خبر و دیدگاه

د پاکستان ترکنټرول لاندې دینی مدرسې که د ځانمرګو روزنځایونه

 

دا ښکاره ده چې په افغانستان کې طالبان دومره کسان د ځانمرګو بریدونو لپاره نه شی روزلی او نه شی چمتو کولی، څومره چې پاکستان کې ځوان نسل په یوه او بله پلمه باندې ځانمرګو بریدونه ته چمتو کیږی.

د دې څو لاملونه دی چې پاکستان د طالبانو لپاره د ځانمرګو د تولید فابریکې ګرځیدلې ده.

لومړی دا چې طالبان او د پاکستان استخبارات له هغو ځوانانو ناسمه ګټنه کوی چې له افغانستان څخه پاکستان ته د دینی زده کړو لپاره تللی وی.

دویم دا چې درې میلیونه افغانان د پاکستان بیلابیلو ښارونو کې اوسیږی او زیات شمېر یې ببلابیل مجبوریتونه لری چې د پاکستان استخبارات ترې د ځان د ګټو لپاره کار اخلی او د دې ګټو د تطبیق وسیله طالبان دی.

دریم دا چې پاکستان په ټولو ښارونو کې لوی او کوچنۍ مدرسې په خپل مدیریت کې اخیستی او د دې مدرسو مشران د پاکستان د استخباراتو یا ای ایس ای په مستقیمه اړیکه کې دی او د دینی علومو زده کوونکی د جګړو لپاره استخدام کوی.

څلورم دا چې د پاکستان د علماوو په تړاو زیات شمېر افغانان یا کم مالومات لری او یا یې ژر په تبلیغاتو باندې تیر وځی، دا ملایان د ملا په جامه کې د پاکستان د استخباراتو معاش خواره دی او د هغوی د ګټو لپاره د دینی علومو زده کوونکی کاروی.

دا پورته ذکر شوی ټول موارد د طالبانو لپاره یو فرصت ګرځیدلی او د جګړې کار یې ورته اسانه کړی چې په اسانۍ سره وکولی شی ځانمرګی بریدګر پیدا او هر ځای چې خوښه شی د شومو اهدافو لپاره یې وکاروی.

تازه نورستان ولایت کې یو ځانمرګی نیول شوی چې روزنه یې د پاکستان په یوې مدرسه کې ترلاسه کړې او بیا د یو پاکستانی له لوری تر نورستان ولایت انتقال شوی او دلته بل مسوول کس ته سپارل شوی دی.

د مالوماتو له مخې د جاوید په نوم یو ترهګر چې د پاکستان اوسیدونکی نورستان ولایت ته د ځانمرګو بریدګرو د انتقال مسوول دی او تازه مورد کې یې د عبدالحق فدایی په نوم یو ځانمرګی بریدګر د نورستان تر وانټ وایګل ولسوالۍ رسولی دی.

دې ځانمرګی د پاکستان په یوې مدرسه کې د ملا په جامه کې د پاکستان د استخباراتو له لوری روزنه لیدلې او بیا له یو ځانمرګی واسکټ سره نورستان ولایت مرکز کې د برید لپاره ګمارل شوی دی.

جاوید د عبدالحق فدایی په نوم ځانمرګی په وانټ وایګل ولسوالۍ کې ملا عیسی چې د طالبانو ځایی مسوول دی، او په حکیم الله مشهور دی، سپارلی او بیا د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال بریدګر د افغان ځواکونو له لوری نیول شوی دی.

تر دې به بل ښکاره ثبوت چرته وی چې طالبانو ته وړاندې شی، دا ډله د پاکستان د ګټو لپاره کار کوی او د پاکستان ملیشه یادیږی.

طالبانو سیاسی مشران که هر څومره سولې ته ځان ژمن وښیی، جنګی طالبان به یې سولې ته ځکه زړه ښه نه کړی، چې جګړه کې یې ګټې دی او سوله کې خپل راتلونکی تیاره بولی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا