خبر و دیدگاه

ولی امریکا پر طالبانوګران دی؟

 

طالبانو چې کلونه افغانان له امریکا سره د اړیکو په تور شهیدان کړل، ټپیان کړل، بې کوره کړل، ځانی او مالی یې زیانمن کړل، اوس چې له امریکا سره هوکړه لری، هره موضوع کې یې سترګې امریکا ته وی چې هغه هېواد ورته څه امر کوی.

ان تر دې چې تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا هیله ښودلې وه او دعا یې ورته کړې وه.

طالبانو په قطر کې له امریکا سره تر بحثونو وروسته هوکړه وکړه، اوس چې بین الافغانی خبرې پیل شوی، طالبان غواړی چې دا خبرې هم د امریکا په خوښه، رضایت او نیت باندې مخ ته لاړې شی.

طالبان چې د جګړې لپاره به یې د قران او احادیثو دلایل لټول، اوس بین الافغانی مذاکراتو میز باندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې روایتونه او حوالې ورکوی.

افغان مذاکراتی پلاوی چې له ټولو قشرونو او قومونو تشکیل شوی، په میز باندې د اسلامی احکامو او اساسی قانون سره بحثونه کوی، خو طالبان ټینګار لری چې له امریکا سره د شوې هوکړې په دوام خبرې کوی.

پر حنفی فقهه باندې د اسنادو برابرول د منلو دی، چې جعفریه فقهه هم پکې ځای په ځای شی، نور نو بین الافغانی خبرې د امریکا او طالبانو هوکړې سره هیڅ تړاو نه لری.

طالبانو امریکا په قبله منلې او هره موضوع چې ترې جنجالی کیږی، د امریکا حواله پکې ورکوی او هڅه یې دا وی چې امریکا پکې منځګړتوب وکړی.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ غواړی چې د افغانانو خبرې باید د افغانانو په مالکیت وی او هیڅ هېواد پکې لاسوهنه و نه کړی، خو طالبان دی چې په لوی لاس د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې ته زمینه برابروی.

نو ویلی شو چې طالبانو د شرعیت د نافذ کولو په نوم شل کاله افغانان قربانی کړل، له امریکا سره د ملګرتیا په فتوا یې سلګونه زره افغانان شهیدان کړل، اوس چې طالبان خپله له امریکا سره خبرې او هوکړې کوی، دا طالبانو ته جواز لری، خو نورو افغانانو ته یې نه لری.

دا ښکاره ده وه او اوس لا ډیره ښکاره شوه چې طالبان دین د سپر په توګه کاروی او هر ځای یې چې خوښه شی او په ګټه یې وی، هلته دین کاروی او که یې پکې تاوان وی، هلته بیا سیاست کاروی او امریکا خپل ستراتیژیک ملګری یادوی.

طالبانو له امریکا سره هوکړه کې منلې چې نه القاعده منو، نه بله جهادی ډله منو او نه بله، خو شل کاله مخکې یې اسامه نه ورکو چې اسلام سرحد نه لری او دا مجاهد دی.

نو په دوحه کې د خبرو په ځنډ افغان حکومت نه دی ملامت، بلکې طالبان ملامت دی چې سترګې یې امریکا ته دی او غواړی هره خبره کې امریکا ښکیل کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا