خبر و دیدگاه

ملت اجازه نه ورکوی چې په هیواد کې موقت حکومت را منځته شی

 

د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو ډنډورې یو ځل بیا راپورته شوی او په بیلابیل ډول باندې تبلیغات کیږی.

کله د یو چا عکس رامخې ته شی او کله د بل چا عکس، دا هر څه د دې لپاره کیږی چې د موقت حکومت په تړاو د افغانانو غبرګون مالوم کړی.

خو له نیکه مرغه چې د خلکو غبرګون د ډنډوره چیانو د تمې خلاف و، خلکو سخت غبرګون وښود او موقت حکومت یې د افغانانو لپاره زهر قاتل یاد کړ.

دا کیسه له کوم ځای پیل شوې، غواړم په دې درته رڼات واچووم.

د احمدشاه درانی په نوم کوم کس چې د متحده عربی اماراتو په شارجه یې پخوا هوټل و، اوس کوم بل کاروبار په اماراتو کې لری.

دا سړی کوم سیاسی او قومی نفوذ نه لری، خو په اماراتو کې ښه دیره او ښه پیسې لری چې ځینې کسان یې په دسترخوان راټول دی.

درانی په دیره کې یوه میله جوړه کړې او له حکومت مرور او په اصطلاح اپوزسیون ورځی او هلته رنګینې او خوږې شیبې لری او دې کس ته وایی چې تاسو د موقت حکومت لپاره وړ یاست.

د دې لپاره چې د مرورو او عقدیی سیاستوالو د شپې ځای پیدا شی او پر حکومت باندې خپله عقده سړه کړی، دا بحث ورسره اوږدوی او تمه ورکوی چې تاسو به راتلونکی حکومت مشر یاست.

دا کس هم په دې ښه پوهیږی چې نه موقت حکومت شته او نه په دې نوم کوم فورمول افغانان منی، خو بیا هم تمه لری چې که حکومت و نه شی، د دې نوم خو به یو ځآی او بل ځای یادیږی.

په بهر کې سیاستوال او په کور دننه مرور سیاستوال، متحده عربی اماراتو کې راټولیږی او دا بحثونه مخ ته وړی.

دا میله له ډیر وخت راهیسې روانه ده، خو اوس ورته هوا ورکړل شوه چې مالومه کړی، خلک څومره د موقت حکومت طرفدار دی.

افغانانو د نظام له منځه وړل تجربه کړی، موقت حکومتونه یې تجربه کړی، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.

افغانان د سر په بیه د رایو صندقونو ته تللی او یو منتخب ولسمشر یې ټاکلی دی، تر هغې چې د دې موده پوره کیږی، بیا به ټاکنې کیږی او په دې وخت کې هیچا ته فرصت نه ورکول کیږی چې کوم بل فورمول رامنځ ته کړی.

هغه کسان چې ځان د موقت حکومت مشران ورته ښکاری او خلک ترې په یو او بل چل باندې پیسې وباسی، په دې خبر شی، اصلا هیڅ موقت حکومت نشته.

تاسو د نړیوالو، امریکا او افغان حکومت خبره واورئ او وګورئ چې څه خبرې کیږی، د موقت حکومت خبره نه منځ ته راغلې، نه بحث شوې او نه به دا فرصت پیدا شی چې موقت حکومت رامنځ ته شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا