خبر و دیدگاه

پاکستان او د طالبانولپاره لابیگری

 

د افغان پلاوی او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیل وړاندې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو ترمنځ اختلافات پیدا شول، دا اختلافات دومره جدی شول چې له پاکستان پکې مرسته وغوښتل شوه.

ملا عباس ستانکزی پر ملا عبدالغنی برادر باندې ډیر ملاحظات لری او قطر هېواد بیا پر ملا عباس ستانکزی باندې ډیر ملاحظات لری.

نو قطر چې د طالبانو کوربه دی، د ملا عباس ستانکزی سره مخالف دی چې د پلاوی مشری وکړی، خو پاکستان بیا غوښتل چې ملا عباس ستانکزی دې د پلاوی مشری وکړی.

ملا عباس پر ملا برادر تور پورې کړی چې د طالبانو پر سره ورته امریکا ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکړی، خو د دې پیسو حساب یې طالبانو ته نه دی ورکړی او د مصرف درک یې نشته.

کله چې ملا عباس ستانکزی دا موضوع راپورته کړه، جنګی طالبانو سره هم اندیښنې او پوښتنې پیدا شوې، د ملا برادر په اړه پلټنو ښودلې چې هغه پآکستان کې زندانی نه بلکې میلمه و او په دومره کلونه زندان کې یې واده هم کړی او اولادونه یې هم پیدا شوی دی.

قطر ځکه ملا عباس نه غواړی چې د عباس ستانکزی ټوله پانګونه په متحده عربی اماراتو کې ده او قطر له اماراتو سره جنجال لری او سره وران دی.

ملا عباس ستانکزی بیا ځکه پاکستان غواړی چې تر بل هر طالب مشر ملا عباس د پاکستان د ګټو لپاره کار کولی شی او پاکستان پرې ډاډه دی.

د د ملا عبدالغنی برادر او ملا عباس ستانکزی جنجال تر دې حده لوړ شوی و چې یو بل پسې مجلس کې پورته شوی و.

خو کله چې وضعیت سخت او جدی شو، ملا برادر له پاکستان وغوښتل چې دوی ته اسلام اباد ته د سفر زمینه برابره کړی چې په دې تړاو له پاکستانی چارواکو او کویټه کې نورو طالب مشرانو څخه مرسته وغواړی.

همداسې وشول، یوه میاشت وړاندې د ملا غنی برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړی، د دې سفر ښکاره موخه د طالبانو او پاکستان دوه اړخیزه اړیکې ښودل شوې وې، خو په پټه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو حل و.

اسلام اباد کې له دوه ورځنیو لیدنو وروسته د طالبانو پلاوی کویټې ته لاړ او هلته له نورو طالبانو سره تر لیدنو او مشورو وروسته پریکړه وشوه چې نه به ملا غنی برادر د پلاوی مشری او نه به ملا عباس ستانکزی، پریکړه داسې وشوه چې ملا عبدالحکیم حقانی به د دې پروسې مشری کوی.

اوس هم حکیم مجاهد سمبولیک دی او ملا عباس ستانکزی دا پروسه مخ ته وړی، له دې کبله چې د عباس ستانکزی اړیکې له پآکستان او نورو هېوادونو سره هم ښې دی او په څلور ژبو باندې پوهیږی.

جنګی طالبانو ته هم اوس پوښتنې پیدا شوی چې څنګه د سولې پروسه کې یې مشرانو جنجالونه راپورته شوی او داسې باور لری چې ممکن دا جنجالونه به د دوی د پاشلو او ګټو د تقسیم لامل شی.

جنګی طالبانو له دې موضوع وروسته د قطر طالب مشرانو ته یو لیک کې ځینې پوښتنې لیکلی چې څنګه له امریکا سره د خبرو په جریان کې اوربند شوی و، خو له افغان لوری سره نه کیږی.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا