خبر و دیدگاه

پاکستان کې د پردې ترشا څه جریان لری؟

 

کله چې د سولې روانې خبرې په دوحه کې د شلو ورځو لپاره ودریدې افغان پلاوی له ولس سره د سلا مشورو لپاره کابل ته راغی او له راتګ څخه تر دې دمه دوی منظمې لیدنې کتنې، په تحقیقاتی او څیړنیزو مرکزونو کې خپلو ویناوو او د معلوماتو ورکړې ته دوام ورکړی دی.

طالب استازی بیا برعکس پاکستان ته لاړل، که څه هم پاکستان او طالبانو دې سفر ته رسمی نوم ورکړ او ویی ویل چې دوی به د کډوالو او سولې په اړه له پاکستانی استازو سره خبرې وکړی خو داسې نه وو ولې د ناکام مشروعیت هڅه شاه محمود قریشی وکړه او طالب استازو ته یی ډراماټیک او سمبولیک پروټوکول هم ورکړ ان تر دې چې د ملابرادر ترشاه یی د افغانستان درې رنګی ملی بیرغ کیښود.

راځم دې ته چې پاکستان ته تلی طالب پلاوی په خفا او پټه کې څوک ولیدل او چیرته یی سفرونه لرل:

په اسلام آباد کې تر سمبولیکو لیدنو کتنو وروسته ټول پلاوی د کوټې په لور روان شو ځکه د ټولو کورونه د کوټې په بیلابیلو سیمو کې دی دوی اول چمن ته راغلل او دلته یی د کوټې شورا له یو شمېر استازو سره ولیدل ملا برادر په چمن کې ټانګی کلی ته ولاړ چیرته یی چې کور دی او له هغه ځایه بیا بیرته ژر کراچۍ ته ستون شو چې هلته یی د افغانستان په جګړه کې سلګون ټپیان شوی طالب جنګیالی ولیدل چې وینا او ویدیو یی خلکو ولیدله او پر دې نور بحث نه کوو. خو ددې لیدنې په لړ کې له ملابرادر ځینې شوې پوښتنې چې رسنیزې نشوې او چاته یی د ثبت اجازه ورنه کول شوه ډیرې ترخې وی ځکه ټپی او معلول طالب منطق غوښت خو ملابرادر په دې غولول چې ټرامپ راسره پنځه ډیرش دقیقې خبرې وکړې ما پرې ټلیفون کاټ کړ او مایک پمپیو چې موږ ووینی راته پورته کیږی او دا ټول ستاسو ددې قربانیو پایله ده….. عجیبه ده د زرګونو انسانانو وژنه او قربانۍ یوازې او یوازې په دې را خلاصه شوې چې پر ټرامپ یی ټلیفون کاټ کړ او پامپیو ورته پورته شو؟ دا مسخره آمیزه خبرې عادی طالبانو ته ډیرې په زړه پورې وې خو د ناستې په پای کې پورته شوی ملا چې کومه دعا وکړه د طالبانو او ملابرادر د شته دریځ او شوې هوکړې پر خلاف وو او هغه په ښکاره پر مطلقه بریا او د کفارو پر بربادۍ تاکید لاره په داسې حال کې چې ملابرادر او د دوحې دفتر له کفارو سره اړیکې لرل تایید کړې، امریکایانو ته یی د نهو پوځی اډو ورکړه ومنله، د القاعدې پر ضد یی په جنګ هوکړه وکړه او دداعش پر ضد په جګړه کې د کونړ په ولایت کې پر ځمکه د امارت کسانو او پر هوا د امریکا ډرون الوتکو د داعش ډله وځپله. نو که خبره د مسلمانانو د اتحاد او د کفارو د بربادۍ وی مذهبی ستونزې پر خپل ځای القاعده خو د طالبانو دوستان او داعش یی مذهبی مخالفین وو نو بیا ولې د دعا کونکی او ویناوال ملابرادر په خبرو کې دومره ستر ټکر؟

کوټه کې د یوسف مارکیټ په څنګ کې تر جلسې وروسته د طالبانو د افراطیت، تندلاریتوب او ډله ایزو وژنو مخترع ملافاضل دتوبې په لور روان شو، ددې لپاره چې توبه لږ ښه وپیژنۍ لنډ بحث پرې لرم په کوټه او چمن کې دوه توبې دی چې یوې ته یی د اڅکزیو توبه وایی او بله یی د کاکړو توبه ده ملافاضل چې په قوم کاکړ او په دې قوم کې خاص نفوذ لری د کاکړو توبې ته ولاړ چیرته چې ۴۰ کاله کیږی ترهګر خوندی مراکز لری، د اڅکزیو توبه له ډیورنډ فرضی کرښې یو څه لرې خو د کاکړانو توبه بیا بیخی د ډیورڼد فرضی کرښې ته نیږدې پرته ده. نوموړی په توبه کې د ځانمرګو د روزنې له هغه ستر مرکز څخه لیدنه وکړه چې له همدې ځایه په افغانستان کې اکثریت ستر بریدونه چې لسګونو ملکی او بې ګناه انسانان پکې وژل کیږی پلان کیږی.

ملافاضل چې په طالبانو کې د کاکړو د قوم یوازنی کس دی تر ډیره هڅه کوی له خپل قومی حیثیت څخه په استفادې ځان مطرح کړی تر ده مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وزیرانو شورا رئیس ملامحمد ربانی چې پاکستان په زهری پیچکارۍ وواژه هم کاکړ او په همدې توبه کې یی ژوند کاوو.

ملاخیرالله خیرخواه او نورالله نوری بیا د کچلاغ په غټو او وړو مدرسو کې د جلب او جذب او مغز وینځنی پر هر هغو مرکزونو ګزمه وکړه او لږ او ډیرې پیسې چې ښایی په اسلام آباد کې ورکول شوې وې دوی پر خپلو وسله والو خصوصا د مدرسو پر مسولینو وویشلې څو د جنګ لپاره ذهنیتونه ګرم او آماده وساتی. دوی په دې لیدنو کې هیڅ طالب، د هیڅ مدرسې مسول او موسس ته د سولې، پخلاینې او هوکړې په تړاو معلومات نه دی ورکړی بلکه دوی ته یی ویلی دی چې جنګ به تر پایه روان وی او افغانستان باید په مطلق ډول بیا د طالبانو لاس ته ولویږی.

ملافاضل د ځانمرګو په روزنیز مرکز له پیله تر پایه چې کومه وینا کړې په افغانستان کې یی پر بریدونو او د بریدونو پر شدت ټینګار کړی دی ان تردې چې ویلی یی دی که سوله هم کیږی او د طالبانو د بدنې یوه برخه سولې ته ورځی دا مرکز به پرانیستی وی او مرګونی بریدونه باید جاری وی. نوموړی چې د پاکستان د یو غټ دینی عالم په جامه کې د طالبانو په چارو کې د ای اس ای افسر یی هم په څنګ کې ناست وو نوموړی ته اشاره کوله چې داسې نه ده سرجی؟ هغه به ورته د هو سرخوځاوو چې هیڅ ستونزه نشته مراکز به پرانیستی وی.

په پاکستان کې چیرته چې شل کاله افغان دولت ادعا کوله چې طالبان هلته دی، روزنیز مرکزونه هلته او د غټو بریدونو په طرحه او پلان کې آی اس ای او پوځ لاس لری د طالب مشرانو داسې خلاصې تڼۍ ګرځیدا او لیدنو کتنو افغانان له ګڼو پوښتنو سره مخ کړی او اوس هر سړی په دې پوی شوی دی چې دلته روانه جګړه نیابتی، پردۍ او د نورو د ګټو لپاره وه.

پاکستان هغه هیواد دی چې د انسانی حقوقو مبارزین په خپله خاوره، کاناډا او ان اروپا کې هم وژنی، د پښتنو محرومیت، د پښتون ژغورنې غړو زندانی کول،ربړول او تبعید کول، بلوڅو نسل وژنه او د سیندیانو محرومیت یی له هیڅ چا پټ نه دی خو یوه وسله واله ډله چې هره ورځ وینې تویوی، د ټولو انسانی قوانینو پر خلاف د یو هیواد ملت وژنی په یاد هیواد کې ازاد ګرځی، نه ډاریږی، نه نیول کیږی او نه ښایی کله یی په زړه کې هم تیر شی چې په پردی هیواد کې به له کومې ستونزې سره مخ شی.

بل مهم مورد دادی چې پاکستان هم ویلی دی چې دوی د سولې په برخه کې اسانتیا رامنځ ته کوی، طالبان سولې ته هڅوی او دوی کله هم له طالبانو ملاتړ نه دی کړی خو په یاد هیوادکې د طالبانو په سترو پوځی مرکزونو کې د طالب مشرانو کوز او بر کیدو دا خبره قطعی او یقینی کړه چې موږ د پاکستان پر وړاندې په یو تمام عیار خو نامحسوس جنګ کې ښکیل یو. دا مانا چې نوم د طالب دی پکې کارول کیږی افغان خو په اصل کې د جګړې مدیریت او ګټه یوازې او یوازې د پاکستان ده.

دا چې دولت او شنونکو به ویل چې روزنیز مرکزونه هلته دی پاکستان به ویل چې مهربانی وکړۍ اسناد راوړئ نو د ملا فاضل د توبې روزنیز مرکز، ددوی د مشرانو او ټپیانو پر شتون د ملابرادر تر اقرار پرته بل لوی ثبوت ته به اړتیا وی؟

اوس که سوله کیږی ملت ښایی طالب وبښی، ښایی هیڅ ترې دتل په شان پوښتنه ونکړی چې ولې دې وژلو خو پاکستان به په څو برخو کې افغانستان ته غرامت ورکوی:

۱ـ څومره پلونه او سړکونه چې وران شوی دا طالب نه پاکستان وران کړی او که دوی نه وی وران کړی ددوی په قومنده طالبانو وران کړی.

۲ـ څومره بې ګناه انسانان چې په افغانستان کې وژل شوی که خو افغان ولس په کور د ننه او د باندې زما منی نو سر له ننه باید د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، هاګ محکمې او بشری حقونو د نړۍوال سازمان مخې ته پرلتونه ووهی چې پاکستان باید محاکمه شی ځکه طالبانو خو چې افغان ولس واژه هره آسانتیا ورته پاکستان برابره کړې وه.

۳ـ په افغانستان کې چې په آساسی برخو باندې کوم بریدونه شوی دی ولس باید بیا هم د برنیو نړۍوالو سازمانونو او ادارو مخې ته په ځانګړو پرلتونو کې ددې تاوان غوښتنه وکړی.

پاکستان ولې طالبان داسې یو ځلې آزاد پریښودل:

۱ـ تاریخ ته یی مخ توری او بلک میل کړل.

۲ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر ضد یی وکارول.

۳ـ افغانستان یی یو ډول وډارواوو چې ددوی ومنی.

۴ـ د ډیورنډ په اړه یی دطالبانو دریځ معلوم کړ.

۵ـ سیمې ته یی وښوده چې پر طالبانو حاکمیت لری.

اوس چې موږ په یو حساس پړاو کې یو او ټول ملت په یو غږ سوله غواړی نو د هر قلموال او شنونکی دنده داده چې د ولسی ویښتابه پروسه پیل کړو، ځکه که موږ له منل شویو نورمونو ور هاخوا یوازې د څو ورځو لپاره پر سوله باور لرو نو موږ یوې بلې جګړې ته ځو.

موږ وینو چې د ډیرو وروستیو خونړیو بریدونو مسولیت طالب له دې سره سره چې دوی یی کوی نه اخلی خو بیا هم افغان وژنه روانه ده نو ښه به وی چې طالبان ، پاکستان او ایران تضمین ورکړی چې د بهرنیانو د وتلو او سولې په راتګ سره به پاکستان حقانی شبکه دداعش او نورو په نوم او ایران به فاطیمیون د افغانی ملیشو په توګه نه چاغوی.

حالت نازک دی او په داسې وضعیت کې د احساساتی سولې او یو اړخیز دریځ په لرلو سره ملت د بربادۍ لوری ته ځی پخوا خو ملت د طالب په ترانو او جذباتو غولیدلی وو خو اوس ملت طالب په کوټه، طالب د چمن په توبه، راولپینډۍ، دوحه او پیښور کې ولید چې څه کوی او څوک امتیازات ورکوی نو اقدام مو باید عاقلانه او منطقی وی.

پاکستان زموږ د اردو متلاشی کیدو، د پولیسو او سیستم له منځه تګ،د ډیورنډ رسمی کیدو او منل کیدو ته شېبې شماری، ایران د اوبو د مدیریت د مخنیوی لپاره وار د مخه لا فاطمیون او طالب ته له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې ذهنیت سازی کوی او روسان هم په محتطانه انداز د تاجکستان اوازبکستان له لارې له طالبانو سره مرستې کوی او طالبان هم په ډیر صداقت د ازبکستان لپاره په افغانستان کې میشت ازبک تندلاری په نښه کوی، د امریکا لپاره د المصری او نورو په شان د القاعدې مهم مشران د ډرون بریدونو او چاپو ته برابروی او په سرحدی سیمو کې بیا ګوډ طالبان دپښتنو د هدفی وژنو لړۍ دومره تیزه کړې چې ساری یی نشته دی.

په وروستیو ورځو کې طالبان چې د ملابرادر او فاضل کړنو ته هر منطق پیډا کوی دا پوچ دی ځکه دوی په خپل وخت کې په یکاولنګ او شمالی کې ډله ایز قتل عامونه کړی، باغونه او تاریخ یی له بیخه ویستلی او همدا اوس هم د زیارت او تاریخی ځای په نوم درګرده لګیا دی ددې وطن بیخ او بنیاد له منځه وړی، نو وخت یی دی چې ویښ شو او له منطقی لارې پریکړې وکړو، کنه ښایی وخت تیر شی او موږ بیا ارمان وکړو خو څه په لاس رانشی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا