خبر و دیدگاه

ولی هلمند کې جګړېزور واخیست؟

 

له د یکشنبې په ورځ هغه تصویرونه خواله رسنیو کې ولیدل چې خلکو خپل کورونه په موټر سایکل بار کړی او له نادعلی، مارجې او ناوې ولسوالیو سرونه خوندی د لښکرګاه ښار ته راوباسی.

دا د هغې جګړې تصویرونه دی چې طالبانو کلونه وړاندې هم وکړې، خو له سختې مرګ ژوبلې سره بیرته شاتګ ته اړ شول، یا ووژل شول، یا ونیول شول او یا هم له سیمې وتښتیدل.

طالبان له تیرو ۱۹ کلونو راهیسې د مرکز لښکرګاه او شاوخوا سیمو د سقوط خوبونه ګوری، خو تر نن نه دی بریالی شوی او تر څو چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه ژوندی وی، تر دې وروسته به یې هم دا خوب پوره نه شی.

طالبانو څو ځل هڅه کړې چې د خلکو د کورونو څخه د سنګر په توګه کار واخلی او ځینو سیمو کې وضعیت خراب کړی، خو کله چې د جګړې میدان ته ښکاره شوی، همغه مهال یا وژل شوی او یا نیول شوی دی.

دا ځل بیا طالبانو د هلمند نادعلی ولسوالی څو کلیو کې ځانونه پټ کړی و، راوتلی او ځینې سیمې یې نیولی چې له افغان ځواکونو سره سختو جګړو کې زیات شمېر کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوی.

طالبان ښه په دې پوهیږی چې جګړه کې ښکاره پرمختګ نه شی کولی، یواځې غلچکی بریدونو باندې وضعیت خرابولی شی چې د خلکو له کورونو څخه ډزې وکړی.

نو په دې پوه دی چې د یوې سیمې نیولو او ساتلو توان د یوې اوونۍ لپاره هم نه لری، د طالب تکتیک دا دی چې د جګړې خط یې نه دی مالوم، د خلکو په ډکو کورونو ننوځی او ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروی.

د هلمند له نادعلی، مارجه او ناوې ولسوالیو څخه زیاتې کورنۍ کډه کولو ته اړ شوی، لامل دا دی چې طالبان یې په ډک کور دننه کیږی او له همدې کور څخه پر افغان ځواکونو بریدونه کوی.

نو دا ښکاره ده چې له کوم ځای څخه پر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ډزې او بریدونه کیږی، مقابل کې یې همغه ځای لګیږی.

طالب د جګړې اصول نه مراعت کړی او نه غواړی چې مراعت شی، طالب یواځې ګډوډی جوړول غواړی او نور د خلکو کیسه کې نه دی چې څوک وژل کیږی، څوک بې کوره کیږی او څوک له سخت وضعیت سره مخ کیږی.

دا یو مثال دی چې د هغو کورنیو عکسونه خپاره شول چې د طالبانو د سختې جګړې له کبله مرکز لښکرګاه ته لسګونه کورنۍ رابې ځآیه شوې.

طالبان له یوې خوا د سولې خبرو ته ناست دی، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه فعال دفاعی حالت ته تللی چې ګوندې افغانان له دې اوږدې جګړې خلاص شی، خو طالب هیڅ ډول سولې ته ژمن نه دی.

که افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د ولسونو په غوښتنه دفاعی حالت کې نه وی، طالب دومره جرات نه شو کولی چې نن یې د هلمند په څو ولسوالیو کې سختې جګړې کړی وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا