خبر و دیدگاه

داعشیانو د یو او بل پر وړاندې

 

تازه د داعش خراسان ډلې ته یوه منسوب ویډیو خپره شوې چې پکې د داعش هغه ډله چې تیرو کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیتونه کوی د پاکستان ملیشې او جاسوسان یاد شوی او خبرداری ورکړی چې له منځه به یوړل شی.

د نوې ډلې مالومات ښیی، چې د خراسان داعش ډلې په نوم چې تیرو کلونو کې کومې ډلې فعالیت کړی، د پاکستان له استخباراتو سره مستقیم اړیکه لری او د هغوی په دستور باندې فعالیتونه کوی.

نوې ډلې ویلی چې له عراق او سوریی داعش ډلې سره اړیکه لری او افغانستان کې چې کومه ډله فعالیت کوی، دا ډله هیڅ اسلامی دولت نومې ډلې سره اړیکه نه لری او یواځې د استخباراتو په ملاتړ باندې افغانستان ګډوډی جوړوی.

نوې ډلې په خپل ویډیو پیغام کې طالبانو ته هم خبرداری ورکړی چې مشرانو یې له امریکا سره هوکړه کړې او په دې صورت کې دې له خپلې ډلې جلا او له نوې ډلې سره دې وسله وال فعالیت وکړی.

د دې ډلې نوی پیغام ډیرې کیسې درلودلی شی.

یوه دا چې دا ډله د داعش د هغې ډلې له ماتې وروسته راپورته شوې چې تیرو څو کلونو کې یې د زرګونه افغانانو وینې توی کړې.

د دې ډلې له خبرو ښکاری چې مخکینۍ ډلې په دې خاطر جلا شوی چې مخکینی ډلې مشری او کنټرول د پاکستان له استخباراتو سره و او ځینې هغه ترهګر چې له افغانستان ورسره یو ځای شوی و، د پاکستانیانو مشرۍ یا خوند نه دی ورکړی او یا ورسره په رهبرۍ وران شوی دی.

د دې ډلې د نوې ویډیو بل پیغام دا کیدلی شی چې که طالبان سوله وکړی، دې ډلې بهرنیو او کورنیو ترهګرو ډلو ته د بستر داسې زمینه برابره کړې چې هر کولی شی، جګړه دوام پیدا کړی.

د دې ویډیو بل پیغام په ښکاره ډول دا دی، که د طالبانو وسله وال یې له سیاسی هوکړې او سیاسی طالب مشرانو سره نه ځی، نو یو بل مرکز ورته د جګړې شته چې ورسره یو ځای او جګړې ته دوام ورکړی.

دا اندیښنه له امریکا، اروپا، د سیمې هېوادونو او افغانانو سره هم شته چې ایا د طالبانو په سوله جګړه پای ته رسیږی او که یوه بله جګړه پیل کیږی.

یو څه چې مالوم دی، هغه دا چې له طالبانو سره اوسنی وسله وال د کوم فکر او دین له مخې نه دی چې طالبان یې فکر کوی.

اوسنی وسله وال چې له طالبانو سره وسله ګرځوی، ټول یې یا شخصی دښمنۍ پالی او یا یې له دې درکه ګټې خوندی دی.

ځینې د نشه یی توکو قاچاق کوی، ځینې ګمرکونو په نوم باج ګیرۍ پاټکونه جوړ کړی، ځینې معدنونه چور کوی او ځینې کرایی قاتلین دی، د قتل په بدل کې پیسې اخلی.

نو ویلی شو، چې طالبانو کلونه جګړه کې دومره ترهګرو ته د بستر زمینه برابره کړې او ترهګرو لپاره یې جګړه د لنګې غوا په څېر کړې چې کلونه وخت به ونیسی چې دا جګړه پای ته ورسیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا