالمان، قومی مشران او خبریالان دې په نښه کړی چې تر ټولو زیات غبرګونونه له ځانه سره لری.

طالبانو دا لړۍ له وړاندې پیل کړې وه او اوس اندیښنې شته چې لا ډیر شدت پیدا کړی او له دې لارې پر حکومت د خلکو فشار زیات کړی چې هر څه ژر د طالبانو په خوښه او ډول باندې سوله وکړی.

درېیم: طالبانو په نوی دستور کې موټرو پسې نښلیدونکو ماینونو باندې هم تمرکز زیات کړی او هر هغه څوک چې څو کسان پرې خفه کیږی او اوښکې توی کوی، په نښه کوی او له منځه یې وړی.

د طالبانو روان پلان کې یواځې خبریالان او مدنی فعالان په نښه کیدل، خو اوس داسې ښکاری چې دا لړۍ دینی علماوو او قومی مشرانو ته وغځوی.

طالب د خپلو ګټو او واک ته د رسیدو لپاره هر هغه کار کوی چې انسانیت او مذهب ترې کرکه لری، خو طالب دا کار کوی او بیا ورته توجیهات د پاکستان د استخباراتی ملایانو څخه اخلی، هغه ملایان چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا