خبر و دیدگاه

کله چې پاکستان صادقانه همکاری کوی افغانستان سولۍ ته رسیږی

 

د ملی مصالحې عالی شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد کې دی او له پاکستانی چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.

عبدالله عبدالله د ستراتیژیکو مطالعاتو په یو مرکز کې په خپلو خبرو کې پاکستان ته ور په یاد کړې چې د افغانستان ثبات یې په ګټه دی او بې ثباتۍ او خرابو اړیکو کې پاکستان هم ډیر تاوان کړی دی.

سمدستی خو افغان پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوی او د سولې پروسه کې لازمه همکاری وکړی.

دا هغه ژمنې دی چې پاکستان په کراتو کراتو کړی، خو بیا یې د عمل جامه نه ده ور اغوستې، لامل دا دی چې پاکستان غواړی د سولې پروسه د دوی په خوښه لاړه شی.

دا سمه ده چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لری او کولی شی له دې نفوذ څخه په ګټنې پر طالبانو ځینې غوښتنې تحمیل کړی، خو افغان حکومت یو خپلواک حکومت دی او هیڅوک پرې غوښتنې نه شی تحمیل کولی.

دا چې د پاکستان غوښتنې او وړاندیزونه په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده او یا یې غوښتنې د منلو نه دی، له همدې کبله ډیر کله دې پروسه کې همکاری نه کوی، بلکې لا ډیره هڅه کوی چې دا پروسه ناکامه شی.

دا اوس ډاګیزه شوې چې که پاکستان هر څومره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړی او د جګړې لپاره ترهګرو ډلو ته امکانات ورکړی، افغانان ماتې نه خوری او له اوسنی نظام به د سر په بدل کې ساتنه کوی.

افغانانو په تیرو شل کلونو کې وښوده چې هر څومره سړو تودو ته تسلیم نه شول او په پوره ویاړ او توان سره یې ترهګرو ته اجازه ور نه کړه چې حتی په یو ولایت کنټرول ولری.

افغانان له دې لاسوهنو په تنګ شوی او په دې پوه شوی هم دی چې د پردیو شوم اهداف څه دی او له همدې کبله له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

پاکستان ته هم اوس دا درک شوې چې دا وطن نور نه ماتیدونکی دی او د امریکا په فشارونو مجبور دی چې ځینو برخو کې همکاری وکړی.

که پاکستان غواړی ځینې غوښتنې د سولې پروسه کې پر کوم لوری ومنی،. هغه به د طالبانو لوری وی، ځکه طالبان له پاکستان ډیر زیات مجبوریتونه لری.

خو افغان مذاکراتی پلاوی په خبرو کې احتیاط کوی او داسې غوښتنې به له طالبانو سره هم و نه منی چې د پاکستان په ګټه او د افغانانو په تاوان وی.

دا وخت دی چې پاکستان خپل ځان جوړ، پالیسو باندې بیا کتنه وکړی او نور په افغانستان کې د جګړې پر ځای ثبات باندې تمرکز وکړی چې د دواړو هېوادونو وګړو او اقتصاد ته یو اړین امر دی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا