خبر و دیدگاه

د امریکا او طالبانو یارانه؛ څوک کافر او څوک مسلمان شول؟

 

طالبانو چې نولس کاله افغانان په دې پلمه ووژل چې ګنې د امریکا مزدوران دی، اوس خپله په دې جال کې لویدلی دی.

دوه کاله وړاندې د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې اعتراف کړی و چې هر څومره افغانان یې په جګړه کې وژلی، ټول د امریکا مزدوران و.

طالبانو ځکه د افغانانو وژل روا بلل او دلایل یې ورته پیدا کول، چې د طالبانو د جګړې پلمه امریکا وه او وژل یې افغانان.

د افغانانو د وژل کیدو لپاره طالبانو د (جی ایچ کیو) له فتوا کار اخیست او خپلو جنګیالیو ته به یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو فتواوې لیږلی.

طالبانو له دې کبله زرګونه افغانان ووژل چې ولې د هغې حکومت تر حاکمیت لاندې ژوند کوی چې حکومت یې له امریکا سره تړونونه لری.

ستاسو به یاد وی چې کله د امریکا او افغان حکومت ترمنځ ستراتیژیک تړون وشو او له هغې وروسته بیا امنیتی تړون وشو، طالبانو پرې سخت غبرګون وښود او افغان حکومت یې جاسوس او مزدور یاد کړ.

خو نن طالبانو خپل ۱۹ کلن دښمن سره هوکړه وکړه او امریکا ورسره د نغدو پیسو او واک راتلونکی واک کې د برخې ژمنه کړې، طالبان یوه خبره د امریکا له مشورې پرته نه کوی.

طالبان چې اوس له افغان حکومت سره د مذاکراتو میز ته ناست دی، خبرې یې په دې جنجالی کړی چې له امریکا سره د شوې هوکړې په دوام خبرې غواړی، په داسې حال کې چې د امریکا او افغانانو خپلمنځی خبرې دوه جلا بحثونه دی او هیڅ یو پر بل نه وردګډیږی.

طالبانو به پخوا ویل چې د شرعی نظام د نافذولو لپاره باید د قران کریم له نسخو او لارښوونو ګټه واخیستل شی، خو اوس یې چې له امریکا سره د ملګرتیا تارونه غځولی، اوس خبرې د امریکا په خوښه او هغوی د تړون په دوام غواړی.

دا ټولو ته جالبه ده چې څنګه طالبانو د امریکا پرضد جګړه کې افغانان هم مزدوران بلل او د افغانانو وژل یې روا عمل باله، خو اوس له امریکا سره هوکړې کوی او د هغې هوکړې په دوام هر څه غواړی.

جالبه ده، که نه؟

افغان حکومت او افغانان له امریکا سره هوکړو باندې کافر و، خو طالبانو چې له امریکا سره هوکړه کړې، هغوی فاتحین دی.

طالبانو دا تیر څو کلونه د واک لپآره له دین او جهاد ګټه واخیسته او اوس مالومه شوه چې دا هر څه د واک لپاره و او څومره وژنی او ویجاړی چې شوی طالبانو یو داسې خیانت کړی چې په دې دنیا د بخښلو نه دی او د هغې دنیا حساب به هم ورکوی.

طالبانو د دوحې خبرې اوس د دې لپاره ځنډولی چې له افغان لوری سره نوی طرزالعمل نه رامنځ ته کوی، بلکې د هغې هوکړې له مخې مخ ته ځی، چې امریکا او طالبانو کړې ده، په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه هم عمل نه دی کړی.

له امریکا سره هوکړه کې ژمنه شوې وه چې طالبان به تاوتریخوالی کموی او د مخامخ خبرو له پیل سره سم به اوربند کیږی.، خو نه تاوتریخوالی کم شو او نه هم اوربند وشو، ځکه طالبان باور لری، که اوربند وشو بیا هیڅ نه لری چې د خبرو په میز یې د فشار په توګه وکاروی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا