خبر و دیدگاه

ننګرهار برید او تر شاه یې پټ اهدف

 

طالبان او په ځانګړی ډول د حقانی شبکه چې د افغانستان په ویجاړۍ کې تر بل هرې ډلې زیاته ونډه لری، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ښکاره دفترونه او فعالیتونه لری.

تاسو ولیدل چې د حقانی یو زوی اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته ترور شو، دا چې دا کس څنګه د پاکستان استخباراتو ترور کړ، مالوم نه دی، خو یو څه ښکاره دی چې ترهګر په اسلام اباد کې ښه ژوند لری، هغه ترهګر چې افغانستان کې جګړه کوی.

تاسو به د پاکستانی چارواکو تر څنګ تازه د پاکستان د سیاسی تحلیل ګرانو څخه اوریدلی وی چې په رسنیو کې یې په ښکاره ویلی چې د پاکستان استخباراتو حقانی شبکه باندې پانګونه کړې، خو دا ډله هغه ډول د پاکستان د ګټو لپاره کار نه کوی، څومره چې ورڅخه تمه درلودله.

که د حقانی شبکې له توان پوره شی، هره ورځ به ښارونو کې چاودنې کوی او هره ورځ به افغانستان ورانوی، خو د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو وړتیا ده چې دا ډله یې له پراخ فعالیت، ډیرې ویجاړۍ او ډیرې وینې تویدنې راګرځولې ده.

د پاکستان استخبارات یا ای ایس ای تر ټولو زیات باور پر حقانی شبکې لری چې کولی شی افغانستان کې د پاکستان لپاره ډیر ویجاړی وکړی، خو دا ډله اوس افغان ځواکونو په پښو غورځولې ده.

د حقانی شبکې فعالیتونو په کتو، د دې شبکې ونډه د سولې خبرو کې کمه ده، له همدې کبله ځینې اختلافات هم راپورته شوی چې سختې جګړې او لوی بریدونه دې ډلې کړی، خو امتیاز اوس طالبان اخلی.

په دې تړاو د پاکستان اندیښنه هم شته چې څنګه هغه ډله د سولې خبرو کې کمه ونډه لری چې تر طالبانو یې زیاتې جګړې کړی او زیات اهداف یې په نښه کړی دی.

د طالبانو یو هنر دا و چې د حقانی شبکې بریدونه یې هم ځان پسې حساب کړی، په داسې حال کې چې دا ډله یو جلا فکر او یو جلا تمویل کوونکی لری چې ځانګړی اهداف لاس ته راوړی، هغه اهداف چې د پاکستان استخباراتی اداره یې ورکوی.

حقانی شبکې تر ټولو زیات تمرکز او فعالیت په سویل ختیځه حوزه کې دی، دا ډله له عراضۍ څخه په ګټنې له ډیورنډ کرښې هاخوا اسانه تګ راتګ کوی او اسان امکانات ترلاسه کوی.

که طالبان سوله هم وکړی، امکان لری چې د حقانی شبکه په دې پروسه کې ورګډه نه شی، ځکه دا ډله ډیره سخت دریځی او یواځې په فتحې باور لری.

خو طالبان چې اوس اوږده جګړه کې مات شوی، د فتح خوبونه یې تښتیدلی او غواړی د سولې له لارې راتلونکی حکومت کې مدغم شی.

له دې ټولو څرګندونو سره چې پاکستانی چارواکی او تحلیل ګر یې د طالبانو او حقانی شبکې په تړاو کوی، طالبان پرې غلی دی او هیڅ نه وایی، لامل دا دی چې دا ډله د استخباراتو لاس کې ده او ځان ترې نه شی خلاصولی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا