خبر و دیدگاه

طالبان په کوم دلیل افغانان وژنی؟

طالبانو کلونه جګړه په یوه او بله پلمه وکړه، خو کله یې چې له امریکا سره هوکړه وکړه، د جګړې مشروعیت او پلمه یې له منځه لاړه او د بلې پلمې په لټه کې شول.

طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر بهرنیو ځواکونو هر ډول بریدونه بند کړل او اوربند یې ورسره وکړ، خو پر افغانانو د بریدونو لپاره یې جوازونه لټول.

طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته سمدستی وویل چې تر څو د دوی زندانیان خوشې نه شی، تر هغې به جګړه دوام پیدا کوی.

د جګړې لپاره سمدستی طالبانو ته همدا پلمه په لاس ورغله چې دوی د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو لپاره تاوتریخوالی کوی.

طالبانو په دې موده کې چې طالب زندانیانو پروسه تکمیل شی، د پنځه زره طالب بندیانو لپاره یې لس زره افغانان شهیدان کړل.

ځینو طالب پلوه کسانو او حکومت خلاف سیاسیونو هم افغان حکومت ملامت باله چې زندانیان نه خوشې کوی او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کله چې د زندانیانو د خوشې کیدو پروسه تکمیل شوه، بیا هم طالبان په خپله ژمنه و نه دریدل او تاوتریخوالی ته یې دوام ورکړ، په دومره توپیر چې پخوا به یې د جګړې او چاودنو مسوولیت اخیست، خو اوس د هر ډول جګړې او چاودنو مسوولیت نه اخلی.

طالبانو سره مذاکراتی پلاوی په دوحه کې ناست دی چې سمدستی د جګړې د بس لپآره لار ولټوی، خو دا چې د طالبانو مشورې او پریکړې خپلواکې نه دی، طالبان هیڅ نه غواړی چې تاوتریخوالی کم او اوربند وشی.

طالبان کله په یوه او کله بله پلمه باندې ځان له اوربند باسی او په افغانستان کې خپلو وسله والو ته د جګړې د شدت لارښوونه کوی.

تاسو به د طالب مشرانو خبرې اوریدلی وی چې خپلمنځ کې یې ویلی چې که اوربند وشی، طالبانو فشار له منځه ځی او بیا هیڅ ډول پریکړې او غوښتنې په مقابل لوری نه شی منلی.

یانې دا ښکاره شوه چې د طالبانو جګړه د فشار او واکمنۍ لپاره ده او هیڅ اسلامی او شرعی جواز نه لری.

شرعی جواز خو یې له مخکې څخه نه و، خو کله یې چې له امریکا سره هوکړه وکړه، په همغه ورځ یې پر افغانانو بریدونه پیل کړل او د بهرنیانو وژل یې کفر وباله.

تاسو د هلمند وروستۍ جګړې مالومات وګورئ، چې نږدې ۲۰۰ ملکی وګړی یې قربانی دی او ۱۰زره نور بې ځایه شوی او له سخت وضعیت سره مخ دی.

د طالب جګړه د همدې لپاره ده چې هېوادوالو باندې ارامه ورځ تیره نه شی او هره ورځ باید کډې په سر وګرځوی.

د هلمند جګړه کې طالبانو څه لاس ته راوړل، یواځې خپل افغانان یې ووژل، د غریب اولادونه یې قربانی کړل، د کلی خلک چې حتا تر لښکرګاه کرایه ورسره نه وه، له کوره بې ځایه کړل او ډیر نور زیانونه یې واوړول او بیا له شرمیدلې ماتې سره مخ شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا