خبر و دیدگاه

د دینی عالمانو فتواوو طالبان ور خطا کړی‎

 

له سعودی، مصر، اندونیزیا او تاشکند وروسته بنګلدیش علماوو په یو تازه بیان کې د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې او له سخت دریځو ډلو غوښتل شوی چې نباید د اسلام او جهاد په نوم مسلمانان ووژنی.

د بنګلدیش هېواد علماوو په ښکاره ویلی چې په افغانستان کې هیڅ ډول وینه تویدنه شرعی جواز نه لری او باید جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږی.

دوی ویلی چې د واک لپاره جګړو ته دې د جهاد نوم نه ورکول کیږی او هڅه دې نه کیږی چې د اسلام مبارک دین په نړۍ کې سخت دریځۍ باندې نوم بدی کړی.

د بنګلدیش د علماو اندیښنه لکه د نورې نړۍ د علماوو ده چې طالبان دین د خپلو شخصی ګټو او پردیو استخباراتو لپاره کاروی او په دې سره په نړۍ کې د اسلام غلط تصویر وړاندې کوی.

د اسلام مبارک دین د هیڅ مسلمان وژل روا نه یادوی او نه اجازه ورکوی چې په یوه او بله پلمه باندې خلک ووژل شی، خو طالبان هڅه کوی له امریکا سره تر هوکړې وروسته یې هم جګړه شرعی جواز ولری او په دې برخه کې یې د پاکستان له علماوو د فتوا غوښتنه کړې.

د پاکستان علماء چې د پاکستان د استخباراتو په دایره کې بند دی او له جی ایچ کیو څخه امر اخلی، هر کله یوه لار طالبانو ته پیدا کوی چې افغان وژنه پرې دوام پیدا کړی.

له طالبانو څخه یو شمېر باشعوره وسله والو لارې جلا کړی، یا په کور ناست دی او یا د راتلونکی په اړه تصمیم نیسی چې څه وکړی، خو هغه جاهل وسله وال ورپاتې دی چې نه په دین پوهیږی او نه په انسانیت.

طالبان چې د نړۍ علماوو فتوا سخت وارخطا کړی، اوس په پوره شدت سره کار کوی چې وسله وال یې ترې لارې جلا نه کړی.

ځکه طالبانو په ډیرو کاذبو تبلیغاتو او فتواوو باندې خلک د جګړې لپاره جذب کړی او که خبر شی چې دا جګړه هیڅ اسلامی جواز نه لری، نو یوه ورځ به هم جګړه و نه کړی.

خو طالب مشران چې پاکستان کې ژوند کوی، په ډیر هنر سره د استخباراتی علماوو څخه ویډیو کلپونه اخلی او په خواله رسنیو کې یې تر وسله والو رسوی چې په افغانستان کې د جګړې لپاره ورته کاذب شرعی جواز پیدا کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا