خبر و دیدگاه

ولی طالبان د بایدن له بریا څخه به غصه دی؟

 

طالبان په تمه و چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به ډونالډ ټرمپ وګټی او هغه بیړه چې ټرمپ د بهرنیو ځواکونو لپاره درلودله، هغه به سر ته ورسیږی او طالبان به یو ځل بیا واک ته ورسیږی.

که څه هم له پاکستان پرته ټوله نړۍ طالبانیزم نه غواړی، خو بیا هم طالبانو سره کاذبه تمه وه چې ګنې د ټرمپ له بریا سره به کابل طالبانو ته وسپارل شی او یوځل بیا به د طالبانو توره واکمنی په کابل حاکمه شی.

طالبانو سره دا کاذبه تمه وروسته له هغې پیدا شوه چې د امریکا ولسمشریزه ټاکنو لپاره ټرمپ بیړه درلوده چې له خپل ولس سره کړې ژمنه پوره کړی.

دا ژمنه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو ویستل و چې ټرمپ پنځه کاله وړاندې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال کړې وه.

اوس چې ټاکنې وشوې او پایلې یې د جوبایډن په ګټه تمامې شوې، د طالبانو اندیښنې زیاتې شوی دی.

لومړی دا چې ټرمپ د ټاکنو لپاره بیړه کړې وه چې هر څه ژر طالبانو سره هوکړې ته ورسیږی او خپل سرتیری له افغانستان وباسی، خو د دې پریکړې سره د امریکا دفاع وزارت همغږی نه و.

له همدې کبله ټرمپ له طالبانو سره هوکړه کې عاجله وکړه او ډیر څه چې باید له دې ترهګرې ډلې سره نه وی منلی شوی، ټرمپ د دې لپاره ومنل چې بیا ټاکنې وګټی خو ټاکنې یې بایلودې.

اوس اندیښنه شته چې ممکن د امریکا نوې رهبری چې بایډن یې مشری کوی، طالبانو سره هوکړه باندې بیا کتنه وکړی، ځکه ټرمپ دا هر څه د انتخاباتو لپاره کړی او امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې او قراردادونه لری.

د بایډن له بریا سره طالبانو ځکه مورال له لاسه ورکړی چې ټرمپ د خلیلزاد په خوله او صلاحیت باندې طالبانو ته لوی سټیج ورکړی چې ان نړیوال یې هم مخالف دی.

له امریکا سره په هوکړه طالبان ډیر مغروره شوې و او د فاتحینو احساس یې درلوده او څو ځل یې ویلی هم و چې دوی د افغانستان جګړه وګټله او امریکا ته یې ماتې ورکړه.

په داسې حال کې چې طالبانو له دوه کلونو راهیسې هیڅ امریکایی افغانستان کې نه دی وژلی او هرې خواته افغانان د جګړې قربانی کیږی.

طالبان چې اوس له افغان حکومت سره هم خبرو کې شاتګ کوی، لامل یې دا و چې د ټرمپ په خبرو باندې یې ډیره تکیه درلوده.

ټرمپ چې کومې څرګندونې کولې، هغه د ټاکنو لپاره کولې، نور خو د امریکا پالیسی او تګلارې مالومې دی چې هیڅ کله نه بدلیږی.

خو طالبان په تمه و چې ټرمپ به سرتیری له افغانستان ووځی، له افغان ځواکونو سره به شوې ژمنې عملی نه شی او طالبان به په تاوتریخوالی سره یو ځل بیا ولایتونو کې وینه تویدنه پیل او ځینو سیمو باندې به واکمن شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا