خبر و دیدگاه

سیاست او جګړه دواړه طالبانو بایللی دی

 

طالبانو کلونه جګړه کې خلک په یوه او بله پلمه باندې د جګړې لیکو ته جذب کړل، قربانی یې کړل، معلول یې کړل، زندانیان یې کړل او نادرکه یې کړل، خو له کومې ورځې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې طالبان د جګړې په ډګر کې له دوه عمده مشکلاتو سره مخ دی.

بشری قوه چې طالبانو پخوا ډیره زیاته درلودله.

طالبان د جګړې په ډګر کې په تیرو کلونو کې د ځوانانو له کمښت سره نه دی مخ شوی، له ځانمرګو نیولې بیا تر ډله ییزو بریدونو کسان ورسره و چې په رضاکار ډول او یا د کوم بل لالچ لپاره یې د طالبانو پلانونه عملی کول.

خو اوس چې له امریکا سره هوکړه شوې د طالبانو د ځآنمرګو بریدګرو ګراف ډیر زیات کم شوی او څوک حاضر نه دی چې ځآنمرګی او ډله ییز برید وکړی.

طالبانو په تیرو کلونو کې د اشغال ترنامه لاندې ناپوه او جاهل ځوانان جذبول او کاذبو تبلیغاتو باندې یې د خپلو موخو لپاره کارول، خو اوس چې هر څه روښانه شوی، د اشغال پلمه له منځه تللې، طالبان هیڅ پلمه نه لری چې ځوانان پرې ځانمرګی برید ته وهڅوی.

طالبانو چې ډیر کله په جګړه کې د غرور خبره کوله، لامل یې دا و چې د کلی بې سواده او مجبوره ځوانانو له مجبوریت به یې ګټه پورته کوله او هر ځای به یې چریکی او ډله ییز بریدونه پرې کول، خو اوس په دې کار نه شی توانیدلی.

امکانات چې طالبان ورسره د جګړې په ډګر کې له ستونزې سره مخ دی

دوه کاله وړاندې کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نه وې پیل شوې، د طالبانو خریداران په نړۍ کې زیات و، د پاکستان تر څنګ ایران او مسکو هم دې ډلې ته پیسې او امکانات ورکول چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې لپاره جګړه وکړی.

د دې جګړې چې د امریکا د ماتې نوم ورکول کیده، امریکایان او د نورو هېوادونو ځواکونه قربانی نه و، بلکې افغانان یې قربانی و، خو دا چې طالب یو اجرتی قاتل و، له هر چا یې د افغانانو د وژلو لپاره پیسې او امکانات اخیستل.

خو کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې، دا امکانات او پیسې یو څه کمې شوې، کله چې له امریکا سره هوکړه وشوه او طالبانو امریکا ته د هغوی د ګټو د خوندیتوب تضمین ورکړ، ایران او مسکو یې له مالې ملاتړ لاس واخیست او یواځې پاکستان پاتې شو.

پاکستان نه شی کولی چې په لویه کچه باندې طالبانو ته پیسې او امکانات ورکړی، ځکه پاکستان خپله د بودجې له کسر سره مخ دی، پاکستان یواځې کولی شی د طالبانو لوړپوړی جنګی قومندانان او سیاسی مشران وساتی، په ټوله کې ټول جنګیالی نه شی ساتلی.

همدا د امکاناتو او پیسو کمبود، طالبان د جګړې په ډګر کې له سختې ستونزې سره مخ کړی، له یوې خوا بشری قوه نشته او له بلې خوا بهرنیو ځینو هېوادونو همکاری ورسره بند کړې، طالبان سخت وارخطا ښکاری او یو ځل بیا هڅه کوی چې لوی ښآرونو کې ستر بریدونه وکړی چې خپل قوت ښکاره کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا