خبر و دیدگاه

اسلام د اعتدال او برابری دین دی نه افراطیت

 

افراطیت هغه څه دی په یوه کار کی له حده زیاتوالی او تیری . داسې زیاتوالی او تیری چی د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعی پر حقوقی حریم د بی دلیله توججهاتو په زور ظلم ، زیاتی ، سخت ګری او تجاوز سره وشی .

خو له بده مرغه اوس اسلامی نړی له دی خطرناکی پدیدی خوریږی او بیا په خاص ډول افغانستان له څو لسیزو راهیسی د ځینو ترهګرو او افراطی ډلو د ناړوا اهدافو لپاره په بیلابیلو ډولونو سره دا بدنرغی ګالی او هیواد مو په هر برخه کی د پر مختګ له لوړو پوړونو څخه وروسته پاتی کړی دی .

د افراطیت هیڅ ګټه نړی او اسلام نه نشته . ځکه اسلام اعتدال غواړی او افراطیت اعتدال له منځه وړی.

هر کله چی اعتدال تر پښو لاندی شی . هلته په ټولنه کی لوړی ژوری رامنځته او د بی ثباتی او وروسته پاتی والی سبب کیزی . دا نړی هسی عبث نه ده پیدا شوی . بلکی دانړی و موقت ژوند لپاره ده ، نه د افراطیت لپاره ، ځکه افراطیت وژنه او مرګ دی .

که افراطیت وی بیا نو زمونږ ژوند له خطراتو سره مخ دی ، د خدای عبادت رانه پاتی دی ، خپل اړیکی نه شو لرلی . پرمختکو نه شو کولی او په سمه توګه الهی احکام او اوامر نه شو شو عملی کولی .

د اسلام مقدس دین دا ټولو انسانانو او په خاصه توګه مسلمانانو ته په ډاګه کری ده چی اسلام اعتدال غوره کړی نه په کی افراط ته اجازه شته او نه هم تفریط ته ؛ کله چی د اسلام ستر پیغمبر حصرت رسول اکرم (ص) نړی ته ظهور وکړ نو په عقیدتی او په علمی لحاظ یی د اعتدال او میانه روی بنسټ کیښود ، موږ مسلمانانو ته هم لازمه ده چی هماغه بسنټونه تعقیب او په ژوند کی عملی کړو .

همدا رنګه اسلام له افراطیت سره هیڅ ډول اړیکه نه لری او نه باید د هغه ظلم او وحشت له امله چی افراطی ډلی یی تر سره کوی اسلام ملامت کړو ، اساسی ستونزه دا ده چی دغه افراطی ډلی له اسلامی هویت څخه په ګټی اخیستنی فعالیت کوی او مسلمانان هم نه شی کولای له دغی لویی ستونزی څخه انکار وکړی ،په دی اساس مسلمانان مکلف دی چی د دغو ډلو پرمختک مخه ونسی که مونږ دا کار ونکږو موږ به هم د اسلام د نوم د بدیدو له امله مسول واوسو.

ژوند آزادی او عزت د اسلام له بنستیزو ارزښتونو څخه شمیرل کیږی مسلمانان باید له دغو دریو ارزښتونو ( ژوند . آزادی . او عزت ) څخه دفاع او ساتنه وکړی دا اسلامی ارزښتونه دی او هیڅ رهبر که دینی وی او یا که سیاسی ، حق نه لړی چی دا ارښتونه د انسانانو له لاسونو وشو کوی او انسان تری محرومه کړی خو له بده مرغه چی زمونږ په هیواد کی د ترهګرو ډلو تر څنګ ځینی افراطی ډلی هم شتون لری چی د اسلام او جهاد تر نامه لاندی په دینی مدارسو کی زمونږ د ځوانانو له احساساتو څخه به ناوړی ګتی اخیستنی سره افراطیت او تاوتریخوالی ته لمن وهی او ډ ډول ډول پلمو او بهانو تر نامه لاندی ځوانانو د ترهګرو ډلو لیکو ته جذبوی چی دا په څپله د اسلام او انسانیت خلاف عمل دی چی زمونږ د ولسونو تر منځ د دینی مراکز او یه ځانګری توګه د دینی مدارسو د بی اعتباره کیدو سبب شوی دی نو به کار ده چی مونږ به څپله تولنه او ځانګری توکه به دینی مراکزو کی د هر ډول افراطی افکارو د خپریدو مخنیوی وکړو او پری نږد و چی د دغو مراکز کنترول مو د نا اهلو افراطی په لاس کی پریوځی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا