خبر و دیدگاه

د کندهار او هلمند نه په جګړه کې معلومه شوه،چې طالبان د پاکستان ملېشه دی

 

طالبانو ډیر کله د ځآن د سپیناوی پرمهال ویلی چې له دوی سره پاکستانی پوځیان او استخبارات جګړه کې نشته او ټوله جګړه په کور دننه افغانانو باندې کوی.

طالبانو سره د پاکستان د پوځ د متقاعد افسرانو تر څنګ سخت دریځو ډلو کسان هم شته، هغه ډلې چې د ای ایس ای مستقیم ملاتړ ورسره دی او په افغانستان او هند کې د جهاد په نوم د پاکستان د ګټو په تعقیب پسې دی.

خو له دې ټولو سره چې طالبان سپیناوی ورکوی، بیا هم ځینې جنازې نه پټیږی چې پر ډیورنډ کرښه قاچاقی لارو باندې پاکستان ته ځی او بیا بیلابیلو سیمو کې یې په ځانګړو مراسمو جنازې مراسم ادا کیږی.

دا د نن خبره نه ده، بلکې دا د طالبانیزم پروژې له پیل څخه دا بهیر پیل شوی او تر نن دوام لری.

د هلمند له جګړې لسګونه جنازې پاکستان ته لاړې او هلته په ښکاره استخباراتی ملایانو پرې بیانونه وکړل او وژل شوی کسان یې د افغانستان د جګړې وبلل.

تازه کندهار کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې ډلې برید کړی چې شل پاکستانی وسله وال پکې وژل شوی دی.

دا وسله وال کوم عادی کسان نه دی، بلکې دا د پاکستان د استخباراتو او پوځ روزل شوی کسان دی چې دلته د جګړې رهبری پر غاړه لری.

دا کسان د جګړې په لیکو کې د ملا او قاری په نوم جګړه کوی، خو په اصل کې د پنجاب پوځیان وی چې غواړی طالبان لا ډیرې جګړې ته وهڅوی، د لا ډیرو افغانانو د وژل کیدو قومنده ورکړی او د عامه ځآیونو ورانولو کې همکاری ورسره وکړی.

پنجاب چې د افغانانو ازلی دښمن دی، طالبانو ورته خپل کور کې ځای ورکړی او هره ورځ پرې خپل افغانان وژنی او خپل وطن پرې ورانوی.

طالبان په څه وشرمیږی، ایا له پنجاب سره د افغانانو کومه ښه خاطره شته، کومه همکاری او کوم رشته لری، دا هر څه ښکاره دی چې پنجاب د افغانانو دښمن دی، خو طالبان بیا هم ورته ورور وایی او په کور ځای ورکوی چې بل ورور پرې ووژنی.

د هلمند پسې د کندهار په جګړه کې لسګونه پنجابیان ووژل شول، چې بیا یې جسدونه له ډیورنډ کرښې هاغاړې یوړل شول.

د جسدونو تر څنګ ټپیان هم د پاکستان بیلابیلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دی او کله چې هم روغ شی، بیا یې د جګړې لیکو ته مارش کړی.

تر څو چې طالب د پاکستان په غیږ کې کوی او پاکستان د طالب له اوږې پر افغانانو ډز کوی، تر هغې به دا جګړه روانه وی او طالب به دې جګړې ته په سپین سترګۍ د جهاد نوم ورکوی.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا