خبر و دیدگاه

د طالبانو نوی اسلامی نظام، جالب نوم او تر شاه یې د ای اېس ای دسیسې

 

د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند نعیم وردګ له یوې خصوصی رسنۍ سره مرکه کې ویلی چې طالبان د یو نوی اسلامی نظام د جوړیدو او رامنځ ته کیدو په لټه کې دی.

له نوی اسلامی نظام څخه د طالبانو هدف څه کیدلی شی.؟

۱: له دې خبرې سره طالبانو وښوده چې پنځه کاله یې پر افغانانو زوړ اسلامی نظام تطبیق کو، هغه نظام چې فتوا او پالیسیانې یې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې جوړیدلې.

۲: د نوی اسلامی نظام لپاره د طالبانو نوې طرحه چې هر څه ده، وی به خو یو څه یې په ډاګه کړل چې دوی غواړی هر کله اسلام د خپلو ګټو او اهدافو لپاره په نوی او زوړ ډول سره وکاروی، طالبانو دا کار تیرو کلونو کې کړی هم دی، هر هغه څه چې د دوی په ګټه و، توجیهات یې ورته لټولی دی.

۳: د طالبانو له دې خبرې سره یوه بله نظریه هم مخې ته راځی، چې دا ډله اوس هم ځان فاتحین ګڼی او غواړی چې د سولې خبرو کې هر هغه څه پریکړه چې کیږی، یواځې د طالبانو به منل کیږی او مقابل لوری به یې منی.

خو افغانان هیڅکله طالبانیزم نه غواړی، هغه طالبانیزم چې د نظام جوړښت او تګلارې یې د پنجاب دی او نوم ورته اسلامی ورکوی.

۴: تاسو به لیدلی و، یا به مو اوریدلی وی، هغه وخت چې د طالبانو واکمنی وه، د طالبانو نظام یواځې پاکستان په رسمیت پیژنده، د دې لپاره چې افغانستان د پاکستان لپاره پنځمه صوبه وه او ټول اوامر او احکام یې چلیدل.

طالبان له پاکستان سره په مشوره او د هغه هېواد په ملاتړ یو ځل بیا غواړی چې د جی ایچ کیو پالیسیانو د تطبیق لپاره افغانستان کې زمینه برابره شی.

۵: طالبان د نوی اسلامی نظام طرحه کې له ځان سره لری، حتما به د جی ایچ کیو د علماوو فتوا هم ورسره وی، د پاکستان استخبارات ټول هغه علماء استخدام کړی چې پر طالبانو باندې نفوذ لری او هر کله یې د خپلو ګټو لپاره کاروی.

۶: طالبان که نوی اسلامی نظام غواړی، لومړی دې له افغان مذاکراتی ټیم سره په اوسنی جمهوری نظام بحث وکړی چې کوم ځای غیرې اسلامی دی او کوم ځای اصلاحات غواړی.

اسلامی نظام د یو بنسټیز نظام د ړنګیدو لپاره نه وی، بلکې د یو پر پښو ولاړ نظام د پیاوړتیا او محکمیت لپاره وی.

نو ویلی شو چې طالبان له نوی اسلامی نظام سره یو ځل بیا غواړی چې د پنجاب امامت وکړی، نوم به افغان طالب وی، خو سیستم کې به پنجابی ناست وی او هر هغه کار به کوی چې د افغانستان د بربادۍ او پاکستان د ساتنې لپاره وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا